لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: په چاودنه او بريد کې د درېو ماشومانو او يو پوليس په ګډون پينځه تنه وژل شوي


په شمالي او جنوبي وزیرستان کې يوه ماين چاودنه شوی او په پوليسو بريد شوی، په ماين چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي، په پوليس موبايل بريد کې يو پوليس او يو لاروی وژل شوي او درې پوليس ټپيان شوي دي.

دا دواړه پېښې پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (لومړي جون) ناوخته شوي دي.

د شمالي وزيرستان د پوليسو په وېنا پرون مازیګر په میرعلي کې د پوليس په موبايل بريد شوی يو پوليس او يو لاروی پکې وژل شوي او درې پوليس پکې ټپيان شوي دي.

د بريد زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.

په شمالي وزيرستان کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د تيرو دوه اوونيو راهسې د همزونې علاقې اوسيدونکي په ميرانشا کې د اېف سي کېمپ مخې ته په احتجاج ناست دي او غوښتنه کوي چې د دوی نیول شوي کسان دې خوشي شي.

صميدالله نومې تن وايي دغه احتجاج وروسته له هغې پېل شوی چې دوه اوونۍ وړاندې د اېف سي په ګشتي پارټۍ چاودنه شوې او له هغې وروسته په علاقه کې امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ځايي کسان نيولي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه دعوه وکړه لس کسان نيول شوي چې پکې درې پرېښودل شوي او اووه اوس هم په بند کې دي، هغه وويل که نيول شوي کسان بې ګناه وي خوشي دې کړی شي او که کوم تور وي پرې، عدالت ته دې وړاندې کړی شي.

هغه وويل په احتجاج کوونکو مقدمه هم درج کړی شوې چې دوی د 144 مادې سرغړونه کړې ده.

د شمالي وزيرستان انتظاميه د کسانو نيول مني چې د امنیتي ځواکونو سره دي او وايي د احتجاج کوونکو سره د انتظاميې خبرې شوي خو هغوی د احتجاج ختمولو نه انکار کړی دی.

بل پېښه په جنوبي وزیرستان کې شوې او په يوه ماين چاودنه کې درې ماشومان هلکان وژل شوي دي.

چارواکي او ځايي خلک وايي دغه پېښه د جنوبي وزیرستان د لدها تحصيل په تنګي بادينزۍ علاقه کې شوې ده.

د علاقې يو تن رحمت شاه وي او اې ډيوه ته ويلي د دوران مسيد نومې تن د کور سره نزدې پينځه ماشومانو لوبې کولې او تير ماښام پرې دغه ماين چاودلی دی.

هغه وویل په چاودنه کې درې ماشومان په ځای مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي ټپيان ماشومان د شپې نزدې لس بجې د ډېره اسماعیل پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په تنګي بادنزي کې د درې ماشومانو د وژل کېدو او دوه نورو ټپي کېدو د پېښې په اړه ویلي،

د دوی د شمېرو ترمخه " دا په جنوبي وزیرستان کې 168 پیښه ده پي ټي اېم له پخوانیو قبایلي سیمو څخه د ماینونو پاکولو او قربانیانو ته د خسارې ورکولو غوښتنه کوي".

هغه ويلي د ماينونو پاکول د دوی په لومړو غوښتنو کې ده، خو تور لګوي چې رياست تراوسه په دې اړه د تسلۍ وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

خو په 22 فرورۍ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د ردالفساد عملياتو په څلورو کلونو پوره کېدو يوې خبري غونډې ته په وېنا کې په قبايلي علاقو کې د ماينونو پاکولو په اړه ویلي وو،

"په قبايلو علاقو کې په ردالفساد کې د ماين پاکولو په کار کې د 72 کلوميټره نه زياته علاقه پاکه کړی شوې ده چې پکې دو سرتیري وژل شوي او 119 ژوبل شوي دي په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی او په 42 فيصده علاقه کې اوس هم کار روان دی. او تراوسه پورې 48زره ماينونه ترلاسه کړی شوي دي".

بل لور ته د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، يوه اوونۍ وړاندې يې د ملک صدر ته يو خط لېږلی چې پکې يې ورته په علاقه کې د ناامنۍ ختمولو، ماين چاودنو، هدفي وژنو د مخې نيولو او وسله والو بيا يو ځای کېدو په اړه ويلي دي چې په پارليمان کې دې په دغو موضوعاتو بحث وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG