لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېکټري بلېنکن د امریکې اتحادیان وهڅول چې د داعش په ضد جنګ جاري وساتي


د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن د ګل/دوشنبې په ورځ د واشنګټن په اتحاديانو غږ وکړ چې د داعش ډلې ماتولو باندې ترکیز ولري او په ځانګړي توګه دې په افریقې کې د داعش متعلقه ډلو په ماتولو دې پام وساتي.

انټني بلېنکن د ګل په ورځ اېټلي کې د «داعش ډلې ماتولو دپاره عالمي ائتلاف» غونډې په پرانېسته کې وینا وکړه او ویې ویل: «مونږ ستر پرمختګ کړی دی، ځکه مونږ سره مشترک کار کړی دی، نو مونږ هیله من یو چې تاسو په دې جګړې باندې نظر وساتئ، او تر هغو پورې د دې ترهګر تنظیم خلاف جګړه جاري وساتئ چې هغه په پوره توګه ماته وخوري.»

هغه زیاته کړه چې د ائتلاف د کوششونو نتیجه «سترې لاس ته راوړنې» وې، په شمول د دې چې عراق او شام ته د خارجي جنګیالیو د ورتګ مخه ونیول شوه.

بلېنکن یادونه وکړه چې لس زره (۱۰۰۰۰) داعشیان د شام ډېماکراټیک ځواکونو سره بندیوان دي. هغه په خارجي حکومتونو غږ وکړ چې په دې قیدي داعشیانو کې دې خپل اړوند شهریان بېرته وطن ته ستانه کړي، یا دې عدالت ته راوکاږي او یا دې د بیاروزنې مرکزونو ته وسپاري.

د امریکا خارجه وزیر د شام د خلکو او شاوخوا هېوادونو دپاره چې د شام کډوالو ته یې ځای ورکړی دی، د څلورسوه و شپږدېرش مېلینه (۴۳۶) میلینه ډالره بشري امداد اعلان هم وکړ.

هغه وویل چې دا پیسې به د کډوالو دپاره په اوبو، خوراک، سرپناه، د صحت خدماتو، تعلیم او تحفظ ولګول شي.

پس له هغه چې د داعش ډلې په عراق او د شام په شمال کې پراخې سیمې قبضه کړې او د اسلامي دولت په نوم خلافت یې اعلان کړ، امریکا په ۲۰۱۴ کال کې د دې ډلې د ماتولو دپاره په عالمي کچه یو ائتلاف پیل کړ چې اوس په هغه کې دري اتیا (۸۳) ملکونه شامل دي. په ۲۰۱۹ کې امریکا اعلان وکړ چې په شام کې داعشیان د خپل له آخري پټنځایه هم وشړل شول.

د ګل/دوشنبې په ورځ اېټلي کې د امریکا خارجه وزیر بلېنکن، د اېټلي خارجه وزیر لیوجي دامایو او نورو خارجه وزیرانو په دې هم بحث وکړ چې په شام کې د لس کلنې جګړې د ختمولو دپاره باید څه ډول کوششونه پیل شي.

د امریکا خارجه وزارت کې د نږدې ختيځ د برخې نګران مرستیال جووي هوډ خبریالانو ته وویل: «په شام او په لویه خطه کې استحکام یوازې د یو داسې سیاسي پروسې د لارې راتلی شي چې د ټولو شامیانو د ارادې نمایندګي وکړی شي.»

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن په اېټلي کې د خارجه وزیرانو له غونډې وړاندې، واتیکان ته ولاړ او هلته یې د کاتولیک عیسایانو له مشر، پوپ فرانسېس او نورو چارواکو سره وکتل. هغوی په دې کتنه کې په موسمي بدلون، بشري حقونو، او د انسانانو د ټرافیک یا سمګلېنګ کولو په مخنیوي خبرې وکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG