لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

امريکا او پاکستان دنيټو دسپلايۍ په تړون لاسليکونه کړي

د خیبر په لویه لاره د ناټو پر کاروان بیا برید شوی
د خیبر په لویه لاره د ناټو پر کاروان بیا برید شوی
دپاکستان په لارو افغانستان کښې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان درسد لپاره پاکستان او امريکا دنهې په ورځ دجوړجاړي په يادداشت( ايم او يو) لاسليکونه کړي دي.
پاکستان افغانستان کښې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان رسد په سلاله بريد دامريکا دخارجه وزيرې هيلري کلنټن له لوري په دريمه جولايۍ دبخښنې غوښتو وروستو بحال کړى ؤ.
تير کال دنومبر په 26مه نيټه دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په سرحدي امنيتي پوسته سلاله دنيټو يو فضائي بريد کښې ٢۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي وؤ، او ددغه پيښې څخه وروستو پاکستان احتجاجاً دنيټو ځواکونو لپاره پخپلو ځمکنو لارو دسامان رسد اودرولى ؤ.
دپاکستان په ځمکنو لارو افغانستان کښې دميشتو نيټو ځواکونو دکاروانونو دسفر دانتظاماتو په اړه دامريکا او پاکستان ترمينځ ترسره شوى دغه تړون دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دروانو نړيوالو هڅو برخه ده.
تير کال دمئ په دوهمه نيټه دپاکستان ايبټ اباد ښار کښې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد دامريکائي ځواکونو لخوا دترسره کړو خفيه عملياتو وروستو پاک امريکا اړيکو کې تاؤتريخوالى راغلى ؤ.
دپاکستان او امريکا ترمينځ دغه تړون يوه ورځ وړاندې له هغې ترسره شوى چې دپاکستان داستخباراتي ادارې ( ائي ايس ائي) مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام دسي ائي اى دمشر سره خبرو اترو لپاره دواشنگټن درې ورځنى سفر پيل کوي.
دپاکستان په پينډۍ ښار کښې ترسره شوي دغه تړون ترمخه به امريکا دائتلافي مرستو دپنگې لاندې پاکستان ته 1.1 بلين ډالر جاري کوي.
يو پاکستاني امنيتي چارواکي وئيلي دي دغه تړون اسلام اباد ته دڅه رقم سامان درسد دانکار يا مسترد کولو حق ورکوي او دڅارنې لپاره کنټينرو کښې سپيشل ريډيو چپس نصب کولو شي.
په اسلام اباد کښې دامريکا مرستيال سفير رچرډ هاگلينډ چې دواشنگټن له لوري يې په تړون لاسليک کړى دغه تړون يې دپاکستان او امريکا دحکومتونو ترمينځ دڅرگندوالي او صفا والي اظهار گرځولى دى.
پاکستاني طالبانو دنيټو په سپلايۍ دبريدونو دړکه کړې او دتيرې نهې په ورځ دخيبرايجنسۍ په جمرود سيمه کښې ديو بريد په مهال يو ډرائيور وژل شوى ؤ.
دپاکستان ددفاع سکتر چې دلاس ليک په دستوره کښې يې گډون کړى ؤ وائي ددغه تړون سره به دسيمې په ثبات کې مدد وشي او دا يې يو مهم کار گرځولى.

See all News Updates of the Day

محسن نقوي: "د چينايانو خوندي کول زمونږ فرض دي"‏

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په کراچۍ کې د چين کونسلګرۍ ته ورغلی، او ويلي یې دي "د چينايي وګړو امنيت ورته ډېر ګران دی، د ‏چينايانو د تګ راتګ دپاره جوړ پلان باندې عمل کولی شي او د چينايي وګړو خونديتوب زمونږ فرض دی". ‏

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ ویلي، محسن نقوي په کراچۍ کې د چين د کونسل جنرل يانګ يونډونګ سره ليدلي، ‏په دوه اړخيزه چارو او چينيايي وګړو د امنیت په اړه یې خبرې اترې کړي دي.‏

ويل شوي، د کورنيو چارو وزير، د چين کونسل جنرل پاکستان او په ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د چينايي وګړو د حفاظت دپاره پورته کړل شوو اقداماتو ‏باندې خبر کړی دی.‏

محسن نقوي ویلي، دښمن د پاکستان او چين دوستۍ ته د تاوان اړولو هڅې کوي، خو دغه ډول هر سازش به ناکاموي.‏

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د چین کونسل جنرل په امنيتي پلان د اطمينان څرګندونه کړې ده.‏
په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې د داسو ته روانه د چیني انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی وو، پینځه د چین ‏انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.‏

په هغه مهال د ملاکنډ ډویژن د پولیس مشر یا ډي آی جي محمد علي ګنډا پور ویلي وو چې برید کوونکو له باردو ډک ګادی د چیني انجینرانو د ګاډي سره ‏ټکر کړی وو.‏

تر دغې پېښې وروسته چین د پاکستان نه د شوي برید د بشپړه پلټنو او د خپلو وګړو د تحفظ غوښتنه کړې وه او هم یې له خپله انده د پېښو پلټنو لپاره یو ‏پلاوی د بیجنګ نه پاکستان ته لېږلی وو.‏

درې ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې بشام کې د چین په انجنیرانو شوي ځانمرګي برید کې د ککړتیا په تور یې د ‏تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څلور ترهګر نیولي دي.‏

سي ټي ډي ویلي وو، په نيول شوو ترهګرو کې د مرکزي ملزم عادل شهباز تعلق د افغانستان د ننګرهار ولایت جلال اباد سیمې سره، او د نورو پېژندګلو د ‏محمد شفیق قرېشي، زاهد قرېشي او نذیرحسېن په نومونو شوې او د هغوي تعلق د پښتونخوا د مانسهرې سیمې سره دی.‏

دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د پينځه جاپانيانو په ګاډي دوه ځانمرګو بريد کوونکو بريد کړی خو هغوی پکې روغ وتلي ‏وو.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند په انتخاباتو کې د درغليو د تور په اړه د عدالتي کمېشن د لارې د پلټنو غوښتنه کړې

پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) پاکستان کې د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ تور بیا تکرار کړی، وايټ پېپر یې جاري کړی او ‏غوښتنه یې کړې، عدالتي کمېشن دې د درغليو پلټنې وکړي، په درغلۍ کې ککړو کسانو پرضد کارروايي، او انتخابي اصلاحات دې وشي.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې د تحریک انصاف ګوند نه علاوه نورو سياسي ګوندونو هم د درغليو تورونه لګولي وو.‏

پاکستان کې د قانون جوړونې او روڼتيا ادارې پيلډاټ ويلي، د اتمې فرورۍ په انتخاباتو کې د تېرو دوو انتخاباتو په مقابله کې د روڼتيا کچه ټيټه ليدل ‏‏شوې ده، او په دغه کچه کې پرله پسې کمی په پاکستان کې د جمهوري عمل کمزوري کېدو علامت دی او په انتخابي نظام کې د ولس د اعتماد په ځای ‏‏کولو سمدستي اړتیا ظاهروي.‏

پيلډاټ ويلي و، د ‏‎2024‎م په عامو انتخاباتو کې په مجموعي ډول د روڼتيا کچه ‏‎49‎‏ فيصده وه کومه چې په ‏‎2013‎م کې 57 او 2018م کې ‏‎52‎ ‎ فيصده وه.‏

پيلډاټ د اتمې فرورۍ په انتخاباتو جايزه رپورټ خپور کړی دی.‏

په رپورټ کې په پوره انتخابي عمل کې د روڼتيا او احتساب د اقداماتو سېوا کولو سپارښتنه شوې او د الېکشن کېمشن نه غوښتنه شوې چې په ځانګړي ‏‏ډول د نتيجو د مرتب کولو، د هغې د رسولو او انضمام په حواله دې د ‏‎2024‎م په عامو انتخاباتو کې د شوي وروسته والي او خاميانو پلټنې وکړي.‏

امریکې، برتانيې او يورپي يونين هم د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده ‏‏کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.‏

خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي وو، د ناامنۍ د خطرو ‏‏له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.‏

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر علي خان پرون په اسلام اباد کې يوه خبري غونډه کې ويلي، په انتخاباتو کې د دوی ګټه په ماتې بدله ‏کړل شوې ده.‏

هغه ويلي، په انتخاباتو کې د درغليو په سر یې سپريم کورټ او الېکشن کمېشن ته خواستونه کړي خو نه دي اورېدل شوي ځکه دوی د ‏‎300‎‏ صفحو وايټ ‏پېپر جاري کوي.‏

تحريک انصاف ګوند د پاکستان په الېکشن کمېشن هم نيوکې کړي او د چيف الېکشن کمشنر څخه د استعفا غوښتنه یې کړې ده.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند وړاندې هم په الېکشن کمېشن او چارواکو یې کلک تورونه لګولي خو الېکشن کمېشن تل دغه تورونه رد کړي دي.‏

تېر ماسخوتن مذهبی سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ډلې هم په کراچۍ کې د ولسي اسمبلۍ په نوم جلسه کړې، او په انتخاباتو کې د درغليو تورونه ‏یې لګولي دي.‏

د پاکستان پوځ د جنوبي وزيرستان د جج په تښتونه کې ککړو "ترهګرو" وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې یې د استخباراتو په اساس عمليات کړي او درې "ترهګر" یې وژلي دي.‏

پوځ پرون د مې په دويمه نېټه ناوخته خپور کړي بیان کې ويلي، "وژل شوي ترهګر د ترهګرۍ په ګڼو پېښو او په وروستيو کې د جنوبي وزيرستان د ‏ډسټرکټ اېنډ سيشن جج په تښتونه کې ککړ وو".‏

د جنوبي وزيرستان سيشن جج/ قاضي شاکرالله مروت په ‏‎27‎م اپرېل د خېبرپښتونخوا د ټانک او ډېره اسماعيل ضلعو ترمنځ لوی سړک څخه تښتول شوی، ‏‏خو په بله ورځ بيا چارواکو ويلي وو، جج بيرته راخوشی کړل شوی دی.‏

د سي ټي ډي پوليسو ويلي وو، وسله والو جج په غېر مشروط ډول خوشی کړی، او هغه ‏خپل کور ته ستون شوی دی.‏ چارواکو په دغه اړه نور جزيات نه وو ‏شريک کړي چې جج د کوم ځای نه خوشی شوی او څنګه خوشی کړل شوی دی.‏

د تښتولو د پېښې وروسته د جج يوه ويډيو مخې ته راغلې وه، نوموړي پکې ويلي وو، طالبانو تښتولی او د هغوی ځينې غوښتنې دي د غوښتنو پوره کولو ‏‏پورې د خوشي کېدل ممکن نه دی.‏ نوموړي په ويډيو کې د پېښور هايکورټ د چيف جسټس، خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت سره د سپريم کورټ د ‏چيف جسټس نه د دغو غوښتنو پوره ‏کولو ويلي وو چې پوره یې کړي او د هغه خوشي کېدل يقيني کړي.‏

د جج د تښتولو مقدمه ډېره اسماعیل خان کې د سي ټي ډي تاڼه کې درج کړل شوې وه.‏ په مقدمه کې ويل شوي وو، د ‏‎25‎‏ نه تر ‏‎30‎‏ پورې د ټانک او ډېره ‏اسماعيل خان ترمنځ په لویه لار موټر سايکلې ودرولې وې او لاره یې تړلې وه.‏

د پاکستان پوځ ويلي، امنيتي ځواکونو او استخباراتي ادارو په ګډه عمليات کړي، د ترهګرو سره نښته شوې او درې ترهګر وژل شوي دي. ‏

د پوځي بيان ترمخه، د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو د عظمت عرف عظمتي، کرامت عرف حنظلا او رېحان په نومونو شوې ده.‏

د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي او د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې ‏‏اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.‏
‎ ‎
پاکستان کې د اپرېل په مياشت کې وسله وال بريدونه ‏‎38‎‏ فيصده سېوا شوي، تېره میاشت په ټول ملک کې په ‏‎77‎‏ وسله والو حملو کې د ‏‎31‎‏ امنيتي ‏‏اهلکارو په ګډون ټول ‏‎70‎‏ تنه وژل شوي او په ټولو ‏‎77‎‏ حملو کې ‏‎73‎‏ فيصده، ‏‎56‎‏ بريدونه يواځې په خېبرپښتونخوا کې شوي دي.‏

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) د اپرېل په ‏‏مياشت کې پاکستان کې د وسله والو بريدونو او پکې اوښتو مرګ ژوبلو په اړه خپور کړي رپورټ کې ويلي، د اپرېل په میاشت کې ترسره شوو وسله والو ‏ټولو بريدونو کې ‏‎73‎‏ فيصده، ‏‎56‎‏ حملې يواځې په خېبرپښتونخوا کې شوې، ‏د ‏‎26‎‏ امنيتي اهلکارو په ګډون پکې ‏‎17‎‏ ملکي وګړي وژل شوي او ‏‎19‎‏ امنيتي ‏اهلکارو په ګډون پکې ‏‎32‎‏ کسان ژوبل شوي وو.‏

ويل شوي د خېبرپښتونخوا په څلور ضلعو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې تر ټولو زياتې ‏‎22‎‏ حملې شوي دي. د رپورټ ترمخه د ‏‏خېبرپښتونخوا بندوبستي سيمو کې ‏‎31‎‏ او قبايلي ضلعو کې ‏‎25‎‏ حملې شوي دي.‏

د بلوچستان په پښین سیمه کې د وسله والو حمله - دوه پولیس افسران زخمیان شوي

فائل تصویر
فائل تصویر

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه پښين کې د وسلوالو په بريد کې دوه پوليس افسران ټپیان شوي دي.

د پوليس چارواکو په وينا، د زیارت/پنجشنبې په ماښام نامعلومو وسلوالو د پوليس چارواکو پر موټر بريد کړی چې په نتيجه کې يې په موټر کې ناست دواړه د پوليس افسران زخمیان شوي دي.

ټپي شوي افسران د درملنې لپاره د کوټې سيول روغتون ته رسول شوي.

د ځايي سرچينو په وينا، په ټپيانو کې د سرخاب صدر تهاڼې ايس اېچ او روزي خان زيات ټپي دی.

د ټپي شوو افسرانو شناخت د پي ډي ايس پي عين الدين او ايس ايچ او روزي خان کاکړ په نامه شوی.

يوه پوليس چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ډيوه ته ټيلي فون له لارې وويل چې دواړه افسران په شخصي موټر کې د پښين په تراټه نومي سيمه کې روان وو چې وسلوالو ورباندې ډزې کړې.

د پښين پوليسو د دوو تنو بريد ګرو د نيولو دعوه کړې او وايي چې له يوه تن څخه يې په بريد کې کارول شوې توپانچه هم تر لاسه کړې خو پوليس د نيول شوو کسانو په اړه نوم تفصيل ندی ورکول شوی چې دا څوک او ولې يې دا بريد تر سره کړی.

د يادې پېښې زمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم چا نده منلې.

د بلوچستان په پښتني سيمو کې زياتره وخت تحريک طالبان پاکستان د داسې پېښو زمه واري مني.

په پاکستان کې د شخړو او امنيتي مطالعاتو غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ فار کنفليټ اينډ سيکيورټي په نامه ادارې رپورټ دی چې په پاکستان کې د روان کال اپرېل مياشت کې 38 تشدد فيصده زيات شوي دي.

رپورټ کې ويل شوي په ټول ملک کې په 77 بريدونو کې 70 تنه مړه شوي دي.

د ادارې په رپورټ کې ليکل شوي په بلوچستان صوبه کې 16 ترهګريز بریدونو کې 21 تنه وژل شوي دي.

په وژل شوو کې 17 اولسي وګړي او څلور امنیتي ادارو عسکر شامل دي.

د اپريل پر دويمه د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه دوکۍ ټيکه دار ناله سيمه کې په يوه بمي چاودنه کې د دوو پوليس عسکرو په ګډون 20 تنه ټپیان شوي وو.

د دوکۍ د پوليس يوه چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط ډيوه ته وويل، "اول د کوېلې په یو ټرک چاودنه شوې چې کله هلته پولیس او ځایي خلک راغلل، نو دوېمه چاودنه وشوه چې یو تن په کې مړ او زیان نور په کې ژوبل شول."

د دغه برید ذمه واري بلوڅ وسلوال تنظیم بي ايل اې منلې ده

د زیارت/پنجشنبې په ورځ دویمه پېښه د بلوچستان په بلوڅ ميشته سيمه کوهلو کې شوې.

د ليويز چارواکو په وينا د لارې څنګ ته ښخ کړی شوي بم په چاودنه کې پر موټل سایکل سواره دوه کسان ټپیان شوي چې د یوه حالت له خطر سره مخ دی.

د نېشل پارټۍ مشر مختار باچا په حق رسېدلی، ملګري يې وايي سياسي ارمان یې نيمګړی پاتې شو

د نېشنل پارټۍ پخوانی صوبايي مشر مختار باچا نن په پېښور کې په حق رسېدلی او د ‏‎50‎‏ کالو نه سېوا مودې سیاسي مبارزه یې سرته رسېدلې. ملګري یې ‏وايي د مختار باچا چې څه ارمان وو، پوره نه شو.‏

د نیشنل پارټۍ پخوانی صوبايي مشر مختار باچا د اقتدار د سیاست په ځای په نظریاتي سیاست یقین لرلو او غوښتل یې ټول کيڼ اړخه يا د لفټ د ‏سیاسي سوچ لرونکي یو شي.

سياسي ملګري يې وايي، د هغه تر مرګه پورې دغه ارمان و خو پوره نه شو او د مختار باچا مړينه د مترقي پښتنو لپاره یو غټ سیاسي تاوان ګڼي. ‏

د مختار باچا یو پخوانی ملګری او سیاسي فعال انور زیب وايي، څنګه چې مختار باچا د ‏‎50‎‏ کالو راهسې سیاسي مبارزه د طالب علمۍ نه شورو کړې ‏وه،په ولسي سیاست یې خاتمه وشوه .هغه تل د ځپلې طبقې غږ پورته کړی، په سياست کې فعال پاتې شوی او غوښتل یې چې مترقي او شعوري سوچ ‏لرونکي راغونډ کړي.‏

‏"د نن دور چې کوم سیاسي حالات دي او کوم سماجي، معاشرتی حالات دي نو هغه خو به ډېر عجیبه غوندې او بې چېنه به و، او دغه کوشش یې و چې ‏کيڼ اړخه يو شي او څه شعوري مرکز یې جوړ شي نو د هغه دا خواهش و".

د مختار باچا یو بل ملګري نظام باچا وويل، اکثر به چې ناست وو سیاسي خبرې اترې به یې کولې. ‏

‏"باچا صېب د اجمل خټک نه ډېر متاثر و د هغه د افکارو نه، د هغه د شاعرۍ نه. او د هغه سره ناستې نه. د هغې نه پس دې دا چپ لاسې سیاسیت ته رجوع ‏وکړه. او کمیونسټ پارټۍ کې باچا صېب و. او کله چې نيپ جوړه شوه نو هم باچا صیب د هغې حصه و. قومي انقلابي پارټۍ کې هم و. د هغې نه پس د ‏نيشل پارټۍ صوبايي صدر و".‏

د مختار باچا کورنۍ د قامپاله سياست سره د ډېر وخت نه مل وه. د هغه پلار ميا ګل جان باچا د باچا خان او بيا د ولي خان د سياسي لارې مل و او باچا خان لا ولي خان چې کله بونېر او بيا د پيربابا سيمې ته راغلي نو د ميا ګل جان باچا مېلمانه پاتې شوي.

د بونېر په مترقي سوچ لرونکو کې مختار باچا د نورو ټولو نه وړومبی ياد شوی او د شوروي اتحاد په وخت کې د مختار باچا او د هغه د نزدې ملګرو په وجه بونېر ته لېټل ماسکو لا وړوکې ماسکو هم ويلی کېده.

د مختار باچا يو بل پخواني او همځولي ملګري فرید خان د هغه په مړينه د خفګان څرګندونه وکړه او وې یې ويل، "بیګانګي دې ملک کې خوره ده دې د لفټ ‏کارکنا نو کې، په دويم مارچ پروګرام و دی ناجوړه هم و باران هم و خو ده په تقریر کې وويل، چې ما د لفټ دکارکنانو رايو ځای کولو هلې ځلې کولې".‏

پښتون سياستوال افراسياب خټک په اېکس (پخواني ټويټر) د مختار باچا په مرينه ليکلي، ‏

‏"د کامرېډ مختار باچا د مړينې سره پاکستان کې د خواريکښ طبقې د مبارزې او ترقي پسند سیاست يو عهد تمام شو. هغه خپل ټول ژوند خپلو نظرياتو ته ‏وقف کړی او په سختو حالاتو کې د خپلې مبارزې څخه نه و په شا شوی، د مختارباچا مبارزه د ملک او سیمې د سياسي تاريخ نه هېرېدونکې برخه ده".‏

د عوامي نيشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان په خپله اېکس پاڼه ليکلي، ‏

‏"مختار باچه يو ثابت قدمه په مسلسل مبارزه يقين لرونکی سياسي کارکن و، هغه په خپل ټول ژوند نه يوازې د ځپلې طبقې دپاره غږ پورته کړی بلکې په ‏عملي مبارزه کې یې هم برخه اخستې، تکليفونه یې زغملي او په خپلو اصولو یې جوړجاړی نه دی کړی".‏

د تعليم مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي په اېکس ویلي، ‏

‏"مختار باچا د طبقاتي جدوجهد یو نه ستړی کیدونکی مبارز و. د محرومه او مظلومه قامونو کلک ملګری و. زمونږ لکونه خلک چې کله په ۲۰۰۹ کې د ‏سوات نه بې کوره‎ ( IDPs) ‎شو، نو مختار باچا او د هغه ملګرو د امن تحریک د پلېټ فارم نه زمونږ د بحالۍ د پاره غږ پورته کړو. د مختار باچا روښانه او ‏سپیځلی کردار به تل ژوندی وي".‏

پاکستان کې د بشري حقونو کېمشن هم د مختار باچا په مړينه د افسوس څرګندونه کړې ده. د مختار باچا نزدې ملګري وايي د هغه جنازه به د جمعې په سهار د پېښور په باغ ناران کې کيږي او بيا به يې مړی خپل کلي پاچا کلي ته د ښخېدو د پاره وړل شي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG