لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي شهري عدالت کې اعتراف کړی چې داعش دپاره یې د بمونو جوړوولو هدایات تقسیموول


د وي او ای د اېسکټریمزم یا په تندروۍ نظر ساتونکي څانګه په خپل رپورټ کې وايي د مېنهېټن عدالت ته وړاندې کړی شویو دستاویزاتو ترمخه کلارک چې د عمر کبیر، عمر شيشاني او ابو طلها په نومونو هم یادېږي، په کال ۲۰۱۹ کې د داعش مشر بوبکر البغدادي بیعت کړی و
د وي او ای د اېسکټریمزم یا په تندروۍ نظر ساتونکي څانګه په خپل رپورټ کې وايي د مېنهېټن عدالت ته وړاندې کړی شویو دستاویزاتو ترمخه کلارک چې د عمر کبیر، عمر شيشاني او ابو طلها په نومونو هم یادېږي، په کال ۲۰۱۹ کې د داعش مشر بوبکر البغدادي بیعت کړی و

د امریکې نیویارک ښار اوسېدونکي تن په عدالت کې داعش وسله والې ډلې سره د مرستې او د بمونو جوړولو دپاره د هدایاتو وېشلو اعتراف کړی دی.

د امریکې د انصاف وزارت ترمخه د نیویارک د بروکلېن اوسېدونکي ۴۱ زکری کلارک دغه اعتراف د ګل، دوشنبې، په ورځ‌ په مېنهېټن کې په وفاقي عدالت کې وکړو.

د قامي سلامتیه دپاره د امریکې نایب سرکاري وکیل جان سي ډېمرز په یو بیان کې وویل کلارک داعش د حمایت ژمنه کړې وه او په نیویارک ښار کې په خلکو د چاړه د حملو او بمونو جوړوولو هدایات ورکوول.

د وي او ای د اېسکټریمزم یا په تندروۍ نظر ساتونکي څانګه په خپل رپورټ کې وايي د مېنهېټن عدالت ته وړاندې کړی شویو دستاویزاتو ترمخه کلارک چې د عمر کبیر، عمر شيشاني او ابو طلها په نومونو هم یادېږي، په کال ۲۰۱۹ کې د داعش مشر بوبکر البغدادي بیعت کړی و.

په کال ۲۰۱۹ کې د البغدادي په ډرون څمله کې د وژل کېدو ورسته کلارک د البغدادي جانشین ابو ابرهیم السشمي القرېشي بیعت وکړو.
عدالت ته وړاندې کړی شویو دستاویزات وايي کلارک د ۲۰۱۹ د مارچ د میاشت راهسې د داعش غړو، ملاتړو، حمایت کوونکو او ډله ته ورتلونکوو ممکنه وسله والو ته تبلیغات کول. عدالت ته د کلارک په اړه وېل شوي چې هغه به د داعش حمایت کوونکو ته دا خبره هم کوله چې په نیویارک کې دې یوازې په خپل سر حملې وکړي. د تېر کال د اګست په میاشت کې کلارک په مبینه توګه د دغه ډول حملو او د قانون عملي کوونکو ادارو نه ځان بچ ساتلو دپاره هدایات شایع کړل.

عدالت ته وېل شوي چې کلارک د داعش وسله والو ته په چاړه د حملو هدایات هم ورکړي وو او وېل یې چې که په چاړه څوک وهل مشکل وي خو دا مطلب یې نه دی چې جهاد دې پرېښودل شي.

په نیویارک ښار کې په خاص ځایونو د حملو دپاره د نقشو وېشلو ترڅنګ، عدالت ته ورکړی شوي دستاویزات وايي، کلارک په کور کې به اسانه ترلاسه کېدونکو موادو نه د بمونو جوړوولو هدایات هم تقسیم کړي وو چې د القاعده هم خپاره کړي وو.

القاعده د انسپایر نومې په انټرنېټ مجله په انګریزۍ ژبه کې شایع کوله چې خپل تبلیغات خپاره کړي. وېل کېږي چې ددغه مجلې په شا په امریکا کې زیږېدلی انوار الاولاکي و چې په کال ۲۰۱۱ کې د امریکې په ډرون حمله کې په یمن کې ووژل شو
القاعده د انسپایر نومې په انټرنېټ مجله په انګریزۍ ژبه کې شایع کوله چې خپل تبلیغات خپاره کړي. وېل کېږي چې ددغه مجلې په شا په امریکا کې زیږېدلی انوار الاولاکي و چې په کال ۲۰۱۱ کې د امریکې په ډرون حمله کې په یمن کې ووژل شو

ډېرل جانسن د امریکې د ملک دننه د امنیت ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېڼډ سکیورټي تجزیه کار و، وي او ای سره خبرو کې یې وویل د القاعدې سره تړلې یو شمېر ډلې د ډیر وخت راهسې کوښښونه کوي چې په امریکا کې خپلو پلویانو دپاره مواد شایع کړي.

القاعده د انسپایر نومې په انټرنېټ مجله په انګریزۍ ژبه کې شایع کوله چې خپل تبلیغات خپاره کړي. وېل کېږي چې ددغه مجلې په شا په امریکا کې زیږېدلی انوار الاولاکي و چې په کال ۲۰۱۱ کې د امریکې په ډرون حمله کې په یمن کې ووژل شو.

تېره میاشت یوه امریکايي مېرمن د اېرېزونه ریاست په فینکس ښار کې په داسې حال کې ونیول شوه چې هغې په القاعده کې د شمولیت په خاطر بهر تلل غوښتل. رپورټونه وايي هغه په انټرنېټ د موادو دلارې تندلاریتوب ته جلب کړی شوي وه.

کلارک په بروکلېن کې نیول شوی دی او که دا جرم پرې ثابتیږي چې د غیرقانوني بلل شوي ترهګر تنظیم سره یې مدد کړی دی نو ۲۰ کاله د قید سزا ورکېدل شي.

یادونه: دا خبر د وي او ای په تندروۍ نظر ساتونکي څانګې اېکسټریمزم واچ دپاره خبریال سروان کاجو لیکلی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG