لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وایټ هاوس کې د صدر اوباما او د هندوزیراعظم نریندره مودي لیده کاته


نوي دلي غواړي چې امریکا په هندوستان کې سرمایه کاري زیاته کړي په دې کې د هندوستان دا خواهش هم شامل دي چې د امریکا د توشیبا ویسټنگ هاوس الیکټریک نومې کمپني دي په هندوستان کې توانايي د پیداوار د پاره ایټمي بټۍ یا ري اکټرې جوړې کړي
نوي دلي غواړي چې امریکا په هندوستان کې سرمایه کاري زیاته کړي په دې کې د هندوستان دا خواهش هم شامل دي چې د امریکا د توشیبا ویسټنگ هاوس الیکټریک نومې کمپني دي په هندوستان کې توانايي د پیداوار د پاره ایټمي بټۍ یا ري اکټرې جوړې کړي

د امریکې د خپلې دورې په مهال د هندوستان وزیراعظم نریندره مودي د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د صدر براک اوباما سره لیده کاته کونکی دی.

واشنگټن ته د ښاغلي مودي د سفر او د صدر اوباما سره د هغه د ملاقات په اړه وایټ هاوس په خپله ویب پاڼه ویلي امریکې ته د هندي وزیراعظم دوره ښايي په کال ٢٠١٥ کې د صدر براک اوباما د هندوستان د سفرو ورسته د دواړو هیوادونو تعلقات نور هم ژور شوې دي.

بیان زیاتوي صدر اوباما به د وزیراعظم مودي سره د امریکا او د هندوستان د همکارۍ په اهمو مدونو خبرې اترې کوي چې پکې په موسم کې بدلون، د خیڅن والې نه پاکې توانايي په مد کې همکاري، د امنیت او دفاع په مدونو کې همکاري او په اقتصاد کې د پرمختگ غوندې موضوعات شامل دي.

د رسمي غونډو ورسته به صدر اوباما د وزیراعظم نریندره په غرمنۍ میلمسیتا هم کوی.

د شورو، چارشنبې، په ورځ به د هندوستان وزیراعظم امریکې د کانگرس دواړو ایوانونو، هاوس اف ریپریزینټیټوز یا د نمایدگانو ایوان، او سینټ یا ایوان بالا، مشترکه غونډې ته تقریر کوي چې د دواړو هیوادونو د تعلقاتو اهمیت په ډاگه کوي.

د امریکا او د هندوستان ترمنځ په اپریل کې د لاس لیک شوي یوې لوظنامې ترمخه، د دواړو هیوادونو پوځونه د خپلو الاتو د مرمت دپاره د یو بل مرکزونه استعمالولی شي. دواړو هیوادونو په مشترکه توگه د جدید عسکري الاتو د تیارولو په اړه هم مذاکرات شورو کړې دي.

نوي دلي غواړي چې امریکا په هندوستان کې سرمایه کاري زیاته کړي په دې کې د هندوستان دا خواهش هم شامل دي چې د امریکا د توشیبا ویسټنگ هاوس الیکټریک نومې کمپني دي په هندوستان کې توانايي د پیداوار د پاره ایټمي بټۍ یا ري اکټرې جوړې کړي.

د ۴٨ غړو هیوادونو تنظیم نیوکلیر سپلایرز گروپ نومې نړي وال تنظیم کې رکنیت دپاره هندوستان د امریکې د حمایت په تکل کې هم دی. دا تنظیم په نړي واله کچه د ایټمي موادو د قانوني تجارت انتظام چلوي او دا خبره یقیني کوي چې د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو ایټمي پروگرامونه پوځي مقاصدو دپاره استعمال نه شي. هندوستان لکه د پاکستان په رنگ د ایټمي وسلو د خوریدو پرضد نړي واله معاهده نیوکلیر نان پرولیفریشن ټریټي نه ده لاس لیک کړي نو ځکه په نیوکلیر سپلایرز گروپ کې د رکنیت اهلیت نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG