د امریکې په جنوبي مسېسپي ریاست کې یو حمله کونکې دوه پولیس افسران وژلې دي.
په پولیس حمله د ریاست په هیټیزبرگ ښار کې د خالي یا شنبې په ورځ شوې. د کلیریئن لیجر نومې ورځپاڼي ترمخه، د حملې ورسته دواړه پولیس افسران هسپتال ته یوړلی شول چرته چې دوي ساه ورکړه.
چارواکو دا خبره نه ده کړې چې په پولیس حمله په څه مقصد شوي.
د هیټیزبرگ میئر یا ښاروال د ښار په اوسیدونکو د کور دننه اوسیدو غږ کړی ترڅو پولیس د حمله کونکې لټون سر ته ورسوي.
د چارواکو په وینا په پولیس د حملې ورسته حمله کونکې د پولیس موټر وښتولو او ورسته يي بې ځایه پریښودو.
د کلیریئن لیجر خپل رپورټ کې وايي په تیرو ٣٠ کلونو کې په هیټیزبرگ دا وړمبۍ د پولیس وژنه ده.
تیره هفته په ساده جامو کې یو پولیس افسر نیویارک ښار کې په ډزو په سر د لگیدو ورسته مړ شو. په تیرو پنځه هفتو کې هغه دریم د پولیس تن وو چې نیویارک کې ووژلی شو.