لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وفاقي عدالت د وایس اف امریکا سرپرسته اداره د وي او ای په اداریاتي چارو کې د لاس وهنې نه منع کړې


د یو اېس ای جي اېم مشر مایکل پېک
د یو اېس ای جي اېم مشر مایکل پېک

په واشنګټن کې وفاقي عدالت په خپله ابتدايي فېصله کې د وایس اف امریکا سرپرسته اداره یو اېس اېجنسي فار ګلوبل میډیا او د دې مشر مایکل پېک د وي او ای او د یو اېس ای جي ایم د انتظام لاندې نورو نشریاتي ادارو په صحافتي خپلواکۍ کې او د نشریاتي ادارو د خبریالانو د رای په ازادۍ کۍ د لاس وهنې نه منع کړی دی.

د واشنګټن دپاره د وفاقي عدالت ججې مېرمن بېرل هاول دغه فېصله د وي او ای پنځو چارواکو او د وي او ای د پروګرامونو مشرې کېلو چاو په شکایتونو کړې ده چې د اګست په میاشت کې د یو اېس جي اېم نوي مشر مایکل پېک د دندې څخه لرې کړي دي.

شکایت کوونکو دریځ خپل کړی چې د يو اېس ای جي د نوي مشر اقدامات غېرقانوني دي او امریکې د آیین د لومړۍ مادې چې د رای ازادی یقیني کوي او د هغه قانون په ضد دي چې د وي او ای په صحافتي چارواکو د مداخلت مخه نیسي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د جج هاول فېصله د مایکل پېک دپاره یوه ضربه ده. رپورټ وايي ښاغلی پېک زاړه پاله دی دستاوېزي فلم ساز دی چې صدر ډانلډ ټرمپ د یو اېس ای جي اېم د چوکۍ دپاره نامزد کړی و. د رپورټ ترمخه د جون په میاشت کې سېنټ نه د مایکل پېک د تقریرۍ د منظورۍ وروسته د وي او ای او د یو اېس ای جي اېم د انتظام لاندې نشریاتي ادارو مشرانو یا خو استعفې ورکړي او یا د دندو څخه لرې کړی شوي دي، د ادارو لګښتونه او پکې نوي تقررۍ منجمد کړی شوي دي او د بهرو خبریالانو ویزۍ نوي کېدل بند کړی شوي دي.

عدالت ته د وړاندې کړی شوي شکایت ترمخه په سیاسي بنیادونو د مایکل پېک ګمارل شویو چارواکو د هغو خبریالانو او مدیرانو په اړه تحقیقات کړي دی چې داسې خبرونه یې تیار کړي چې د صدر ټرمپ د حکومت دپاره ناخوښه ګڼل کېږي او له امله یې د ادارې چارې سړې شوي دي.

په عدالتي فېصله کې مایکل پېک او د یو اېس ای جي اېم چارواکي منع کړی شوي چې د وي او ای او نورو نشریاتي ادارو د اداریاتي عملې د تقررۍ په فېصلو او یا په دې کې به مداخلت نه کوي، خبریالانو او مدیرانو سره به نېغ په نیغه رابطه نه کوي او د قواعدو د مبینه خلاف ورزو په اړه به د خبریالانو او یا د موادو په اړه تحقیقات نه کوي.

عدالت د یو اېس ای جي په توګه د مایکل پېک د واک اختیار او ځینو نورو معاملاتو په اړه د موقتي فېصلې دپاره د شکایت کوونکو خواست رد کړو.

یو اېس ای جي د دې خبر په اړه وي او ای ته خپل دریځ نه دی وړاندې کړی.

خو د وي او ای موقتي مشر اېلز بیرېج وايي صحافتي ازادي او د خبریالانو خودمختاري چې د دسیاسي مداخلت څخه ازاده وي اوی ای نه وایس اف امریکا یا د امریکا غږ جوړوي.

بېبرېج وویل د وي او ای ۸۳ فیصد اورېدونکي، کتونکي او لوستونکي وي او ای د اعتبار وړ اداره ګڼي او نورې داسې کمې نشریاتي ادارې به وي چې په دومره شمېره کې پرې خلک اعتماد کوي.

د انصاف وزارت وکیلانو تېره هفته په خپل یو عدالتي بیان کې ویلي وو چې وي او ای خبریالان د فرسټ امېنډمنټ یا د ايين د لومړۍ مادې د رای د ازادۍ حفاظتونه نه لری ځکه چې دوی د وفاقي حکومت کارکوونکي دي خو د وفاقي عدالت ججې بېرل هاول دغه دلیل په کلکه رد کړو. په خپله فېصله کې هغې وویل شکایت کوونکي په ممکنه توګه دا ثابتوولی شي چې پېک او د هغه د مرستیالانو د وي او ای د خبریالانو د فرسټ امېنډمنټ دلاندې د ازادۍ خلاف ورزي کولی شي چې له امله به یې خبریالان پخپله په ځان سېنسرشپ لګوي او دا ډول به وي او ای د جمود سره مخامخ شي.

بېرل هاول په خپله فېصله کې د وي او ای د وایټ هاوس خبریال سټیو هرمن په اړه د تحقیقاتو حواله هم ورکړه او وه یې وېل چې دغه پلټنې نه یوازې د سټیو بلکې د کېلو چاو او د وي او ای او د نورو نشریاتي ادارو خبریالانو او مدیرانو د رای د ازادۍ سرغړونه ده.

عدالت په د يو اېس ای جي اېم په اړه په مکمل شکایت خپله فېصله وروسته کوي.

د شکایت کوونکو وکیل لي کراین وویل عدالت د دې خبرې تصدیق وکړو چې فرسټ امېنډمنټ مایکل پېک او د هغه د ډلې غړي د دې خبرې نه ودروي چې خبریالان دې کنټرول کړي او د د مبینه تعصب په شک د هغوي په ضد تحقیقات وکړي.

کراین د جمعې په ورځ خپل بیان کې وویل چې د وي او ایر خبریال دې دا ډاډ ولري چې فرسټ امېڼدمنټ د دوی صحافتي ازادي د حکومت د مداخلت نه محفوظ ساتي او دوی دنیا ته د کانګرس د منشا مطابق د فرسټ امېڼډمنټ په طرز صحافت کولی شي.

د ۷۶ پاڼو په خپله رای کې هاول وویل وي او ای او د یواېس ای جي اېم د انتظام لاندې نورې نشریاتي ادارې د تیرو لاندې د دنیا هغو سیمو ته د رای د ازادۍ، د مطبوعاتو د ازادۍ او د بحث هغه بنیادي امریکايي اصولو پېش کوي چېرته چې د واقعاتو په ازاده او بې طرف توګه خبرنګاري نه کیږي.

د يو اېس ای جي ایم وکیلانو د نومبر په پنځه نېټه شوي اورونه کې وویل چې مایکل پېک د نشریاتي ادارو انتظام او اثر بهتر کوولو دپاره هغه قوانین استعمالوولو چې کانګرس ورته وکړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG