لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د قطر امیر سره په وایټ هاوس کې ملاقات کوي


صدر بایډن
صدر بایډن

د امریکې صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ د قطر امیر شېخ تمیم بن حماد الثاني سره په وایټ هاوس کې خبرې کوي او مطبوعاتي رپورټونه وايي دا ملاقات په داسې حال کې کېږي چې یورپ د توانای د بحران سره د مخامخ کېدو ویره ده او امریکا غواړي چې قطر دې د ضرورت په وخت کې د یورپ د تاوانای کمی پوره کړي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي‌ یورپ د توانای د کړکېچ سره په داسې حال کې مخامخ کېدلی شي که چېرې روس په یوکرېن پوځي یرغل وکړو.

وایټ هاوس ویلي صدربایډن او شېخ الثاني به د افغانستان او د منځني ختیځ د امنیت په موضوع هم خبرې کوي.

ای پي دا هم وايي چې افغانستان نه د امریکې په انخلا کې هم قطر مرکزي کردار ادا کړی دی او په منځني ختیځ کې د امریکې تر ټولو لوی پوځي مرکز هم په قطر کې دی.

قطر په دنیا کې د مایع قدرتي ګېس یا اېل اېن جي برامد، صاروونکی، دویم لوی ملک دی او ای پي وايي د یورپ د تاوانای د کړکېچ په مهال یوارې بیا د صدر بایډن د حکومت مرستې ته تیار دی خو دا مرسته په محدوده کچه کولی شي.

شېخ تمیم بن حماد الثاني
شېخ تمیم بن حماد الثاني
په واشنګټن کې د مېډل اېسټ انسټېټیوټ څېړنې ادارې څېړوونکی یاسر المالېکي وايي افغانستان نه د امریکې د انخلا وروسته قطر امریکې سره خپل تعلقات نور ښه کول غواړي خو دا ځل به ورته ګرانه شي ځکه چې قطر اضافي ګېس نه لري چې یورپ ته یې ورکړی شي.

قطر زیاتره ګېس اېشیايي ملکونو ته ورکوي او که چېرې جاپان، هندوستان او جنوبي کوریا ته هم وویل شي چې قطر نه چې کوم ګېس اخلي څه برخه دې يورپ ته ورکړي، خو ای پي وايي په داسې صورت کې به هم قطر ډیر لږ ګس یورپ ته د ورکولو جوګه شي.

د صدر جوبایډن او د قطر امیر شېخ تمیم بن حماد الثاني په ملاقات کې د افغانستان، د منځني ختیځ د امنیت او د ایران اېټمي معاهدې په اړه د خبرو ترڅنګ ای پي وايي تر ټولو اهمه موضوع به د یورپ د تاوانای په اړه په بیړنۍ توګه منصوبه سازي کول دي.

ای پي وايي يه یوکرېن د روس د یرغل د خطر له امله په يورپ کې د اېل اېن جي قیمتونه ختي دي. روس چې د یورپ د ګېس څلوېښت فیصد ضرورت پوره کوي تېر کال په اخېره کې یورپ ته په رسد کې 25 کمی کړی دی.

د ای پي ترمخه په یوکرېن د روس د حملې په نتیجه به امریکا او یورپي اتحادیا په روس اقتصادي پابندۍ لګوي چې په نتیجه کې به په نړیواله کچه د تېلو او ګېس کمی رامنځته شي، قیمتونه به یې زیات شي او په نړیوال اقتصاد به یې منفي اثر وغورځیږي.

د ای پي د رپورټ ترمخه د صدر بایډن د حکومت مامورینو دا نه دي ویلي چې د یوکرېن په اړه خبرو کې به صدر بایډن د قطر د امیر نه په خصوصي توګه څه غوښتنه کوی؟

د رپورټ ترمخه روس دا خبره تکرار کړې ده چې په یوکرېن د یرغل اراده نه لري خو د صدر بایډن حکومت خبرداری کړی دی چې په یوکرېن د روس حمله کېدوونکي ده.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG