لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یرغمل کسانو په وژنو تورن د داعش دوه وسله وال دامریکې ته انتقال کړی شوي دي


د داعش د دغې ډلې مبینه مشر محمد ایموازي چې د کویت شهري او د جهادي جان په نامه هم یادېدلو په ۲۰۱۵ کې په شام کې د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی دی. د ډلې څلورم غړی په ترکي کې نیول شوی او د ترهګرۍ په الزاماتو ورته سزا اورول شوي ده
د داعش د دغې ډلې مبینه مشر محمد ایموازي چې د کویت شهري او د جهادي جان په نامه هم یادېدلو په ۲۰۱۵ کې په شام کې د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی دی. د ډلې څلورم غړی په ترکي کې نیول شوی او د ترهګرۍ په الزاماتو ورته سزا اورول شوي ده

د داعش د هغه ډلې دوه غړي امریکې ته منتقل کړی شوي دي چې په شام کې به یې په عامو ځایونو کې د یرغمل شویو کسانو سرونه وهل چې پکې امریکان او د نورو غربي ملکونو شهریان هم شامل دي.

امریکایي مامورینو ته شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د داعش په دغه مبینه وسله والو به د ترهګرۍ په الزامات مقدمه چلوول کیږي.

د داعش "بیټلز" نومې د څلور کسیزې ډلې د دغه دوو غړو شناخت د ۳۶ کلن الیګزنډه امان کوټی او د ۳۲ کلن الشافع الشیخ په نومونو شوی دی. په بیټلز الزام دی چې په کال ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کې یې د امریکایانو په شمول د نورو مغربي یرغمل شویو کسانوسرونو قلم کړي او د دې وډیوګانې یې جوړې کړي.

د داعش د دغې ډلې مبینه مشر محمد ایموازي چې د کویت شهري او د جهادي جان په نامه هم یادېدلو په ۲۰۱۵ کې په شام کې د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی دی. د ډلې څلورم غړی په ترکي کې نیول شوی او د ترهګرۍ په الزاماتو ورته سزا اورول شوي ده.

کوټی او الشیخ په ۲۰۱۸ کې په شام کې کرد ځواکونو نیولي وو او امریکې ته د منتقل کېدو نه وړاندې د عراق په یو زندان بند وو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د داعش د مبینه قاتلانو امریکې ته انتقال هله ممکن شو چې د امریکې مشر حکومتي وکیل یا څارنوال وېلیم بار برطانيي ته دا باور ورکړو چې د دوی دپاره به د مرګ سزا نه غواړي. دواړه د برطانيي شهریت لري. دواړه به د واشنګتن په مضافاتو کې د روجینیا ریاست په الیګزېڼدریا ښار کې عدالت ته پېښ کولی شي.

وېلیم بار وویل که څه هم د ډلې دلاسه وژل شوي امریکایان بېرته نشي راوستلی خو د هغوی کورنیو او د ټولو امریکایانو دپاره د انصاف کتل کولی شي.

د وي او ای په رپورټ کې ویل شوي د داعش دغه ډله په مبینه توګه د امریکايي خبریالانو جمېز فولی او سټیون ساټلوف او د امریکايي امدادي کارکونکي پېټرکېسګ یا عبدالرحمان کېسګ د وژنو ذمه واري په غاړه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG