لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټېکساس کې د یرغمل نیولو د پېښې د ملزم پېژندګلو وشوه: ۴۴ کلن ملک فیصل اکرم


د امریکا وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف بي آی) د هغه کس پېژندګلو کړې ده چې د خالي/شنبې په ورځ یې د ټېکساس ریاست د یهودانو په یوې عبادتخانې کې څلور کسان یرغمل کړي و. د امریکا صدر جو بایډن دا پېښه یو ترهګر عمل ګرځولی دی، خو د ملزم کس ورور ویلي چې ورور یې ذهني ناروغي درلوده.

د امریکا د تحقیقاتي ادارې اېف بي آی په وینا، یرغمل نیوونکی د برطانیې شهري څلورڅلوېښت کلن ملک فیصل اکرم نومېده چې د یرغمل شوو کسانو د راخوشې کېدو نه پس، هغه په ډزو کې ووژل شو.

د امریکا صدر جو بایډن د پېښې نه وروسته وویل، وسله وال کس په دې برید کې د "ترهگرۍ د یو عمل" ترسره کولو دپاره، هغه وسلې اخستې وې چې د سړکونو په سر خرڅیږي.

د ملزم شخص ورور، ګلبار په فېسبوک کې لیکلي چې ورور یې ملک فیصل اکرم په ذهني ناروغۍ اخته و، او بېګاه شپه یې ټوله کورنۍ د اېنګلېنډ نه په ټلیفون کې د هغه او امنیتي مامورینو ترمنځ خبرې کولې او کوشش یې کاوه چې هغه ځان ژوندی پولیسو ته وسپاري، مګر خپل ورور ته یې قناعت ورنشو کړی.

ګلبار پخپل فیسبوک پوسټ کې دا هم لیکلي چې د امریکا د تحقیقاتي ادارې – اېف بي آی – مامورین به د تحقیقاتو دپاره برطانیې ته ورشي. ګلبار په خپل بیان کې زیاته کړې:

«مونږ غواړو ووایو چې د یوې کورنۍ په صفت، مونږ د هغه هېڅ اعمال نه نظراندازه کو او د ټولو هغو زیانمن شوو کسانو سره چې په دې ناوړه پېښه کې دخیل ګرځول شوي، د زړه له تله معافي غواړو.»

ملزم کس د خالي/شنبې د غرمې مخکې د ټېکساس په کولي وېل ښار کې د بېت اسرائیل په نوم د یهودانو یوې عبادتخانې ته ننوت د هغه ځای مذهبي مشر او درې نور کسان یې یرغمل کړل. د اې پي خبري ادارې د یو امنیتي چارواکي له خولې خبر ورکړ چې دغه تن د یرغمل نیول شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي د خوشې کولو غوښتنه کوله.

د دې پېښې د خبر رسیدو سره سم پولیس او په ګڼ شمیر کې امنیتي مامورین یادې عبادتخانې ته ورسیدل. په رپوټونو کې ویل شوي چې یو تن یرغمل شوی کس په سلامتۍ راخوشې شو، او بیا د اېف بي آی ټیم درې تنه نورو ته په خوندي توګه نجات ورکړ. مګر د ملزم ملک فیصل اکرم ورور، ګلبار ویلي، دوی یقیني و چې ورور به یې چا ته ضرر نه رسوي، او ټول یرغمل شوي کسان هم ګني د ملزم له خوا په سلامت پرېښودل شوي او بیا د ځواکونو سره په ډزو کې یې پخپله وژل شوی دی.

دا پېښه شاوخوا لس ګېنټې روانه وه چې د ملزم شخص په وژل کېدو پای ته ورسېده. یرغمل کوونکي ملزم دعوه کوله چې د پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي ورور دی، خو د عافیه صدیقي یوې وکیلي مروه البیعالي په یو بیان کې واضحه کړې چې ملزم د عافیه صدیقي ورور نه و، او د صدیقي کورنۍ د هغه د دې «ناوړه» عمل مذمت کوي. عافیه صدیقي افغانستان کې د امریکایي عسکرو د قتل د کوشش په تور نیول شوې او هغې ته په کال ۲۰۱۰ کې امریکا کې د ۸۶ کاله قید سزا اورول شوې چې اوس په جېل کې خپله سزا تېروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG