لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا په عراق کې په ایران پلوه ملېشو بمبارۍ کړي دي ـ کتائب حزب الله وایي انتقام به واخلي


د کتائب حزب الله ډلې سره د ایران ملاتړ شته

په عراق کې یوې ملېشه ډلې چې د ایران ملاتړ هم ورسره دی، ویلي چې دوی به په شام او عراق کې پر خپلو موچلو باندې د امریکایي بمباریو غچ (انتقام) ضرور اخلي. د امریکایي قواوو په دغو بمباریو کې، کم از کم ٢٥ کسان وژل شوي او له ٥٠ زیات نور ټپیان شوي دي.

د کتائب حزب الله په نامه عراقي ډلې د دې خبرداري ترڅنگ، د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم د امریکا دغه حملې غندلي او هغه یې د عراق پر ملي واکمنۍ یرغل، او یو ترهگریز عمل بللی دی.

د امریکا د دفاع وزیر، مارک اېسپر، د یکشنبې په ماښام خبریالانو ته د دې خبر پخلی وکړ چې امریکایي طیارو بمبارۍ کړي دي. هغه وویل چې د امریکا جېټ الوتکو د کتائب حزب الله ملېشو درې مرکزونه د عراق په شمال کې، او دوه نور مرکزونه یې د شام په ختیځ کې په بمونو ویشتلي دي.

اېسپر دغه مرکزونه، د وسلو ذخیرې، او د قومندې او کنټرول ځایونه وبلل. دغه هوایي بریدونه پس له هغه وشول چې د جمعې په ورځ د عراق په شمال کې د عراقي پوځ پر یو مرکز راکټي برید وشو او د امریکا د پوځ یو قراردادي پکې مړ شو.

اېسپر دا خبرې په فلوریډا ایالت کې له هغه ځایه وکړې چې صدر ټرمپ پکې خپلې رخصتۍ تیروي. د اېسپر نه علاوه، د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو هم هلته و چې صدر ټرمپ ته د حالاتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړي. پامپیو وویل چې د عراق په شمال کې پر پوځي مرکز مخکې تر دې هم بریدونه شوي و.

د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو وایي د عراق په شمال کې پوځي مرکز څو ځله تر برید لاندې راغلی و
د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو وایي د عراق په شمال کې پوځي مرکز څو ځله تر برید لاندې راغلی و

د کتائب حزب الله ډله، د حشد الشعبي په نامه د وسله والو شیعه عراقیانو یوه ډله ده، او د عراق حکومت پر دغو وسله والو ډلو قدغن لگولی دی.

د ایران له ملاتړ برخمنه، کتائب حزب الله ډله، په عراق کې ورځ تر بلې د خلکو له پامه بدیږي. د عراق پارلمان نن د گل/دوشنبې په ورځ غوښتل چې پر دې ډلې د امریکا د بمباریو په اړه بحث وکړي، خو د بحث د پیلولو دپاره د وکیلانو لازمې رایې هم پوره نشوې.

د عراق د سرکاري میډیا له مخې، د عراق د پارلمان مشر پر ټولو عراقي ځواکونو غږ کړی چې پر ځان دې کنټرول وساتي او د حالاتو د لا خرابېدو مخه ونیسی. یو شمیر عراقي سیاستوالو بیا د امریکا د حملو مذمت کړی دی.

په عراق کې په دې وروستیو کې حکومت مظاهرې هم وشوې او په بغداد کې ډېرو احتجاج کوونکو د ایران ضد شعارونه هم ورکړل. هغوی په دې خفه و چې ایران ولې د عراق په چارو کې لاس وهي.

XS
SM
MD
LG