لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

القاعدې تیر کال د امریکا سمندري پوځي اډه شوي برید پړه منلې


په عرب ټاپوګانو کې د القاعده ترهګرې ډلې یوې څانګې د اتوار په ورځ د امریکا سمندري پوځ په یو مرکز کې د دسمبر په میاشت کې شوي برید پړه په غاړه اغستې.

دغه خبر د ترهګرو ډلو په معلومات راټولنکې یوې ډلې ساېټ په خپل رپورټ کې کړې ده.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ په یو ویډیو پېغام کې د دغه ډلې یو مشر ویلي ٫٫ الشمراني د امریکا سمندري پوځ په اډه کې دغه برید کړی او شهادت يې ترلاسه کړی.٬٬

په دغه پېغام کې اشاره د سعودي عربستان د هوايي ځواک ۲۱ کلن سیکنډ لېفټنټ محمد الشمراني ته وه څوک چې امریکا ته پوځي تربیت یا ټریننګ له راغلی وو او تیر کال يې د دسمبر په میاشت کې دغه برید کړی وو.

په جزیره عرب کې د القاعدې مشر قاسم الرمي په دغه ویډیو پېغام کې دعوه کړې چې الشمراني د دغه برید وړاندې د څو کلونو پورې د امریکا پوځي مرکزونو بهر د حدف لپاره ګرځیدلی وو. د دسمبر په ۶مه نېټه دالشمراني په دغه برید کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي وو.

د دغه برید وروسته پلټنې کونکو داسې هیڅ قسمه ثبوتونه نه وو ترلاسه کړي چې ګنې الشمراني د کومې ترهګرې ډلې سره اړیکې لري. خو دا ورته معلومه شوې وه چې دغه سعودي پوځي په خپل سوشل میډیا اکاونټونو د امریکا او اسرایل پرضد لیکنې کړې وې. په دغو کې یو ٫٫ شمیره شورو شوه٬٬ پېغام هم وو چې د ستمبر په ۱۱مه نېټه لیکل شوی وو. د دغه برید وروسته د سعودي عربستان ۲۱ نور تربیه ترلاسه کونکي بیرته سعودي عربستان ته لیږل شوي وو.

XS
SM
MD
LG