لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډیورنډ په کرښه ډرون په کومو سېمو کې حملې کوي؟


د ډرون سيوا کيدونکي بريدونه او د پاکستان د پولو دننه د حقاني او نورو ترهگرو ډلو په نخښه کيدو د پاکستان د پوځ هغه ټول عمليات د پوښتنو لاندې راوړي چې د تيرو څو کلونو راهسې د ډيونډ د کرښې په اوږدو کښې پرتې قبايلي سيمو کښې روان دي
د ډرون سيوا کيدونکي بريدونه او د پاکستان د پولو دننه د حقاني او نورو ترهگرو ډلو په نخښه کيدو د پاکستان د پوځ هغه ټول عمليات د پوښتنو لاندې راوړي چې د تيرو څو کلونو راهسې د ډيونډ د کرښې په اوږدو کښې پرتې قبايلي سيمو کښې روان دي

د امريکاي ډرون وروستنی بريد چې په کښې د حقاني ترهگرې ډلې کم نه کم ٣٠ غړي وژل شوي د سيمې په جغرافيه، د بريدونو په هدف او د روانې جگړې په طريقه کار نوې پوښتنې راپورته کړي. د تازه بريد په اړه افغانستان خاموشي څرگنده کړې خو د پاکستان د پوځ وياند ويلي دا بريد د ډيونډ د کرښې نه د افغانستان اړخ ته شوی.

د ځاي خلکو په وينا په درې بيلا بيلو بريدونو کښې د ابوبکر او د سنگین ولي په نومونو د حقاني ډلې مهم کمانډران هم شامل دي د غوز گړۍ په سيمه کښې په نخښه شوي چې د کرم ايجنسۍ برخه ده. په دی حملو کښې د بنو ضلعې د ډوميل سيمې سره تعلق لرونکي څلور مشکوک ترهگر هم وژل شوي چې تيره ورځ يې مقامي خلکو جنازې اوکړې او بيا يې مړي خاورو ته واسپارل. په تيرو څلورو مياشتو کښې د بې پايلټه ډرون لس بريدونه شوي چې اته په کرمه ايجنسي او دوه په شمالي وزيرستان کښې تر سره شوي دي.

د امريکا د صدر ډانالډ ټرمپ د افغانستان د پاره د نوې تگلارې د اعلان نه وروسته داسې معلوميږي چې د ډرون بريدونه به زيات شي او د پاکستان ډيرې سېمې بخ د دې د اغيز د لاندې راشي. د بلوچستان صوبې په دالبندين سيمه کښې په وړومبي ځل د ډرون په حمله کښې د طالبانو مشر ملا اختر منصور وژل شوی و او تيره مياشت د پښتونخوا صوبې په هنگو سيمه کښې د ډرون په بريد کښې د حقاني مهم خلک په نخښه شوي وو. د کرم ايجنسۍ او د هنگو ضلعې انتظاميه هم د بريد په اړه بيل بيل نظر څرگند کړی او دواړو د دې نه انکار کړی چې د بريد سيمه د دوې د انتظام لاندې نه ده.

د کرم ايجنسۍ د ډوگر او خوا و شا سيمو په اړه مقامي خلک واي د حقاني ډلې د مرکز په توگه کارول کيږي او دا سيمه د حقاني شبکې په اختيار کښې د شمالي وزيرستان د ضرب عضب د عملياتو نه وړاندې ورکړل شوې ده. دا هغه سېمه هم ده چرته چې پاکستاني ځواکونو دعوه کړې وه چې د حقانې ډلې د ولقې څخه یې د کینیډا شهري جاشوه بویل، د هغه امریکنۍ میرمن کیټلن کولمین او ددوي درې بچي راخلاص کړي وو.

د حقاني ډلې نه علاوه درې نورې ترهگرې ډلې لکه لشکر جهنگوي العالمي، تريک طالبان محسود گروپ چې مشري يې شهريار محسود کوي او جماعت الاحرار هم بيل بيل مرکزونه لري او د دې ډلو تړاو د داعش سره ښودل کيږي.

د ډرون سيوا کيدونکي بريدونه او د پاکستان د پولو دننه د حقاني او نورو ترهگرو ډلو په نخښه کيدو د پاکستان د پوځ هغه ټول عمليات د پوښتنو لاندې راوړي چې د تيرو څو کلونو راهسې د ډيونډ د کرښې په اوږدو کښې پرتې قبايلي سيمو کښې روان دي. که هر څو هم د پاکستان پوځي چارواکي دعوې کوي چې د ترهگرو ملا يې ماته کړې خو په قبايلي سيمو کښې د پاکستان په ځواکونو د سړک د غاړې بم چاودنې او په ښارونو کښې په امنیتي ځواکونو بريدونه دغه دعوې غلطې ثابتوي. د دې سره سره د ډيورنډ د کرښې سره پرتې د افغانستان په يو شمير سيمو کښې ترهگر بريدونه هم سيوا شوي دي چې تازه مثال يې د پکتيا پيښه ده چې په کښې د ٦٠ پورې خلک سره د پکتيا د پوليس مشر توريالی ابدياني هم ووژل شو، د کرم ايجنسۍ سيمه د افغانستان د خوست او پکتيا ولايتونو سره په پوله پرته ده چې د حقاني ډلې مظبوط مرکز گڼلی کيږي.

خو اوس تپوس دا راپورته کيږي چې پاکستان ولې د دې نه انکار کوي چې د ډرون زيات تره په پاکستاني سيمو کښې بلکه د ډيونډ د کرښې نه افغانستان اړخ ته کيږي. که دا اومنل شي چې پاکستان او امريکاي اسخباراتي ادارې د يو بل سره مرسته کوي نو د ترهگرو د شتون په اړه معلومات ورکول خو په دا معنا وي چې ترهگر د لانجمنې کرښې نه د پاکستان اړخ ته شتون لري. څيړن کاران وايي که پاکستان د امريکه د غوښتنو سره سم چلن ونه کړي او د حقاني شبکې او نورو ترهگرو ډلو چې په کښې جماعت الدوه او جيش محمد هم شامل دي نو د ډریون حملو د نورو زیاتیدو امکان شته. جماعت الدعوه او جیش محمد ډلې په هند کښې په ترهگرۍ کښې ککړې دي. امريکه د هند سره د يوې لوظنامې تر مخه د ډرون ټيکنالوجي هم دغه هيواد ته ورکوي چې پاکستان پرې امريکه ته خپل خفگان څرگند کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG