لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: یروشلم به د اسرائیل غیر منقسم پایتخت وي


صدر ټرمپ او اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو
صدر ټرمپ او اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن دپاره د خپل حکومت نوي تگلاره د اعلانولو په وخت وویل چې یروشلم به د اسرائیل "غیر منقسم" پایتخت وي، په ختیځ یروشلم کې به د فلسطینیانو د اینده پایتخت جوړیږي چې امریکا به یې تسلمیوي او پکې په خپل سفارت پرانځي.

صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې په یوه خصوصي دستوره کې د منځني ختیځ دپاره دغه تگلاره اعلان کړه چې هغه په منځني ختیځ کې د امن دپاره د هغه "وژن" یا نظر نوم ورکړو. صدر ټرمپ وویل دغه مجوزه تگلاره په ٨٠ پاڼو مشتمل ده او د عملي کولو کار به یې یوې کمېټۍ ته سپارل کېږی.

امریکايي صدر زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د امن دپاره د دې نه وړاندې بله تفصیلي تگلاره نه ده وړاندې کړی شوي او په نتیجه کې به یې په سیمه کې د ترهگرۍ او غربت مخه ونیول شي او د فلسطینیانو نوی نسل به غوره مستقبل ولري.

د وایټ هاوس په دستوره کې د صدر ټرمپ ترڅنگ د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو هم ولاړ و. په خپله وینا کې یې د صدر ټرمپ د تگلارې هرکلی وکړو. او ویې وېل چې دا یوه تاریخي ورځ ده. هغه د اسرائیل سره د صدر ټرمپ د حمایت ستاینه وکړه او ویې وېل په وایټ هاوس کې د دې نه وړاندې د اسرائیل بل کوم عظیم ملگری نه دی راغلی.

په دستوره کې فلسطینیانو کوم نماینده نه و موجود خو په لندن کې فلسطیني استازي حسام زملط د امریکې سي اېن اېن سره مرکه کې د صدر ټرمپ منصوبه رد کړه.

صدر ټرمپ وویل د هغه د منصوبې دلاندې به فلسطینیان د خپل اینده ریاست دپاره د موجوده وخت نه زیاته علاقه ولري او په سیمه کې د دوو ریاستونو د قایم په لړ کې به د خپلو ځایونو نه نه بې کوره کېږي.

اسرائیلي وزیراعظم بېنجم نېټن یاهو د صدر ټرمپ د منصوبې په اړه وویل په سیمه کې د امن دپاره دا تاریخي موقع ده، پکار ده چې فلسطینیان یې ومني او د تشدد نه لاس واخلي. هغه زیاته کړه چې د منصوبې دلاندې به امریکا په مقبوضه علاقو د اسرائیل ملکیت تسلیم کړي. هغه زیاته کړه چې صدر ټرمپ د هغو "درغونو" نه هوا وویستله چې د اسرائیل په ولکه کې فلسطیني علاقې د مقبوضه سیمو په توگه پېژني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG