لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:پوځ دسیاست نه ځان‌ په ډډه ساتل غواړي


د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه وېلي چي پوځ ځان د سياست څخه لېرې ساتلی او غواړي چې هم داسې پاتې شي.

د پاکستان دسرکاري ټي وي چېنل پي ټي وي ترمخه دا خبره جنرل باجوه د اکتوبر په مه واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې د غېر رسمي خبرو په مهال کړې ده.

نوموړي دا لوظ هم تکرار کړی چې په دوؤ مياشتو کې د دندې تر پای وروسته به څوکۍ پرېږدي.

د پاکستان بېلابېلو سياسي ګوندونو او د سياسي چارو شنونکو د جنرال باجوه ددې اعلان هرکلی کړی خو وایي دا به وخت ثابتوي چې پوځ به د هېواد په سیاست کې لاسوهنه کوي که نه ؟

جنرال باجوه دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې پاکستان کې د اپریل په میاشت کې د پخواني وزير اعظم عمران خان داقتدار نه د لېرې کېدو وروسته په هېواد کې سياسي ناقرارې دوام لري او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو جلسو کې که يو خوا د پوځ په مشر ټکونه کوي نو ورسره بلخوا دا تور هم پورې کوي چې موجوده وزیر اعظم شهباز شريف او د پيبلز ګوند مشر اصف علي زرداري د خپلو درغلو پټولو لپاره د خوښې ارمي چيف ټاکل غواړي.

د پاکستان پوځ د ستمبر په 5 د عمران خان په څرګندونو سخته حېرانتيا ښودلې وه او د هغه خبرې یې د تاسف وړ او مايوسه کوونکې ګرځولې وې.

د پوځ دمشر دې اعلان ته خپل عکس العمل کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي ویاند زاهد خان د هغه د دندې پرېښودو او د پوځ په سياست کې د نه لاسوهنې داعلان هرکلی کړی دی.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل عوامي نېشنل ګوند غواړي چې پوځ دا روایت پرځاې وساتي.

هغه وایي څنګه چې پوځ بې پلوه یا نيوټرل دی باېد چې داسې پاتې شي او د سياست نه لاس واخلي.

"دا ډېره ښه خبره ده، ملک به ترقۍ او خوشحالۍ ته لاړ شي. ولې تر اوسه پورې د پوځي مداخلت نتيجې زموږ په وړاندې دي"

ښکاره دې وى چې جنرال قمر جاوید باجوه د تېر جولایي په میاشت کې د نړيوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف څخه پاکستان ته د پور ورکولو په لړ کې د واشنګټن نه مرسته غوښتې وه.

جنرال باجوه په واشنګټن کې غوندې ته په خپله وېنا کې له سياسي چارو څخه د پوځ د لېرې ساتلو په اړه نور مالومات نه دي ورکړي خو زياته کړې یې ده چې د هېواد اقتصاد سمول د ټولنې د ټولو برخو ترجيح پکار ده.

د پيپلز ګوند مرکزي جنرل سکرټري فرحت الله بابر ډيوه سره خبرو کې د جنرال باجوه د اعلان هرکلی کوي خو وایي د پوځ مشر په خپله څوکۍ ساتل د مرکزي حکومت مسولیت دی او ددې اعلان کول هم د حکومت ذمه واري ده.

نوموړي وويل د باجوه دا وینا چې پوځ د سياست نه لېرې دی او لېرې به وي، دا به وخت ثابتوي چې ایا دا وعده تر څومره حده پورې کېږي ولې چې پخوا به یې له سره دا منل هم نه چې په سياست کې لاسوهنه کوي.

د دفاعي چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه سره خپله تجزیه کې وايي له دې مخکې هم باجوه داسې اعلان کړی و خو وايي هیله ده چې اوس بيا په يو مهم وخت کې دې اعلان سره د ملک دننه هغه ګنګوسي ختمې شي چې ګواکې باجوه د خپلې څوکۍ موده نوره غځول غواړي.

هغه وايي د باجوه دا وینا خورا مهمه او د پام وړ ده او باید چې راتلونکی نوی پوځي مشر هم په سياست کې د لاس نه وهلو تګلاره خپله کړي.

اخوا د سياسي چارو څېړنکار قرېش خټک ډيوه سره د جنرل باجوه په دې تازه څرګندونو خبرو کې وايي که څه هم د پوځ د مشر رېټاېرډ کيدل په عامو حالاتو کې د معمول خبره وي خو چونکې په پاکستان کې تل سياست د پوځ د کردار نه چاپېره تاوېږي نو ځكه دې اهميت خپل کړی دی.

هغه وايي باید چې سياست سياستمداران وکړي او په هېواد کې جمهوريت ته وده ورکړي او که داسې نه وي نو بيا پاکستان ترقي نه شي کولی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ستمبر د 30 نېټې نه د يوې هفتې پورې د واشنګټن په سفر دی او تېره ورځ په پېنټاګان کې د امریکا د دفاع د وزير تر څنګ د يو شمېر امريکايي چارواکو سره هم ليدل کتل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG