تمه کیږي د امریکې د استازو اېوان نن د شورو- چارشنبې په ورځ یوه قانوني مسوده منظوره کړي چې د ویډیوګانو مشهور سوشل مېډیا اېپ ټیک ټاک مجبور کړي یا دې د خپل اصل چینایي ملکیت له کمپنۍ بایټ ډانس څخه جلا شي یا دې د سافټوېر امریکایي ورژن یا بڼه ورباندې وپلوري.
د امریکې د دواړو ګوندونو له خوا منظور شوی «فارن ایډورسري کنټرولډ اپلیکېشن ایکټ» قانون امریکایي وګړي د موبایل اپلیکېشنونو په وسیله له بهرنیو دښمنانو ژغوري.
د امریکې او د چین د کمیونیسټ ګوند تر منځ د سټرېټیجیکې سیالۍ په اړه د امریکې د استازو اېوان د کمېټۍ مشر مایک ګېلګر او په دې کمېټۍ کې لوړپوړی ډیموکرېټ راجا کرشنا مورتي وایي د دې قانون له مخې د "ټیک ټاک ادارې ته شپږ میاشتې وخت ورکول کیږي چې بهرنی مخالف کنټرول ختم کړي".
وایي په دې کې دا هم شامل دي چې د بایټ ډانس چینایي کمپنۍ به په ټیک ټاک باندې خپل اوسنی ملکیت ختم کوي او ټیک ټاک به په امریکا کې هم د خلکو د رسایۍ وړ وي.
دغو دواړو امریکایي قانون جوړوونکو یا د کانګرس غړو په یوه ګډ بیان کې ویلي، "ټول ټیک ټاک باید د چین د کمیونیسټ ګوند تر واک لاندې بایټ ډانس کمپنۍ څخه جلا شي، که ټیک ټاک ځان ترې خلاص نه کړي نو د امریکا په اېپ سټور کې به نور پاته نه شي او د دې ټوله ملامتیا به بیا خپله په ټیک ټاک باندې وي".
هغه څه چې موږ د امریکې د استازو اېوان د دې قانوني مسودې په اړه پوهېږو او وروسته به په سېنټ کې په دې اړه څه کیږي هغه دا دي:
ولې د ټیک ټاک په اړه څېړنه کیږي؟
په امریکا کې د سټرېټیجکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز یوې څېړونکې کېتلین چین راسمین وي او اې ته وویل، "اندېښنه دا ده چې کېدای شي ټیک ټاک د خلکو شخصي معلومات خپلې اصل کمپنۍ بایټ ډانس ته واستوي او کېدای شي هغه یې د چین حکومت ته پسې ولېږدوي".
کېتلین چین راسمین وایي د کانګرس ځینې چې د چین د کمیونیسټ ګوند په اړه کومې اندېښنې لري چې ګواکې هغوی د ټیک ټاک الګوریتم په ممکنه توګه د پروپیګنډې لپاره کاروي، دا تر اوسه نه دي ثابتې شوې:
"د دې مقصد دا نه دی چې ګواکې په راتلونکي کې به داسې څه خطر نه وي چې کېدای شي د چین حکومت یې د فشار لپاره وکاروي".
ټیک ټاک د دې قانوني مسودې په اړه څه وایي؟
د چینایي اېپ ټیک ټاک ادارې د دوشنبې- ګل په ورځ دغه قانون یو "بندیز" وباله او په پرله پسې توګه یې پر خپلو فعالیتونو تورونه رد کړي دي.
تېره اوونۍ پر ایکس [مخکیني ټویټر] باندې په یو بیان کې د ټیک ټاک ادارې وویل، چې "د دې قانون مخکې له مخکې نتیجه دا ده: په امریکا کې پر ټیک ټاک باندې بشپړ بندیز".
د کانګرس غړي دا قانون څنګه ګڼي؟
که څه هم د کانګرس دفترونو ته هره ورځ په دې اړه د بې شمېره امریکایانو ټیلیفونونه ورځي او اندېښنه لري چې ګواکې دوی به دې چینایي اېپ ته له لاسرسي محرومه شي خو په استازو اېوان کې د ډیموکرېټ او ریپبلکن دواړو ګوندونو د دې قانوني مسودې کلک ملاتړ کوي.
د استازو اېوان سپیکر مایک جانسن تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل، "دا یو ډېر مهم دوه اړخیز اقدام دی چې زموږ د ستر جیو پولیټیکل دښمن چین خلاف اخیستل کېږي، چې په فعاله توګه زموږ اقتصاد او امنیت ته زیانمنوي".
په سېنټ کې به څه کیږي؟
که دا قانوني مسوده په استازو اېوان کې منظوره هم شي خو کېدای شي د ډیمکورېټانو تر کنټرول لاندې سېنټ کې له مخالفت شره مخ شي ځکه چې د اکثریت مشر چک شومر ویلي پر دې مسوده به په مناسبت کمېټیو کې غور کیږي:
"زه به پر دې قانوني مسوده د هغوی نظرونه اورم او یوه سمه لاره به غوره کوم".
د استخباراتو په اړه د سېنټ د سلېکټ کمېټۍ د مشر مارک وارنر په ګډون په سېنټ کې ځینو ډیموکرېټانو په قانون سازۍ کې د ټولنیزو رسنیو د اېپ ټیک ټاک د جلا کولو پر قانوني حیثیت شک څرګند کړی دی.
مارک وارنر په دې اړه کانګرس ته یوه جلا قانوني مسوده وړاندې کړې چې پکې تر دې زیات په پراخه کچه هغه سوشل مېډیا اپلیکېشنونه په نخښه شوي چې د خلکو شخصي معلومات ټولوي.
خو وارنر د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ سي بي ایس نیوز ته دا هم ویلي چې د ټیک ټاک اېپ د امریکې ملي امنیت لپاره یوه سنجیده اندېښنه ده.
د 2024م د صدارتي ټاکنو امیدواران د دې قانون په اړه څه وایي؟
که څه هم د صدر بایډن د کمپېن ډلې په وروستیو کې ټیک ټاک ته مخه کړې چې مقصد یې ځوانو امریکایي ووټرانو ته رسېدل دي، خو سپینه ماڼۍ وایي د ټیک ټاک په اړه د قانوني مسودې هرکلی کوي.
د وایټ هاوس د مطبوعاتو سیکرټرې کېرین جان پېر خبریالانو ته وویل، دا قانوني مسوده د دې خبرې ډاډ ورکوي چې "د [ټیک ټاک] ملکیت د داسې چا په لاس کې نه دی چې کېدای شي موږ ته خطر پېښ کړي".
مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ- چې په 2020م کال کې یې پر ټیک ټاک د بندیز خبره کړې وه- اوس خپل نظر بدل کړی او په دې نظر دی چې که ټیک ټاک نه وي نو فېسبوک به زورور شي.
Forum