لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او پاکستان د لوې اختر په موقع د صدر غني د اوربند اعلان هرکلی کړی


امریکا او پاکستان د افغانستان صدر اشرف غني لخوا تیره ورځ اعلان شوي د لوې اختر مشروط اوربند هرکلی کړی.

د امریکا د خارجه چارو دفتر لخوا خپور شوي یو بیان تر مخه د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو د صدر غني لخوا اعلان شوي اوربند د اعلان هرکلی کړی او زیاته کړې يې ده، دغه اعلان د افغان ولس لخوا د سولې لپاره د پرله پسې هڅو یو ښکاره عمل دی.

د بیان تر مخه په افغانستان کې د وړوکي اختر په مهال شوي اوربند ښکاره کړې، افغان ولس په دغه هیواد کې روانه جګړه ختمیدل غواړي. مونږ تمه لرو یو بل اوربند به دغه هیواد امنیت ته نور هم نژدې کړي.

بیان زیاتوي امریکا او ملګري هیوادونه د افغان حکومت او افغان ولس لخوا د سولې لپاره دغه هڅو پوره پوره مرسته کوي او په طالبانو غږ کوو چې دوي هم دغه اوربند ته ځواب اوايي. مونږ او زمونږ ملګري هیوادونه هیله لرو چې افغان اولس به دا ځل د لوې اختر خوشحالۍ بې د څه ویرو او خطر په امن کې ولمانځي.

په بیان کې ښاغلي پمپیو ویلي امریکا د صدر اشرف غني د افغان طالبانو سره د سولې خبرو اترو ملاتړ کوي. مونږ دې ته تیار یو چې په دغه خبرو اترو کې هر قسمه مرسته وکړو او دغې ته حالات برابر کړو. د افغان حکومت او طالبانو تر مېنځه خبرو اترو کې هیڅ خنډ نشته.

د پاکستان لخوا د دغه اعلان هرکلی:

د امریکا تر څنګ پاکستان هم د افغان صدر لخوا د سولې مشروط اوربند هر کلی کړی.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت لخوا د اتوار په ورځ خپور شوي یو بیان کې ویل شوي پاکستان د افغانستان حکومت لخوا د لوې اختر په مهال اعلان شوي مشروط اوربند هرکلی کوي. بیان زیاتوي پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره کیدونکي ټولو هڅو ملاتړ کوي. د افغانستان اولس د سولې حق لري.

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا خپور شوي بیان کې په طالبانو هم غږ شوی چې د لوې اختر په مهال دې اوربند اعلان کړي او تشدد دې پریږدي چې د افغانان په پرامنه طریقه د لوې اختر خوشحالې ولمانځي.

د صدر غني لخوا د مشروط اوربند اعلان:

تیره ورځ (اتوار، یکشنبه) د افغانستان صدرمحمد اشرف غني د غازي امان الله خان په ماڼۍ کې د خپلواکۍ ۹۹ یمې کلیزې د لمانځلو په ترڅ کې، د طالبانو پر وړاندې په مشروط ډول د اوربند اعلان کړی.

صدر غني وویلي چې دغه اوربند به د گل ـ دوشنبې، د عرفې په ورځ شورو کیږي او تر میلاد نبي پورې (درې میاشتې) به په دې شرط دوام ولري چې وسله وال طالبان هم اوربند اعلان او عملي کړي.

ښاغلي غني ویلي: ٫٫ د دې لپاره چې هیوادوال لوی اختر په امن فضا کې تیر کړي، یو ځل بیا سر له سبا دوشنبې چې د عرفې ورځ ده، ترمیلاد نبوي پورې په دې شرط چې طالبان هم په دې مبارکو ورځو کې اوربند اعلان او عملي کړي، اوربند اعلانوم، او د دې اوربند اعلانول په دې معنا ده چې اوربند دوه اړخیزه وي او همداراز د دې اوربند دوام د طالبانو په دریځ پورې اړه لري.»

افغان صدر وایي چې د هیواد د وګړو د بیلابیلو بنسټونو په ځانګړې توګه له دیني علماوو، له سیاسي مشرانو او همداراز د سیاسي مشرانو له ګوندونو، مدني ټولنو، ځوانانو، په ۳۴ ولایتونو کې دسولې د عالي شورا له غړو سره ترمشورې وروسته او د نړۍ دیني علماوو غوښتونو ته په درناوي چې په حرمینو کې سره راغوند شوي وو، د اسلامي هیوادونو د سازمان او د حرمینو د خادم، د سعودي عرب د پاچا او د افغانستان د علماو سرتاسري شورا او همدا راز د سولې عالي شورا د غوښتونو او وړاندیزو ته په احترام سره یې، د اوربند په تړاو پریکړه وکړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي اوربند نه یوازې دغازي امان الله ناتمام فصل بشپړلو ته زمینه برابروي بلکې مونږ ته د پرمختګ د نوي فصل د پیل چانس راکوي.

ولسمشر غني له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د ریښتې سولې او امن لپاره د ولس غوښتنه ومني، مذاکراتو ته حاضرشي، ځکه افغان حکومت د سولې پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي او د ولس ارادې ته درناوی کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG