لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي: اشرف غني په افغانستان کې نور څه کردار نلري


د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ نایب سېکرېټري وېنډي شېرمن د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل اشرف غني "نور په افغانستان څه شخصیت نه دی پاتې شوی."
د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ نایب سېکرېټري وېنډي شېرمن د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل اشرف غني "نور په افغانستان څه شخصیت نه دی پاتې شوی."

د امریکې د خارجه وزارت یوې چارواکي ویلي د افغانستان پخوانی صدر (ولسمشر) اشرف غني د هېواد په سیاسي چارو کې نور څه کردار نه دی پاتې شوی.

د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ نایب سېکرېټري وېنډي شېرمن د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل اشرف غني "نور په افغانستان څه شخصیت نه دی پاتې شوی."

مرمن شېرمن د خبري غونډې په مهال دغه دریځ د دې پوښتنې په ځواب کې څرګند کړو چې امریکا هغه ته پېغام لري؟

د شورو، چهارشنبې، په ورځ اشرف غني ملک نه د وتلو وروسته په خپل لومړي پېغام کې افغانستان د پرېښودو د فېصلې دفاع وکړه او ویې وېل چې که چېرې په ملک کې پاتې شوی وی نو وژل شوی به و. هغه ملک ته د ستنېدو ژمنه وکړه.

د هغه د پېغام نه وړاندې د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت اعلان کړی و چې اشرف غني او د هغه کورنۍ ته یې د انساني خواخوږۍ په بنیاد په ملک کې هرکلی وېلی دی.

بلخوا د افغانستان پخواي نایب صدر امرالله صالح خارجي ملکونه باید په افغانستان کې د تشدد پرځای د قانون د عملدارۍ ملاتړ وکړي.

بلخوا امریکې د افغانستان په اینده کې د پخوانی صدر اشرف غني کردار رد کړی دی.

امرالله صالح چې په ټویټر ځان د افغانستان موقتي صدر (ولسمشر) بولي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو ټویټ کې

ملتونه باید د قانون د تشدد پرځای د قانون د عملدارۍ احترام وکړي.

هغه وویل افغانستان ډیر لوی دی چې پاکستان یې وګالي او طالبان پرې حکومت وکړی شي.

د کوم هېواد نوم د اخیستلو پرته امرالله صالح په خپل ټویټ کې وویل خپل تاریخ کې د "بې عزتۍ" او " ترهګر ډلو ته د ټیټېدو" باب ته ځای مه ورکوئ.

د امریکې صدر جوبایډن افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو د خپلې فېصلې دفاع کړې ده او وايي امریکايان به په داسې جنګ کې نه جنګیږي چې افغانان یې خپله نه کوي.

امرالله صالح د ر جوبایډن د دریځ مخالفت کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG