لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ته د جنرل باجوه دسفر هدف څه کېدای شي؟


د امریکې د سفر په مهال جنرل باجوه د امریکې د د فاع وزارت پېنټګان کې د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن سره وليدل او په خصوصي دستوره کې ورته هرکلی وویل شو
د امریکې د سفر په مهال جنرل باجوه د امریکې د د فاع وزارت پېنټګان کې د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن سره وليدل او په خصوصي دستوره کې ورته هرکلی وویل شو

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه دلته په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو سره د خبرو اترو یا سلا مشورو په اړه واضح معلومات مېډيا سره شریک کړل شوي نه دي خو څېړونکي د دې سفر هدف د امریکا سره د پاکستان د اړیکو بیا سمولو يوه حڅه بولي او وايي په اړیکو کې د لارې خنډ د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان دی.

لیزا کرټس، دامریکا امنیتي شورا کې د جنوبي اېشیا د څانګې پخوانۍ مشره وي او ای ډیوه ته وايي: "زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په حالت کې امریکا د پاکستان نه د کوم زیات څه تمه وکړي. پاکستان په تېروشلو کالو کې په طالبانو باندې (د سولې لپاره) خپل اغېز کارولی نه دی."

د پاکستان د چارو امریکايي کارپوهانو د جنرل باجوه د سفر په وخت ویلي وو چې تمه ده امریکا به د پاکستان نه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې مرسته وغواړي.

لیزا کرټس په دې اړه وايي: "په افغانستان کې د ډرون د لارې د ترهګرو د څارنې لپاره امریکا د پاکستان فضايي حریم ته اړتیا لري. دا هغه څه دي چې امریکا به یېغواړي—لکه څنګه چې مونږه د القاعده د مشر اېمن الظواهري په وژنه کې ولیدل—خو دا چې ګني پاکستان به طالبان دې ته رضا کړي چې القاعده سره اړیکې وشلوي، نو زه فکر نه کوم چې امریکا به په دې اړه د پاکستان نه کومه تمه ولري."

دلته په واشنګټن کې د څېړنیزې ادارې وېلسن سنټر یو بل څېړونکي مایکل کوګلمېن د جنرل باجوه د سفر په اړه په یو ټويټ کې ویلي چې د امریکا سره د خبرو په اېجنډا کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا سره د پاکستان ممکنه مرستې شامل دي خو زیاتوي فکر نه کوي چې دا سفر په پاکستان کې د اولسي واک د پیاوړي کولو لپاره دی.

د امریکا يو سنېټر کرېس وین هالېن د امریکا غږ ته ویلي چې د جنرل باجوه سره یې ليدلي او وايي د دواړو هېوادونو تر منځ اختلافونه شته او يو ورکې د چین سره د پاکستان اړیکې دي.

لیزا کرټس، دامریکا امنیتي شورا کې د جنوبي اېشیا د څانګې پخوانۍ مشره، په دې اړه وايي: "بې شکه امریکا نه غواړي چې پاکستان بېخي د چین لاسو ته پرېوځي. دې کې شک نشته چې د چین پاکستان د اقتصادي منصوبې وړاندې هم دغه دواړه هېوادونه یو بل ته ډېر نزدې وو. امریکا به نه غواړي چې دوی نور یو بل ته لنډ شي. او که رېښتیا اووایم نو چېپاکستاني مشران هم نه غواړي چې چین ته کېني. هغوی په بهرنۍ تګلاره کې نور امکانات هم کارول غواړي."

خو امریکا د پاکستان غلیم هند سره هم ښې اړیکې لري. نو دا به څنګه کېږي؟

په دې اړه لیزا کرټس وايي " بې شکه د امریکا لپاره دا تل ډېره ګرانه ده چې د هند او پاکستان تر منځ اړیکو کې توله اوساتي. دواړه غلیم هېوادونه دي. او هند ښکارهويلي چې پاکستان سره د امریکا په پوځي مرستو خوشاله نه دی. خو هند دا هم نه غواړي چې پاکستان د چین محتاجه هېواد جوړ شي."

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر او په څېړه نیزه اداره هډسن انسټېټیوټ کې د سويلي اېشیا کارپوه حسېن حقاني د جنرل باجوه د سفر په اړه “نیا دور “ ته ویلي چې په پاکستان کې د امریکا پر ضد نفرت ته لمن وهل کېږي نو امریکا به څنګه بېرته پاکستان سره اړیکې سموي.

د جنرل باجوه امریکا ته د سفر په وخت د یو شمېر پخوانیو امریکايي او پاکستاني ډپلومېټانو يو ګډ رپوټ هم خپور شوی دی.

دغه رپوټ دا سپارښتنه کوي چې د افغانستان په سر په پاکستان باندې د امریکا د بې باورۍ تر څنګ، امریکا په نورو چارو لکه، چین ته د پاکستان په محتاجۍ کې د کمي، د چاپېریال بدلون او پانګو اچولو کې امریکا څه کولی شي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG