لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې امنیتي ادارو خبرداری کړی د صدارتي انتخاباتو په موقع تندروه ډلې حملې کولی شي


د ريپبلېکن پارټۍ صدر ټرمپ او په صدارتي انتخاباتو کې د ډېموکرېټک پارټۍ د هغه مخالف امیدوار جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ماښام په صدارتي مباحثه کې په یو بل نیوکې وکړې
د ريپبلېکن پارټۍ صدر ټرمپ او په صدارتي انتخاباتو کې د ډېموکرېټک پارټۍ د هغه مخالف امیدوار جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ماښام په صدارتي مباحثه کې په یو بل نیوکې وکړې

امریکايي امنیتي ادارو خبرداری کړی د ملک دننه پرتشدده تندروه ډلې اینده میاشت د صدارتي انتخاباتو په موقع حملې کولی شي او یو چارواکي ويلي بېلا بېل عناصر د سیاسي تاوتریخوالي، شهري بې امنۍ او د غلطو اطلاعاتو خپرولو خارجي کوښښونو په زریعه ګډوډي راپارولی شي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي او د ملک د امنیت ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سکیورټي (ډي اېچ اېس) په خپلو یاداشتونو کې ویلي د نومبر په دریمه نېټه کېدونکي انتخابات د رانژدې کېدو سره به د انتخاباتو سره تړلو هدفونو باندې د کور دننه د تندروه ډلو د حملو خطر زیاتیږي.

رویټرز ویلي امنیتي ادارو د انتخاباتو په موقع د حملو د خطر خبره تر اوسه پورې په داخلي مواصلاتو کې کړې ده خو د نیو جرزي ریاست د هوم لېنډ سکیورټي دفتر په یو غیر معمولي ګام کې دغه خبردارې په خپل وېب سایټ شایع کړو چې ډیره توجه ورته تر اوسه پورې نه ده شوي.

د نیوجرزي د دفتر مشر جېرډ مېپلز وویل د امریکې په تاریخ کې داسې څه نه دي شوي او که چېرې شوي هم وي نو دا به څو پېړۍ وړاندې وو.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي په ورستیو میاشتو کې په امریکا کې د نسلي تعصب خلاف مظاهرې په پراخه کچه پرامنه وې خو په ځینو موقعو د ښي او ګس (چپ) لاسه سخت دریځه ډلو ترمنځ پرتشدد نښتې شوي دي. رویټرز وايي تېره هفته صدر ډانلډ ټرمپ په دې خبرې د تبصرې نه ډډه وکړه که چېرې انتخابات وه نه ګټي نو آیا د اقتدار پرامنه انتقال ته به تیار وي او که نا؟

د نهې، سه شنبې، په ماښام په لومړۍ صدارتي مباحثه کې صدر ټرمپ دا خبره تکرار کړه چې د ډاک په زریعه ووټونه لانجمن او په صدارتي انتخاباتو کې د کړکېچ سبب جوړیدلی شي.

په صدارتي انتخاباتو کې د صدر ټرمپ مخالف او د ډېموکرېټک پارټۍ نامزد امیدوار جو بایډن وویل هغه به د انتخاباتو نتیجي مني.

رویټرز وايي د ډاک په زریعه په ووټونو کې د درغلۍ دستاوېز شوي کېسونه ډیر کم دي او ماهرین ګڼي چې د ډاک په ووټونو کې د جارجي قوتونو د لاس وهنې امکان ډیر کم دی.

رویټرز وايي اېف بي ايي په خپل داخلي یاداشت کې ویلي په حکومتي او انتخاباتو سره تړلو هدفونو د کور دننه بېلا بېل نظریات لرونکي تندوره ډلو د حملو خطر د ووټونو رانژدې کېدو سره زیات شوی. دا خبره لومړی یاهو نیوز رپورټ کړې وه. د اېف بي ايی ترجمانی ویلي اېف بي ايي د کور دننه امنیتي ادارو سره د ولس د تحفظ په خاطر معلومات شریکوي. ترجمانې د دې نه زیات نور څه وه نه وېل او د انتخاباتو په موقع د خطر په اړه د یاداشت په موضوع یې خبرې ونکړې.

د اګست په ۱۷ نېټه ډي اېچ اېس په خپل یو یاداشت کې وویل سخت دریځه نظریاتي ډلې د انتخاباتو په موقع فعاله کېدلی او تشدد کولی شي. دغه خبر هم لومړی یاهو نیوز رپورټ کړی خو او رویټرز ویلي په اړه معلومات لرونکي یو ادارې یو چارواکي یې تصدیق کړی دی.

د ډي اېچ اېس ترجمانې د رویټرز پام د ادارې مشر چاډ ولف هغه خبرو ته ورګرځوولو چې هغه پکې ویلي وو د تندروه ډلو او د انفرادي حملو د مخنيوي په لړ کې یې ادارې غېرمعمولي ګامونه اخیستي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG