لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: دوه سوو نه زیات کسان په چارټر شوې طیارې کې قطر ته ورسول شول


د کابل نه څه دپاسه دوه سوه و دېرش (۲۳۰) تنان نور هم په چارټر شوې طیاره کې قطر ته ورسول شول. دا خبره د قطر یو چارواکي د اتوار/یکشنبې په ورځ وکړه. پس له هغه چې تېره میاشت ټول امریکایي عسکر له افغانستانه ووتل، د بهرنیو شهریانو د انخلا چارې ټکنۍ شوې او بیا د شخصي کمپنیو هوایي جهازونه په چارټر توګه کرایه واخېستل شول چې افغانستان کې بهرنیان او د هغو اتحادیان بهر ملکونو ته راوباسي. د تېرې میاشتې راهیسي، دا څلورمه طیاره ده چې د طالبانو تر واک اختیار لاندې افغانستان نه د امریکا او یورپ وګړي، او د هغو افغان اتحادیان قطر ته رسوي.

د قطر د خارجه وزارت یوې مرستیالې، لولوة راشد الخاطر، پخپل ټوېتر ولیکل چې په دې څلورم جهاز کې چې د قطر ائیروېز طیاره وه، د جرمني، بلجیم، آېرلېنډ، کېنېډا، فرانس، اېټلي، برطانیې، فېنلېنډ، او نېډرلېنډ وګړي هم سپاره و.

یو بل قطري چارواکي بیا وویل چې په دې طیاره کې دوه سوه و شپږدېرش (۲۳۶) مساپر ولېږدول شول چې د اګسټ د ۳۱مې راهیسي، یعنې پس له هغه چې امریکا او اتحادیان یې ټول له کابله ووتل، دا تر ټولو لویه شمېره خلک و چې په یو جهاز کې له افغانستانه قطر ته ورسېدل.

د قطر دغه چارواکي زیاته کړې ده چې، «قطر به په دې کوششونو کې چې افغانستان کې د تګ راتګ آزادي یقیني کړي، له نړېوالو شریکانو سره خپله همکاري جاري وساتي، او په همدې حال کې به هلته له مختلفونو اړخونو سره هم په دې کار وکړي چې د افغانستان د عمومي پرمختګ دپاره لاره هواره شي.»

یاده دې وي چې له افغانستانه په نویو چارټر شویو هوایي جهازونو کې قطر ته وړل شوي کسان، په سرښار دوحه کې ساتل کیږي، چېرته چې تر دې وړاندې د انخلا په مېشن کې افغانان او نور انخلا شوي کسان هلته اوسیږي. دوی (غیرافغان وګړي) به د یوې مودې وروسته، خپلو خپلو ملکونو ته او افغان اتحادیان به یې د نوي ژوند د پیلولو دپاره یو درېیمګړي ملک ته ورسول شي.

قطر د مغرب او طالبانو ترمنځ د یو لوی منځګړي په توګه راڅرګند شوی دی. قطر چې د خلیج په غاړه یو وړوکی عرب ملک دی، د امریکا نږدې اتحادي پاته شوی او هلته کې د منځني ختیځ په کچه د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه هم شته. قطر همدا راز د ۲۰۱۳ کال راهیسي، د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه هم دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG