لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکایان د شکرانې ورځ لمنانځي


د شورو یا د چارشنبې په ورځ په یوه دستوره کې صدر براک اوباما دواو خړتمي چرگانو ته روایتي معافي ورکړه. د انسټ او ایب په نوم دغه چرگان به عام اولس د نندارې دپاره یو فارم ته لیږلی کیږي

امریکا کې نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د تینکس گوینگ یا د شکر ادا کولو دستوره لمنانځلی کیږی.

دا په قامي کچه د رخصتۍ ورځ وي، دفترونه او سکولونه بند وي او کورنۍ، خپل خپلوان او ملگري په خصوصي توگه تیار شوو روایتي خوراکونو رایوځائې کیږي او په بازارونو کې په رعایتي نرخونو سوداگانې خرڅیږي.

د تینکس گوینگ د نومبر د میاشت په اخیري زیارت یا د پنجشنبې په لمنانځلی کیږي چې د هالي ډی یا د کال د اخیره پورې د خوشحالۍ د موسم ابتدا هم کوي.

د تینکس گوینگ په خصوصي خوراکونو کې د ټرکي یا د غړتمي چرگ پخول هم شامل وي.

په وائټ هاوس یا سپینه ماڼۍ کې هرکال د امریکا صدر یو خړتمي چرگ ته معافي ورکوي، په علامتي توگه دغه خړتمی د حلالیدو او پخیدو نه بچ شي.

د شورو یا د چارشنبې په ورځ په یوه دستوره کې صدر براک اوباما دواو خړتمي چرگانو ته روایتي معافي ورکړه. د انسټ او ایب په نوم دغه چرگان به عام اولس د نندارې دپاره یو فارم ته لیږلی کیږي.

چرگانو ته د معافۍ ورکولو نه علاوه صدر اوباما قام ته دا باور هم ورکړو چې ترهگرۍ د حملو په اړه دې پریشانه کیږي نا او د تینکس گوینگ خپلې دستورې دې د معمول سره سمې په وړاندې بوځي.

د شورو یا چارشنبې په ورځ د قامي سلامتیه په اړه د یوې غونډې ورسته، صدر اباما وویل هیواد کې د ترهگرۍ په اړه څه مخصوص معلومات نشته.

XS
SM
MD
LG