لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا له وجهې بې روزګاره کسانو ته د مرستې په سر د امریکایي سیاستمدارانو اختلاف


د وایټ هاوس او د کانګرس د ډېموکراتو مشرانو ترمنځ، د کرونا له وجهې بې روزګاره شویو کسانو ته د مالي مرستې په برخه کې چې څومره پیسې باید وویشل شي، لا هم اختلافات پر خپل ځای پاته دي.

په امریکا کې د کرونا وبا له لاسه بې روزګاره شوي کسانو ته، چې شاوخوا دېرش میلینه ته یې شمېر رسیږي، په دا تېرو څلورو میاشتو کې د حکومت لخوا د هفتې شپږ سوه ډالره ورکړی شوي دي، خو د دې پيسو د ویشلو میعاد دا آینده جمعې ورځ باندې ختمیږي.

د امریکا حکومت اوس دغو بې روزګاره شویو کسانو ته د مرستې د غځولو کوشش کوي، مګر دا چې دا مرستې به آینده کې څومره وي او څنګه به وي، پر دې موضوع باندې اختلافي ټکي رابرسېره شوي دي.

د کانګرس د استازو د اېوان ډېموکراتې مشرې نېنسي پېلوسي او د ټرمپ د انتظامیې د خزانې وزیر سټيفن منوشن پر له پسې په اې بي سي ټي وي راڅرګند شول او خپل خپل نظریات یې وړاندې کړل.

مېرمن پېلوسي او نور ډیموکراتان غواړي چې همدا مرستې، یعنې هر بې روزګاره شوي کس ته د هفتې شپږ سوه ډالره دې د ۲۰۲۰ کال تر پایه ورکړی شي، خو د صدر ډونالډ ټرمپ انتظامیه بیا وایي چې دا مالي مرستې دې، په اول قدم کې هر بې روزګاره وګړي ته د هفتې دوه سوه ډالرو ته راکمی کړی شي، او بیا به داسې یوه منصوبه جوړیږي چې له مخې یې هر بې روزګاره شوي کس ته، د هغه د مخکینۍ تنخوا ۷۰ فیصده ورکول کیږي.

د دې نه علاوه، ډېموکراتان وایي چې د مالي مرستو ټولټال بجټ دې ۳ ټریلینه ډالره وټاکل شي، خو رېپبلیکنان بیا غواړي چې دا بجټ تر یو ټریلینه ډالره زیات نه وي.

که څه هم دواړو اړخونو د خالي – شنبې په ورځ وویل چې په خبرو کې یې یو څه پرمختګ کړی او د اتوار او ګل په ورځو به خبرو ته دوام ورکوي، خو د وایټ هاوس چیف آف سټف، مار: ميډو سي بي اېس نیوز ته ویلي چې د خبرو نتیجې ته رسېدل نږدې نه ښکاري او خوشبینه ندی چې دومره ژر دې د حل کومه لاره پيدا شي.

امریکایي چارواکي وایي چې کرونا وایرس د دې ملک اقتصاد سخت زیانمن کړی او د اپریل میاشتې نه بیا تر جون میاشتې پورې د امریکا په اقتصاد کې نهه نیم فیصده کمی راغلی چې دا په تېرو اویا کلونو کې بېساری زیان دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG