لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داعش خلاف حملې په تندۍ روانې دي، صدر اوباما وايي


په دفاع وزارت پینټگان کې صدر براک اوباما سره دنائب صدر جو بائډن او د دفاع وزیر ایش کارټر دداعش په اړه د غونډي مشري وکړه

صدر براک اوباما ویلي په شام او عراق کې د داعش خلاف د امریکا په مشرۍ کې د نړي وال ائتلاف کاروائي په تندۍ او په چټکتیه روانه ده او د ډلې په هدفونو ډیر په کره توگه حملې کولی شي.

په دفاع وزارت پینټگان کې د قامي سلامتیه مامورینو ډلې نیشنل سکیورټي کاونسل سره دداعش په اړه د غونډې ورسته وینا کې صدر براک اوباما ویل د وړاندې په مقابله کې دا وخت داعش خلاف په هوائي بمبارۍ کې زیاتوالی راغلی دی.

صدر اوباما ویل امریکائي ځواکونه داعش د تباه کولو د کاروائي قیادت کوي. "د نومبر په میاشت کې مونږ په داعش د نورو میاشتو نه زیات بمونه ورول."

هغه ویل نړي وال ائتلاف داعش مشران، کمانډران او وسله وال "د یو نه پس بل قاتلان" په نخښه کوي.

"په عراق او شام کې د وړانډې په مقابله کې دا وخت زمونږ هوائي بمبارۍ اي ایس ای ایل باندې سخت گزارونه کړې دي. مونږ ددوي ډیر وسله وال، مشران، وسله او د تیلو ټنکرې په هدف کړې دي. زمونږ خصوصي عسکر په مزکه پرځائې کړی شوي دي چې چرته هم دا ترهگر د پټیدو کوښښ وکړي چې تعقب يي وکړی، شي،" صدر اوباما د خال، شنبې، په ورځ په ریډیو خپل هفته وار تقریر کې ویل.

په ریډیو هفته وار تقریر کې صدر اوباما وویل د داعش په رنگ ترهگرې ډلې "مونږ" په مذهبي بنیادونو تقسیمول غواړي خو پکار نه ده چې خلک ددغه دسیسې ښکار شي.

صدر اوباما ویل مسلمانانو ته پکار ده چې د اسلام بې بنیاده تشریحات رد کړي او تعصب او امتیازات د امریکا قامي سلامتیه د خطر سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG