په میانمار کې د پوځي بغاوت خلاف د ولسي احتجاجونو لړۍ روانه ده او په مظاهرچیانو د تشدد وروسته ملګرو ملتونو، امریکې او یورپي یونین خبرداری کړی چې د میانمار پوځي واکمن دې په احتجاج کونکو تشدد ودروي.
د اتوار په ورځ د جېن زېډ په نامه یوې ډلې په خلکو غږ کړی چې د سپرلي انقلاب د پاره دې یوځای شي او لکه د کال ۱۹۸۸ په رنګه دې احتجاجونه پېل کړي.
په میانمار کې د ۸۸۸۸ په نامه د اګست په نېټه اتمه کال ۱۹۸۸ کې د پوهنتونونو ځوانانو د پوځ په مرسته د جوړ حکومت خلاف په اولسي کچ د سول نافرمانۍ تحریک پېل کړی وو. چې پکې ځوانانو اهمه رول لوبولی وو. په دې روانو احتجاجونو کې هم د ځوانانو شمېره زیاته شوې ده.
پوځي واکمنو په سرکاري ټیلي ویژن اېم ار ټي وي خبرادار کړی چې په هېواد کې په خاصا توګه د ځوانانو راپارولو هڅې کېږي او د دې په نتیجه کې خلک ژوندونه د لاسه ورکولی شي.
د ګل په ورځ د شویو احتجاجونو په وخت امنیتي ځواکونو د بهر هېوادونو سفارتخانو ته تلونکې لارې بندې کړې وې چې مقصد یې د احتجاج کونکو د هغه غوښتنو لاره نیول وو چې پکې د نړۍ نه غوښتنې کوي د میانمار په معاملاتو کې دې مداخلت وکړي او پوځ باندې دې فشار واچوي چې کودتا ختمه کړي.
په میانمار کې د فرورۍ اولنۍ نېټې نه تراوسه پورې د امنیتي ځواکونو په تشدد کې ۳ کسان مړه شوي او ۶۴۰ ګرفتاره کړی شوي چې پکې مشهور هنرمند لومېن او ځینې نور اهمه سیاسي مشران شامل دي.
د ملګرو ملتونو د میانمار لپاره خصوصي استاذي ټام اېنډریو په یو ټویټ کې ویلي د حکومت لخوا په دې ګواښونو اندېښمن دې چې پکې مظاهرچیانو ته د کال ۱۹۸۸ حواله ورکړی کېږي چې له امله یې د پوځ په مرسته د جوړ حکومت خلاف احتجاجونه پېل شوي وو.
د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د اتوار په ورځ په یو ټویټ کې خبرداری کړی چې په میانمار کې به د هغه خلکو خلاف ګامونه پورته کوي چې په مظاهرچیانو تشدد کوي.
برتانیه، فرانس او یورپي یونین اتحاد هم په مظاهرچیانو د تشدد غندنه کړی او په فوري توګه یې د پوځي واکمنو لخوا د تشدد ودرولو غوښتنه کړی. د یورپي اتحاد خارجه وزیران به نن د میانمار په مسله غونډه هم کوي.
د میانمار پوځ په هېواد کې د نوبل جاېزه ګټونکې او د منتخب حکومت مشرې انګ سان سوچي حکومت ختم کړی او مارشل لا یې په ځای کړی.
د پوځي کودتا مشر جنرل انګ هېنګ ویلي په تېرو ټاکنو کې درغلۍ شوي ځکه یې حکومت ختم کړی. خو د هېواد د ټاکنو کمېشن د پوځ دعوه رد کړی ده.
پوځي واکمنو ویلي ملک کې به د نوې سره ټاکنې کوي خو دا یې نه دي ویلې چې دغه ټاکنې به کله پورې وکړی شي.
د نېټ بلاکس په نامه ادارې ویلي د ۸ ورځو پورې د بند وروسته د ګل په ورځ سحر نهو بجو نه انټرنېټ بېرته خلاص شوی خو وايي د ځینو موادو څارنه کېږي.
ادارې ویلي هغه پوځي وېب پاڼې او فېس بک اکاونټ یې هم تړلی چې د نړیوال معیار خلاف ورزی یې کړي دي.