لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بن لادن چا په پاکستان کې پټ ساتلی و او په دې اړه د پلټنو نتیجې څه شوې؟


په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن کور چې وروسته وران کړل شو
په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن کور چې وروسته وران کړل شو

په امریکا کې د یوولسم ستمبر د ترهگریزو پیښو پړ او د القاعده ترهگرې ډلې مشر اسامه بن لادن د پاکستان پوځي افسرانو د روزنې مرکز سره خوا کې د اوسیدو او وژنې نهه کاله وشول، خو تر اوسه دا چا ته معلومه نده چې څنگه امریکا او نړۍ ته پکار، د ترهگرۍ د جال مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې پټ ژوند کاوه.

د اسامه بن لادن د وژنې وروسته، د هغه وخت حکومت يو کمېشن جوړ کړ چې معلومه کړي د نړيوالو نه پټ بن لادن څنګه دومره ‌‌‌‌‌‌ډېره موده په اېبټ اباد ښار کې په یو کور کې سره د خپلو ښځو او بچو ژوند کاوه، خو کمېشن تر اوسه دغو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د امريکا اوسني صدر ډانلډ ټرمپ په هغه وخت يو ټويټ کې ليکلي وو چې پاکستان به کله امريکا ته په دې خبره پښېمانه کېږي چې بن لادن يې شپږ کاله پټ ساتلی و.

د اېبټ اباد په ښار کې د پاکستان د پوځي افسرانو د روزنې او تربيتي مرکز "کاکول" نه څو ګامه لېرې، د بن لادن پټ پاتې کېدلو په هیواد کې دننه او بهر په پاکستاني پوځ سختې نيوکې راوپارولې.

د اسامه بن لادن د وژل کیدو عملیات، د هغه وخت امریکایي صدر بارک اوباما او نورو چارواکو له واشنگټنه لیدل
د اسامه بن لادن د وژل کیدو عملیات، د هغه وخت امریکایي صدر بارک اوباما او نورو چارواکو له واشنگټنه لیدل

د هغه وخت پاکستاني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني په پارلمان کې پوښتلي و چې بن لادن ته چا په پاکستان کې د اوسېدو لپاره ويزه ورکړې وه؟

په اولسي کچه هم تر اوسه دا پوښتنه کېږي چې څنګه يو نړيوال ترهګر د پاکستان د تکړه پوځ نه پټ په يو لوی محل نما کور کې پاتې کېده؟

د کال ٢٠١١م د مۍ میاشتې په دویمه نیټه د شپې ناوخته د امريکا خاصو ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د پوځ د تربيې مرکز ته نږدې په بلال ټاون کې عمليات تر سره کړل او گردې نړۍ ته د ترهگرۍ په تور مطلوب د القاعده مشر اسامه بن لادن یې وواژه.

د یادو پوځي عملیاتو وروسته، ځايي خلک خبر شول چې د اېبټ اباد ښار په زړه کې جوړ د ٨ کالونو پدې کور کې به د نړۍ تر ټولو خطرناک ترهگر ژوند کاوه.

اېبټ اباد ښار کې د پاکستان د پوځ د پوزې لاندې د اسامه بن لادن ژوند کول او بیا هم دغلته د امریکني عسکرو د لاسه د هغه د وژل کیدو ٩ کاله وشول. د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې وتلي خبریال طاهر خان گڼي چې د القاعدې د مشر له مرگ وروسته هم، دغه ترهگره ډله کمزورې نه ښکاري یا فعالیتونو کې یې څه فرق ندی راغلې.

په ایبټ آباد کې د بن لادن کور، د هغه له وژل کیدو پس، د پاکستاني چارواکو لخوا ویجاړ شو
په ایبټ آباد کې د بن لادن کور، د هغه له وژل کیدو پس، د پاکستاني چارواکو لخوا ویجاړ شو

طاهر خان وي او اې ډیوه ته وايي د القاعدې ترهگرې ډلې یو شمیر غړي اوس هم شتون لري او که څه هم پاخه ثبوتونه نشته، خو عام وگړي گومان کوي چې د القاعدې اوسنی مشر اېمن الظواهري چېرته د افغانستان او پاکستان په گډه پوله پرتې سیمه کې پټ دې.

په اسلام آباد کې د "سنټر فار سیکورټي سټډیز" یا د امنیتي مطالعاتو دپاره د مرکز مشر امتیاز گل وايي د بن لادن مرگ امریکا او نور هیوادونه، د ترهگرۍ پرضد نړیواله مبارزه کې ستره لاس ته راوړنه گڼي او د القاعدې ډلې طاقت او توان تر څه حده کم شوې خو په سیمه د طالبانو او داعش خراسان ډلې فعالیتونه کول اوس یو بل چیلنج جوړ شوې.

په کال ٢٠١٢م کې چې د هغه وخت وزیراعظم د پلټنې کميشن جوړ کړ، او کميشن په دې باب خپل رپورټ ٢٠١٣م کال د جنورۍ پر څلورمه د پاکستان وزیراعظم ته وړاندې کړ، خو خبریال طاهر خان زیاتوي دغه رپورټ هم لکه د نورو رپورټونو په ډاگه نشو.

د طاهر خان په وینا په پاکستان کې هر هاغه رپورټ کوم چې د امنیتي ادارو نیمگړتیاوې په گوته کوي، اولس ته چیرې هم نه په ډاگه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG