لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزارت: په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو خلاف د وسله والو حملې دوام لري


د احمدیانو، شیعه گانو او د نورو اقلیتونو ترڅنگ سټیټ ډپارټمنټ په خپل رپورټ کې په کوټه کې د هزاره ټولنې په غړو د حملو هم ذکر کړی
د احمدیانو، شیعه گانو او د نورو اقلیتونو ترڅنگ سټیټ ډپارټمنټ په خپل رپورټ کې په کوټه کې د هزاره ټولنې په غړو د حملو هم ذکر کړی

د امریکې خارجه وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلیز رپورټ کې په پاکستان کې د اقلیتونو په صورتحال تشویش څرگنده کړی او ویلې يې دي چې په کال ٢٠١٨ کې هم وسله والو ډلو د شیعه او احمدي ټولنو خلاف حملو ته دوام ورکړی و خو د ٢٠١٧ په مقابل کې د تشدد دغه کچه ټیټه شوي وه.

په کال ٢٠١٨ کې په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه رپورټ د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د جمعې په ورځ په واشنگټن کې شائع کړو. په رپورټ کې د پاکستان نه علاوه په شمالي کوریا، ایران، روس، میانمار، چین او ازبکستان کې د انساني حقونو په سرغړونو هم د تشویش څرگندونه شوې ده

په رپورټ کې د چین په سنکیانگ صوبه کې د مسلماناو سره د سلوک ذکر هم شوی دی. مایک مامپېیو وویل په سنکیانگ کې یو میلین مسلمانان چینايي مامورینو په کېمپونو کې بند کړې دي او سټېټ ډپارټمنټ په رپورټ کې وویل شو د سنکیانگ د ویغور مسلمانانو مذهبي ازادۍ د خطر سره مخامخ ده.

د سټېټ ډپارټمنټ رپورټ وايي که څه هم د پاکستان ائین وايي د ملک قوانین به د اسلام دلاندې وي او هر شهري ته د مذهب د ازادۍ ضمانت ورکوي. خو بلخوا دا هم وايي چې څوک هم ځان د احمدي یا لاهوري ډلې سره تړی نو هغه "غیر مسلم" دی.

سټېټ دپارټمنټ وویل عدالتونو د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې سزاگانو نه دوام ورکړی و او د پاکستان د مدني ټولنې ترمخه، ٧٧ کسان د مذهب د سپکاوي په الزام په زندانونو کې وو او ٢٨ کسانو ته پکې د مرگ سزاگانې اورول شوې وې.

د سټېټپ ډپارټمنټ رپورټ د غیر حکومتي ادارو، اېن جي اوز، په حواله وايي په کال تېر کال کې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې اووه نوي کېسونه پولیس درج کړي وو.

په رپورټ کې د اسیه بي بي د سپریم کورټ په امر د ازادۍ او د دې خلاف د تحریک لبیک نومې تنظیم د مظآهرو ذک‏ر هم شوی دی. آسیه بي بي ته په کال ٢٠١٠ کې د مذهب د سپکاوي قانون دلاندې یو عدالت د مرگ سزا اورولي وه خو سپریم کورټ تیر کال د هغې سزا ختمه او هغه یې ازاده کړه.

د انساني حقونو تنظیمونه د پاکستان نه غوښتنه کوي چې د مذهب د سپکاوي په قانون کې دې اصلاح وکړي چې دا رنگ دا قانون بې ځایه او په شخصي دښمنۍ کې استعمال نشي.

مذهبي ډلې په قانون کې د اصلاحاتو مخالفت کوي.

سټېټ ډپارټمنټ په خپل رپورټ کې وویل د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د وزیراعظم عمران خان په کابینه کې د مذهبي هم اهنگۍ وزیر نورالحق قاد‏ري وویل حکومت به د مذهب د سپکاوي قانون کې د اصلاحاتو په کلکه مخالفت کوي.

سټېټ ډپارټمنټ په خپل رپورټ کې وویل په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو مشران وايي غړي یې په تعلیمي ادارو، حکومت محکمو او شخصي ادارو کې د کار په وخت تعصب سره مخامخ کیږي.

د سپټمبر په میاشت کې د حکومت اقتصاد پوهه میا عاطف د اقتصادي چارو مشیر وگمارلو خو د مذهبي گوندونو د مخالفت وروسته، میا عاطف د دندې څخه لرې کړی شو چې د هغه تعلق د احمدي ټولنې سره و. د اکتوبر په میاشت کې د پاکستاني حکومت د مذهبي هم اهنگۍ وزیر په یوه غونډه کې وویل حکومت به د همیشه د احمدیانو خلاف وردیږي. د مارچ په میاشت کې د اسلام هايي کورټ یو امر جاري کړو چې هر څوک چې د په پوځ، عدلیه او یا بله کومه سرکاري ملازمت کول غواړي نو د خپل عقېدې په اړه به حلفیه بیان ورکوي. عدالت د پارلیمنټ نه غوښتنه وکړه چې داسې قانون سازي دې وکړي چې احمدیان اسلامي کلمې او د اسلام سره تړلې نومونه استعمال نه کړی شي.

د امریکې د خارجه وزارت بیان وايي وسله والې ډلې چې خپله د پاکستان حکومت پرې پابندي لگولې ده او امریکې او نورو خارجی حکومت ترهگر بولي دې په عیسایي او شیعه ټولنې او نورو اقلیتونو حملو ته دوام ورکړی دی.

د سټیټ ډپارټمنټ رپورټ د ساوت ایشیا ټېرر ارزم پورټل نومې وېب پاڼې په حواله وايي چې د ٢٠١٧ په مقابل کې په کال ٢٠١٨ کې فرقه ایزو حملو او په مجموعي توگه په ترهگرۍ کې کمی راغلی و.

په رپورټ کې د نومب په ٢٣ نېه د خېبرپښتونخوا په اورکزو کې د شیعه ټولنې په جومات د یوې حملې ذکر شوی دی چې پکې د یو شمېر سک مذهب منونکو په شمول ٣٣ کسان ووژل شو. د حملې ذمه واري داعش واخیسته.

د امریکې د خارجه وزارت ترمخه، د اورکزو نه علاوه په ډیره اسماعیل خان او د خېبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د شیعه مسلک منونکو خلاف د حملو رپورټونه ترلاسه شوي وو.

د سږ کال د اپرېل د میاشت په دویمه نیټه د داعش سره تړلې تړلې وسله والو په کوټه کې د عیسايي ټولنې د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژلو ذمه واري ومنله.

سټېټ ډپارټمنټ وویل که څه هم حکومت د ترهگرۍ خلاف خپله قامي تگلارې د عملي کولو کوښښونه کول د سخت دریځۍ او د نفرت نه د ډکو تقریرونو خلاف یې گامونه پورته کول او پوځ او نورو امنیتي ادارو د وسله د ترهگرو ډلو خلاف عملیات کول خو د احمدي ټولنې ترمخه، حکومت په دې کې ناکامه شوي و چې د احمدیانو خلاف د راپارونکو اشتهارونو، تقریرونو او د تشدد مخه ونیسي. رپورټ وايي د احمدیانو خلاف د دغو چارو معلومات حکومتي مامورینو ته ورکړی شوي وو خو داسې ښکاري چې عمل پرې نه و شوی.

سټیټ ډپارټمنټ په خپل رپورټ کې وویل د پاکستان مدني ټولنې په هېواد کې د ټولنو د تحفظ په اړه تشویش لري.

د احمدیانو، شیعه گانو او د نورو اقلیتونو ترڅنگ سټیټ ډپارټمنټ په خپل رپورټ کې په کوټه کې د هزاره ټولنې په غړو د حملو هم ذکر کړی دی او وايي یوازې د اپرېل په میاشت کې د هزاره ټولنې په غړو څلور بېلا بېلې حملې شوي وې چې پکې د هزار ټولنې شپږ غړي ووژل شو. ساوت ایشیا ټېررازم پورټل وايي د ٢٠١٧ په مقابل کې په کال ٢٠١٨ کې د هزاره ټولنې خلاف حملې کمې شوې وې.

سټېټ ډپارټمنټ وايي د انساني حقونو فعالانو د مذهب د سپکاوي سره تړلې یو شمېر حملې هم رپورټ کړې چې پکې په زور د خلکو د مذهب د بدولو او اسلام ته د اړولو پېښې هم شاملې وې. په کال ٢٠١٨ کې په پاکستان کې د اقلیتونو په عبادتخانو، مقدس ځایونو، مقبرو او مذهبي علاماتو د حملو رپورټونه هم ترلاسه شول.

سټېټ ډپارټمنټ وویل د وزارت چارواکو او په پاکستان کې امریکايي سفارتکارانو د وزیراعظم عمران خان مشیرانو او نورو لوړ رتبه مامورینو سره ولیدل او د دې خبرې په ضرورت یې ورسره خبرې وکړي چې په هیواد کې موجود اقلیتونو نو ته دې تحفظ ورکړی شي او د مذهب د سپکاوي خلاف قانون کې دې اصلاحات ورکړی شي.

رپورټ وايي د امریکې د حکومت مامورینو پاکستان د سفرونو په مهال د هېواد حکومتي مامورینو سره د احمدي، عیسايي، هندو، سک او د نورو اقلیتونو غړیو سره د کېدونکي سلوک په اړه وغږېدل.

د تېر کال د نومبر د میاشت په ٢٨ مه نېټه د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو سره د سلوک په بنیاد پاکستان د "خاص تویش ملک" وټاکلو.

پاکستان په سمدستي توگه د سټېټ ډپارټمنټ رپورټ ته څه ځواب نه دی ویلي خو پاکستاني مامورین په هیواد کې د اقلیتونو په اړه خارجي تشویش ردوي او وايي په هېواد کې مذهبي اقلیتونه قانوني ازادي او تحفظ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG