د امریکې د فاع وزیر جېم مېټس ویلي هېواد یې په کال ٢٠١٥ م کې د ایران د ایټمې پروگرام په سر شوي د نړیوالې معاهدې نه د وتلو فیصله نه ده کړې خو د یورپي اتحادي هېوادونو سره د معاهدې د ښه کولو دپاره صلاح مشورې روانې دي.
د امریکې سنېټ د پوځي چارو کمېټۍ ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وینا کې ښاغلي مېټس وویل امریکې به گوري چې د ایران سره شوي معاهده دومره اصلاح شي چې پرځای وساتل شي گني نو صدر ډانلډ ټرمپ د لوظنامې نه د وتلو او یا نه وتلو فیصله کولی شي.
د دفاع وزیر دا خبره تسلیم کړه ایران سره شوي د ایټمي وسلو د مخنیو معاهده بې عیبه نه ده.
جېم میټس وویل د ایران د ایټمي پروگرام په اړه دا لوظنامه په داسې ټکو کې لیکل شوي چې گني ایران به درغلي کوي خو د معاندې د څارنې دپاره سخت نظام پرځای کړی شوی دی.
د فرانس صدر ایمینیول میکران چې دا هفته د امریکې په سفر و، په واشنگټن کې یې د صدر ډانلډ ټرمپ سره د ایران د ایټمي معاهدې په اړه هم خبرې کړې دي. د امریکې د سفر په اخېره کې صدر میکران وویل هغه گمان کوي چې صدر ټرمپ به د ایران سره شوي لوظنامه ماته کړي.
د شورو، چارشنبې، په ورځ د امریکې د درې ورځنۍ دورې په پاې کې صدر میکران په یوه خبري غونډه کې وویل که چېرې د صدر ټرمپ بیانونو ته وکتل شي نو داسې نه ښکاري چې هغه به د معاهدې پرځای ساتلو کوښښ ونکړي.
د کال ٢٠١٥ مې د معاهدې د لاندې، امریکې په ایران لگولي ځینې اقتصادې پابندۍ نرمې کړي. صدر ټرمپ به د مۍ د میاشت تر د ١٢ مې نېټې پورې فیصله کوي چې آیا په ایران دغه بندیزونه ولگول شي او که نا؟
صدر مېکران د ایران سره شوي معاهدې حمایت کوي او ویلي یې وو چې غواړي به چې امریکا هم د معاهدې نه ځان بهر نکړي.
صدر ټرمپ په وار وار ایران سره د شوي معاهدې مخالفت کړی دی، دا یې ناقصه لوظنامه بولې دي او ویلي يې دې چې د اېټمي وسلو په تکل کې دا معاهده د تهران مخه نشي نیولی.
د امریکې دکانگرس غړو ته د شورو، چارشنبې، په ورځ خپل تقریر کې صدر ایمینیول میکران د ایران معاهدې حمایت وکړو او د کانگرس په غړو یې غږ وکړو چې امریکا دې دا معاهده ماته نکړي. هغه وویل ایران هیڅ کله هم ایټمي وسله نشي تیارولی.
ایراني چارواکي هېواد یې د ایټمي وسلو تیارولو پروگرام نلري.
د ایران د مزایلو پروگرام، په شام، یمن او لبنان کې د ایران د کردار په اړه د فرانس صدر د نوي معاهدې غوښتنه وکړه.
اسرائیل هم د ایران د ایټمي معاهدې مخالفت کوي او په ملگرو ملتونو د اسرائیل سفیر ډیني ډینن په صدر ټرمپ غږ کړی چې د ایران په معاهدې دې خپله تگلاره بدله کړي. سفیر وویل په معاهدې کې دې داسې تبدیلۍ وشي چې په نړۍ کې د ریاست په کچه د ایران د ترهگرۍ د ملاتړ مخه ونیول شي.