لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنټاګان: امریکا په افغانستان کې د طالبانو په وروستیو پرمختګونو فکرمنده ده


هرات ښار ته نږدې پخوانیو مجاهدینو د طالبانو په ضد بیا وسله رااخیستې او د حکومتي قواوو سره مرسته کوي
هرات ښار ته نږدې پخوانیو مجاهدینو د طالبانو په ضد بیا وسله رااخیستې او د حکومتي قواوو سره مرسته کوي

د امریکا د دفاع وزارت – پنټاګان – وایي چې دوی په افغانستان کې د طالبانو لخوا ورځ تر بلې د لا زیاتو سیمو د قبضه کېدل «په ژورې فکرمندۍ» سره څاري. د پنټاګان ویاند جان کربي د اتوار/یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز سنډې پروګرام سره په خبرو کې وویل: «اوس دا وخت رارسېدلی چې [د افغانستان حکومتي عسکر] رامخ ته شي او د خپل ملک دفاع وکړي. دا د ذمه وارۍ شېبه ده.»

جان کربي په داسې وخت کې دا خبرې کړي چې په افغانستان کې پاته امریکایي عسکر هم د صدر جو بایډن په امر، په تېزۍ سره له افغانستانه په وتو دي او افغانستان کې د طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.

امریکا په تېرو څه دپاسه شلو کلونو کې افغانستان سره د بلینونو ډالرو وسلو او وسایلو امداد کړی چې وکړی شي د خپل ځان دفاع وکړي، خو اوس چې تمه ده د اګسټ تر ۳۱مه امریکایي عسکر افغانستان کې خپل ماموریت ختم کړي، د افغانستان د کنټرول په اړه ورځ تر بلې اندېښنې زیاتیږي.

د افغانستان د ځایي رسنیو په حواله، د اتوار/یکشنبې په ورځ د لسو ولایتونو سرښارونو سره څېرمه جګړې روانې وې او طالبانو په غور ولایت کې د دوو نورو ولسوالیو د نیولو دعوه کړې ده. همدا راز افغان حکومت ویلي چې په تېره یوه شپه و ورځ کې یې دو سوه طالبان وژلي او سل تنه نور یې زخمیان کړي دي.

طالب یاغیان دعوه لري چې د هېواد ٪۸۵ خاوره یې په قبضه کې ده، خو د دوی دا دعوه تصدیق کېدلی نشي. فاکس نیوز اټکل کړی چې دیارلس ۱۳ میلنه افغانان د طالبانو تر کنټرول لاندې، لس میلینه یې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې، او نهه میلینه نور یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې دواړه اړخونه ورباندې د کنټرول دعوه لري. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د فاکس نیوز سره په خبرو کې، دا اټکل رد نکړ.

امریکا اول ځل په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان یرغل وکړ چې هدف یې د هغو مرکزونو نیول و کوم چې د القاعده ډلې ترهګر پکې د ستمبر ۱۱مې نیټې د بریدونو دپاره روزل شوي و. په هغو بریدونو کې چې ترهګرو د تښتول شوو طیارو په ذریعه امریکا کې ترسره کړل، نږدې درې زره (۳۰۰۰) کسان وژل شوي و.

جان کربي د اتوار/یکشنبې په ورځ مرکه کې وویل چې د افغانستانه د امریکایي قواوو د وتلو نه پس هم د امریکا د پوځ کمانډران به وکړی شي چې په نورو ملکونو کې له خپلو پوځي مرکزونو څخه افغان ځواکونو ته مشورې ورکړي. د نېټو او امریکا اکثره قواوې له افغانستانه وتلي او څه چې پاته دي، هغوی به هم د اګسټ تر آخره له هغه ملکه ووځي.

په تېرو دوو ورځو کې د کندهار ښار په څنډو کې هم د طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ جګړه شوې ده
په تېرو دوو ورځو کې د کندهار ښار په څنډو کې هم د طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ جګړه شوې ده

که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمېر ولسوالۍ لاندې کړي، مګر صدر بایډن تېره هفته له افغانستانه د امریکایي قواوو د انخلا د فیصلې کلکه دفاع وکړه. بایډن په وایټ هاوس کې وویل: «مونږ افغانستان ته د دې دپاره نه ولاړو چې هلته قام (ملت) جوړ کړو. دا یوازې د افغانانو حق او ذمه واري ده چې د خپلې آیندې په اړه او په دې اړه تصمیم ونیسي چې خپل ملک څنګه وچلوي.»

هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکایي قواوو د راوتلو لړۍ «په خوندي او منظم ډول» پر مخ روانه ده. څو ورځې وړاندې امریکایي قواوې د افغانستان له سترې پوځي اډې، بګرام ائیرپوټ نه ووتلې. بګرام هوايي اډه په افغانستان کې د امریکاییانو د پوځي عملیاتو لوی مرکز ګڼل کېده.

صدر بایډن ژمنه کړې ده چې زرګونه هغه ترجمانان او کورنۍ یې چې د امریکا دپاره یې کار کړی دی، په فوري توګه له افغانستانه راوباسي. هغه وویل چې د مهاجرت د خاصو ویزو (اېس آی وي) کارونه «یو دم تېز کړی شوي دي».

د امریکا صدر په دې ټینګار وکړ چې دا اوس د افغانستان حکومت پورې اړه لري چې خپل برخلیک روښانه کړي. هغه زیاته کړه: «قریب شل کاله تجربیاتو مونږ ته راښودلې ده – او جاري امنیتي حالات یې صرف تصدیقوي – چې یوازې یو بل کال جګړه په افغانستان کې، د حل یوه لاره نده، بلکې هلته تر نامعلوم وخت پورې د پاته کېدو تجویز دی.»

د بایډن وینا ده چې اوس په کار ده پخپله افغانان د خپل وطن د آیندې دپاره فیصله وکړي.

یو خبریال چې د افغانستان د حالاتو او له هغه ځایه د امریکایي عسکرو د راتلو په اړه پوښتنې کولې، د بایډن له یو تېز جواب سره مخ شو. هغه له بایډن نه وپوښتل چې آیا په طالبانو اعتبار لري، نو بایډن جواب ورکړ: «دا یوه سنجیده پوښتنه ده؟ دا ډېره کمزورې پوښتنه ده. آیا په طالبانو اعتبار کوم؟ نه. خو زه د افغان پوځ په صلاحیت اعتبار کوم، چې بهتره روزل شوي، بهتره وسایل ورکړی شوي، او د جنګ کولو په برخه کې زیات قابلیت لري.»

د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ چې د تېر نوامبر میاشتې په انتخاباتو کې یې د بایډن لخوا ماتې وخوړه، ویلي چې هغه به د مئې تر ړومبۍ نېټې ټول عسکر له افغانستانه ویستلي و، مګر د بایډن په نظر دا میعاد ډېر زیات لنډ و.

بایډن دا هم وویل چې افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیل راهیسي، نوموړی د امریکا څلورم صدر دی چې دا جنګ یې تر نظر لاندې روان دی، خو هغه به دا ذمه واري کوم پنځم صدر ته ونه سپاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG