د امریکا په کالراډو ایالت کې د ډزو په یوه پېښه کې لس تنان وژل شوي دي. دا ډزې د کالراډو ایالت په بولډر ښار کې شوي دي چې له امله یې یو پولیس افسر هم وژل شوی دی.
د بولډر ښار پولیس وایي چې د ګل په ورځ، د هغه ښار د خوراکه موادو په یو دوکان کې د ډزو له امله لس کسان ووژل شول. د بولډر ښار د پولیسو مشرې مارېس هېرالډ وویل، په وژل شویو تنانو کې یو یې پولیس افسر اېرېک ټالي و چې د ډزو د پېښې په اړه د رپوټ اورېدو وروسته یې اول ځان هغه ځای ته رسولی و. مېرمن هېرالډ د دې پولیس افسر عمل، "بهادري" وگڼله. هغي زیاته کړه چې یو ملزم یې ګرفتاره کړی دی او د پېښې په باب تحقیقات به کم از کم پنځه ورځې دوام ولري.
د پولیسو مشرې مارېس هېرالډ زیاته کړه: «مونږ به دلته شپه و ورځ کوشش وکړو. مونږ یو کس ګرفتاره کړی دی. زه غواړم د دې ځای برادرۍ ته ډاډ ورکړم چې دوی خوندي دي او په آینده څو ګېنټو کې به خپل ټول کوشش وکاروو چې د ټولو وژل شویو کسانو پېژندګلوي وکړو.»
په سیمه کې سرکاري وکیل مایکل ډاګرټی وویل، دا له وخته مخکې ده چې د دې ډزو د غرض په اړه څه وویل شي.
د سیمې سرکاري وکیل زیاته کړه: «بولډر ښار د ډزو یوې ناوړه او غمجنې پېښې ځپلی دی. خلک خپل روزانه کار ته تللي و، خپل روزانه خوراک یې اخیسته چې ناڅاپه یې ژوند ختم شو او د یو کس لخوا چې اوس په قید کې دی، په ډزو وویشتل شول.»
سرکاري وکیل مایکل ډاګرټي د پېښې زیانمنو شویو کسانو او د کالراډو خلکو ته وعده ورکړه چې حکومت به عدالت عملي کوي او په دې قضیه کې به انصاف ته د رسېدو په لاره کې هېڅ ډول کوشش نه سپموي.
په کانګرس کې د وسلو په اړه بحثونه:
په امریکا کې چې کله هم د ډزو داسې پېښې مخې ته راشي، نو یو ځل بیا ورسره دا بحثونه تازه شي چې په دې ملک کې د وسلو درلودلو آزادي باید څومره محدوده کړی شي. ټاکل شوې ده چې نن د نهې/سې شنبې په ورځ د امریکا په سینیټ کې عدلیه کمیټه د دې بحثونو په تړاو یوه اورېدنه ولري چې نوم یې دی «د وسله وال تشدد د راکمولو دپاره آئیني او معقول ګامونه».
دا به سینیټ کې د دې رنګه اورېدنو یوه لړۍ وي چې مقصد یې د وسله وال تشدد د کمولو په لور د ممکنه ګامونو په سر بحث کول دي.
د امریکا په کالراډو ایالت کې په وروستیو کلونو کې د وسله وال تشدد نورې پېښې هم شوي دي، د مثال په ډول په ۲۰۱۲ کال کې د کالراډو په ارورا سینما کې وسله وال برید، او بل په ۱۹۹۹ کال کې د کولمباین ښار په یو سکول باندې وسله وال برید شوی و چې ګڼ کسان پکې ووژل شول.
یاده دې وي چې یوه هفته وړاندې د امریکا په یو بل ایالت، جورجیا کې هم د ډزو ناوړه پېښې وشوې چې له امله یې د اټلانټا ښار په درېيو ماساج سېنټرو کې اته کسان ووژل شول. دا په امریکا کې سږ کال د ډله ییزې وژنې اوومه پېښه وه.
د امریکا آئین، امریکاییانو ته د وسلو درلودلو اجازت ورکوي، خو بحثونه په دې دي چې دا حق د قانون له مخې باید څومره محدود کړی شي او د وسلو اخیستو شرایط باید څه وي.