لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې نیول شوی د ترهګرۍ ملزم دې امریکې ته وه نه سپارل شي، د سپریم کورټ امر


رپورټ وايي د طلحه هارون د ګرفتارۍ په اړه چې کوم معلومات ترلاسه شوي ترمخه یې هغه د امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايی د یو چارواکي سره په امریکا کې د حملو په اړه خبرې کړې وې چې له امله یې خلاف مقدمه درج شوه او پاکستاني مامورینو نه د هغه په ګرفتارۍ کې د مرستې غوښتنه وشوه
رپورټ وايي د طلحه هارون د ګرفتارۍ په اړه چې کوم معلومات ترلاسه شوي ترمخه یې هغه د امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايی د یو چارواکي سره په امریکا کې د حملو په اړه خبرې کړې وې چې له امله یې خلاف مقدمه درج شوه او پاکستاني مامورینو نه د هغه په ګرفتارۍ کې د مرستې غوښتنه وشوه

د پاکستان سپریم کورټ امر کړی دی چې د امریکې په نیویارک ښار کې د حملې د سازش په لړ کې نیول شوی تن طلحه هارون دې امریکې ته وه نه سپارل شي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه سپریم کورټ وپوښتل چې که امریکا او پاکستان د مجرمانو د تبادلې معاهده نلري نو بیا پاکستان څنګه یو تن امریکې ته حواله کولی شي؟

د رپورټ ترمخه سپریم کورټ د ګل، دوشنبې، په ورځ د نیویارک په ټایمز سکویر کې د حملې په سازش کې نیول شوي طلحه هارون د مقدمې اورونه وکړه.
عدالت امر وکړو چې د بل امر پورې دې طلحه هارون امریکې ته وه نه سپارل شي او د سرکاري وکیل او خارجه دفتر نه یې نور معلومات وغوښتل. عدالت د امریکې او برطانيي سره د ملزمانو د تبادلې د معاهدو معلومات هم وغوښتل.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورت کې وايي د طلحه هارون د مقدمې د اورېدنې په مهال جسټس قاضي امین وویل که چېرې د ملزمانو د تبادلې په اړه د امریکې او د پاکستان معاهده نه وي نو بیا څنګه ملزم امریکې ته ورکړی کېدی شي؟ جج دا هم پوښتنه وکړه چې د کومو شواهدو په بنیاد دې ملزم امریکې ته وسپارل شي؟ هغه وویل پاکستان یو خودمختاره ملک دی څنګه خپل شهري ورکولی شي؟ هغه زیاته کړه قانون سره سم به د شهریانو تحفظ کوي.

سپریم کورټ پوښتنه وکړه چې د امریکې او برطانيي څومره ملزمان پاکستان ته سپارل شوي دي؟ په دې اړه دې حکومت معلومات وړاندې کړي.

د طلحه هارون وکیل وویل د اسلام اباد هايي کورټ ویلي وو چې امریکې ته د طلحه هارون حواله کوولو دپاره شواهد د قبلوولو وړ نه دي خو بیا د عدالت دننه اپېل کې امریکې ته د سپارل کېدو مخنیوي‌ دپاره د طلحه هارون خواست مسترد کړی شو او مېجسټرېټ ته د جرم د پلټنو دپاره د هغه کېس ولیږل شو.

د طلحه هارون وکیل سپریم کورټ ته وویل چې ویره ده چې مېجسټرېب به هسې په نوم عدالتي کاروايي وکړي او ملزم به امریکې ته ورکړي.

سپریم کورټ امر وکړو چې طلحه هارون دې امریکې ته ورنکړی شي او د مقدمې بلې اورونه دپاره یې دوه هفتې ورسته وخت ورکړو.

طلحه هارون څوک دی؟

د وي او ای د اردو څانګې رپورټ وايي په کال ۲۰۱۶ کې امریکې د دریو کسانو خلاف داعش سره د مرستې په مقدمه درج کړه چې پکې پاکستان نژاد طلحه هارون، د کېنېډي شهري عبدالرحمان البهنا ساوي او د فلپاین رسل سالک شامل وو. په دوی الزام وو چې د داعش فعاله غړي دي او په ۲۰۱۶ کې یې د نیویارک په ټایمز سکویر او د ځمکې لاندې په ټرانسپورټ نظام یې د حملو منصوبه بندي کړې وه.

د اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي قانون عملي کوونکو ادارو طلحه هارون په کال ۲۰۱۶ کې په کوټه کې ګرفتار کړو.

رپورټ وايي د طلحه پلار هارون الرشید د کوټې اوسېدونکی دی او څو کاله مخکې د معاش په لټون کې د خپلې کورنۍ سره امریکې ته تللی او هلته اباد شوی دی. د رپورټ ترمخه په کال ۲۰۰۲ کې د هارون الرشید په کورنۍ په ترهګرۍ کې د ککړتیا الزام ولګول شوی خو بیا وروسته دغه الزامات بېرته واخیستل شوو او کورنۍ یې ډیپورټ یا پاکستان ته بېرته ولیږل شوه. په پاکستان څه وخت د اوسېدو وروسته د هارون الرشید مېرمن او شپږ بچي بېرته امریکې ته لاړل خو هارون الرشید خپله او طلحه هارون په پاکستان کې پاتې شول.

طلحه هارون کله ګرفتار شو؟

وي او ای اردو څانګه خپل رپورټ کې وايي د امریکې په خواست پاکستاني مامورینو طلحه هارون په کال ۲۰۱۶ کې ونیولو خو څو میاشتې هغه بې درکه و. رپورټ وايي د طلحه هارون د ګرفتارۍ په اړه چې کوم معلومات ترلاسه شوي ترمخه یې هغه د امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايی د یو چارواکي سره په امریکا کې د حملو په اړه خبرې کړې وې چې له امله یې خلاف مقدمه درج شوه او پاکستاني مامورینو نه د هغه په ګرفتارۍ کې د مرستې غوښتنه وشوه.

د ګرفتارۍ نه پس طلحه هارون په اسلام اباد کې اېډیشنل ډپټي کمشنر عبدالستار عیساني عدالت کې پېش کړی شو او د یو شمېر اورېدنو وروسته امریکې ته د هغه د سپارلو خواست منظور کړی شو. خو د هغه پلار هارون الرشید د اسلام اباد هايي کورټ نه د کمشرن د حکم خلاف فېصله ترلاسه کړه او د هغه وخت راهسې طلحه په اډیاله چېل کې بند دی.

وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي د امریکې پخواني خارجه وزیر جان کېري پاکستاني مامورینو ته په یو خط کې =غوښتلي وو چې پاکستان دې طلحه هارون امریکې ته وسپاري.

د کال ۲۰۱۹ د می په میاشت کې د اسلام اباد هايي کورټ د یو شمېر اورېدنو وروسته فیصله وکړه چې د امریکې تفتیشي افسر دې په پاکستان کې انکوایري مېجسټرېټ مخې ته پېش شي، عدالت دې د امریکايي تفتیشي افسر او د طلحه هارون د وکیلانو دریځ واوري او په ۶۰ ورځو کې دې عدالت د فېصله وکړي چې طلحه هارون دې امریکې ته وسپارل شي او که نا؟ خو وفاقي حکومت د هايي کورټ د دغه فېصلې خلاف اپیل وکړو او د هايي کورټ د دوو ججانو ډلې د هايي کورټ دا فېصله ردکړه چې امریکايی تفتیشي افسر دې د مېجسټرېټ مخې ته حاضر شي. د هايي کورټ د فېصلې وروسته امریکې ته د طلحه هارون سپارل کېدل اسان ښکاره کېدل خو د هغه کورنۍ سپریم کورټ ته اپیل وکړو.

د امریکې او پاکستان ترمنځ د ملزمانو د تبادلې معاهده شته؟

وي او ای اردو څانګه خپل رپورټ کې وايي د امریکې او پاکستان ملزمانو د تبادلې معاهده نشته خو دواړو ملکونو په ماضي کې د یو بل سره مرسته کړې ده. په ۱۹۹۵ کې د نیویارک په ورلډ ټرېډ سېنټر د حملې د کوښښ په سر رمزي یوسف په پاکستان کې نیول شوی و او په ۱۹۹۷ د سي ايي ای په مرکزي دفتر د حلمې ملزم اېمل کاسي په ډیره غازي خان کې د نیول کېدو وروسته امریکې ته وسپارل شو.

دغه ډول امریکې د پاکستان د سمندري پوځ پخوانی مشر اېډمرل منصورالحق چې د کرپشن په سر مطلوب و پاکستان ته سپارلی وو.

د وي او ای د اردو څانګې په رپورټ کې وېل شوي چې د پاکستان پخواني صدر او پخواني پوځي مشر جنرل پرویز مشرف خپل کتاب "ان دي لاین اف فایر" کې اعتراف کړی چې د هغه په حکومت یو شمېر پاکستانیان امریکې ته ورکړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG