لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیراعظم نواز شریف مشیر په واشنگټن کې د ناکامۍ سره مخامخ دی؟


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د خارجه چارو مشیر طارق فاطمي
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د خارجه چارو مشیر طارق فاطمي

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د خارجه چارو مشیر طارق فاطمي د تیرې یوې هفتې راهسې په واشنگټن کې دی چې د امریکې د نوي منتخب صدر ډانلډ ټرمپ حکومت سره تعلقات برابر کړي خو ډان ورځپاڼه په دې اړه خپل رپورټ کې وايي ښاغلی فاطمي د ښاغلي ټرمپ مرستیالانو په لیده کاته کې لا نه دی کامیاب شوی.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان وايي په واشنگټن کې د پاکستان سفارتخانې ویلي د فاطمي د ډانلډ ټرمپ معاونینو سره خبرې اترې تر اوسه د پروټوکول یا دداسې قسمه ملاقات د ادابو په سبب نه دي شوي.

د ورځپاڼې خبریال انور اقبال په دې اړه وی او ای ډیوه ته ویلي د وزیراعظم نواز شریف او د ډانلډ ټرمپ په ټیلي فون د خبرو اترو ورسته د ډانلډ ټرمپ مرستیالان د پاکستان په باره کې د احتیاط نه کار اخلي. هغه ويي نوازشریف او د ډانلډ ټرمپ خبرې اترې پاکستان د خپل گټې دپاره استعمال کړې.

په دې اړه نور تفصیل واشنگټن کې د وي او ای ډیوه خبریال افتخارحسین نه دلته اوریدی شئ:

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG