لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د دویمې مواخذې مقدمه نن شروع کېږي


په ټرمپ باندې تور لګول شوی چې یوه میاشت وړاندی یې خپل پلویان هغه وخت راپارولي وو کله چې د کانګرس په ودانۍ کې د کانګرس غړو د کال دوه زره شلم د صدارتي انتخاباتو نتېجې په رسمي ډول منظورولې
په ټرمپ باندې تور لګول شوی چې یوه میاشت وړاندی یې خپل پلویان هغه وخت راپارولي وو کله چې د کانګرس په ودانۍ کې د کانګرس غړو د کال دوه زره شلم د صدارتي انتخاباتو نتېجې په رسمي ډول منظورولې

د امریکې د کانګرس په اېوان بالا یا سینټ کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په دویم وارې د مواخذې تاریخي مقدمه د نهې، سه شنبې، په ورځ پېل کیږي.

په ټرمپ باندې تور لګول شوی چې یوه میاشت وړاندی یې خپل پلویان هغه وخت راپارولي وو کله چې د کانګرس په ودانۍ کې د کانګرس غړو د کال دوه زره شلم د صدارتي انتخاباتو نتېجې په رسمي ډول منظورولې. په انتخاب کې هغه وخت صدر ټرمپ ته د ډېموکریټ ګوند جوبايډن ماتې ورکړی و.

په واشنګټن کې د صدر ټرمپ په حق کې مظاهره کونکو وراني ته لاس واچولو او د کانګرس ودانۍ ته ورننوتل، دروازۍ او کړکۍ يی ماتی کړې، د کانګرس د ځینو غړو په دفترونو کې يې لوټ مار وکړو او پولیس سره ی نښتې وکړې. په الغاو تلاغاو کې پنځه کسان مړه شول. په مړو کې یو د کېپیټل هل یا د کانګرس د ودانۍ د پولیس یو افسر وو چې دا وخت يې د قتل پلټنې پیل شوي دي او بله په ډزو وژل شوي یو مظاهره کونکي ده.

په کانګرس کې د اړي ګړي په سر د پخواني صدر خلاف د مواخذې مقدمه واک من ډېموکرېټک ګوند شروع کړې ده. د ډېموکرېټک ګوند غړو په اېوان زېرین یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې چې دوی پکې اکثریت لري د ډانلډ ټرمپ د مواخذی قرارداد منظور کړی دی.

په سینټ کې د ریپبلکن او ډېموکرېټک ګوند غړي په برابر تعداد کې موجود دي. د امریکې د یوې مودې لپاره د پاتي شوي صدر د مواخذې په اړه دا غړي د عجیبه صورتحال سره مخامخ دي. ځکه چې زیاتره غړي په شپږمه جنورۍ د الغاو تلغاو خپله شاهد دي، دوي دغه وخت خپله د سینټ د خپلو چوکو نه محفوظ ځایونو ته منډه وهلې وه.

د مواخذې لپاره د کانګرس په دریو کې د دوو برخو اکٍریت پکار وي. دا ځل صدر په هغه صورت کې مواخذه کیدل شي، که چرې د ډیموکریټ ټول غړي صدر د ذمه وار بللو لپاره ووټ ورکړي او د ریپبلکن ګوند اوولس غړي هم د خپل ګوند د صدر خلاف راېی ورکولو کې د دوي سره ملګري شي.

ډیر امکان دی ټرمپ به په دې مقدمه کې بري شي، لکه څنګه چې د تیر نومبر د انتخاباتو وړاندې د بايډن او د یوکرین په معامله کې دې بري شوی وو.

که څه هم نتیجه رامخې ته شوه، خو د امریکې په دوه سوه کاله اوږد تاریخ کې ټرمپ هغه یواځنې صدر دې چې په دوه وارې مواخذه شوی دې.

د کانګرس په ودانۍ د یرغل یوه هفته وروسته د ایوان نمایندګان د یو سل اووه نوي غړو په مقابله کې دوه سوه دوه دیرشتو غړو خلک یرغل ته د راپارونې په سر ټرمپ تورن بللی وو. د ریپبلکن ګوند غړو هم د صدر ټرمپ خلاف رای ورکړې وه. د جنورۍ په شلمه نیټه بایډن د امریکې د شپږ څلويښتم صدر په حیث څوګن پورته کړو او ټرمپ خپله چوکۍ پریښودله او تر دې دمه په فلوریډا کې وسي.

د ډیموکرېټک پارټۍ غړي غواړي چې ترمپ د مقدمې لپاره سینټ کې د خپلې دفاع لپاره پیش شي خو ټرمپ انکار کړی دی. او دا امکان هم نشته چې ټرمپ به د مقدمې په وخت دغلته موجود وي. دا مقدمه به تر د یوې هفتې پورې جاري وي، او دا امکان هم لري چې دا موده وغزولی شي.

د ډیموکریټس ګوند اکثریتي ایوان نمایندګان نه ټاکلي شوي نهه منیجران چې د ټرمپ خلاف کیس سینټ ته وړی دی زیاتره پخواني سرکاري وکیلان پاتې شوي دي. دوي دعوه کړې ده چې ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي وو چې په کېپيټل هل کې د ده په انتخاباتو کې د شکست مخالفت وکړي ځکه په دې وجه ټرمپ په یواځې سر د دې رامخې ته شوي الغاو تلغاو ذمه وار دې.

ټرمپ د خپلو مرستیالانو غوښتنه کړې وه چې په شپږمه جنورۍ دې واشنګتن ته ورشيږ

کېپېټل هل ته د ورتللو وړاندې وايټ هاوس سره نیزدې ټرمپ مظاهره کونکو ته وینا کې یووارې بیا خپل ناتایده دریځ تکرار کړی و چې په انتخاباتو کې د ټګۍ د لارې د څلورو نورو کالو پورې د صدر پاتې کیدلو نه لرې کړل شوی دې.

په یوه بله موقع ټرمپ تر یوې نه زیاتې ګهنټې پورې د خپلو پلویانو نه غوښتنه کړې وه چې په پرامنه توګه او د وطن سره د مېنې په جذبه دې ا لاریون وباسي او خپل اواز دې کانګرس ته ور ورسوي.

د مقدمې نه وړاندې د ایوان نمایندګان منیجرانو په یوه لنډه قانوني وینا کې ویلي چې صدر ټرمپ بغیر د څه شک شبهې د جنورۍ د شپږمې نیټې ذمه وار دی او دا چې د پخواني صدر خوي دې په صفا او په ښکاره ټکو کې د نه منلو وړ وبلل شي.

د امریکې ائین د یو داسې چارواکي د لرې کولو اجازت ورکوي چې په لوې جرم یا د قانون نه پرته ګامونو کې ککړ وموندل شي. د ټرمپ دوو ډیرو تجربه کار وکیلانو ډیوډ شوین او بروس کاسټر دریځ لري چې ټرمپ نور صدر نه دې پاتې ځکه دې د چوکۍ نه نشي لرې کیدلی او د هغه په ضد د مواخذې مقدمه غیرائیني کار دې.

سینټ د دې نه وړاندې هم د يو پخواني چارواکي د چوکۍ پریښودلو نه ورستو د مواخذې مقدمه کړی ده. په کال اتلس سوه شپږ اویایم کې یا د ټرمپ په کیسه کې. د ایوان نمایندګان وکیلان وايي چې ایوان ټرمپ هغه وخت مواخذه کړس وو کله چې هغه لا صدر و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG