لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: هرکال د ١٠ لکه نه زیات خلک ټریفک په حادثو کې ژوند بیلي


رپورټ د حادثو ذمه واري په ناقصه موټرو هم اچوي، وايي ځېنې موټرې چې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې خرڅیږي، اتیه فیصد برخه يي ناقصه وي او ددې مثال په غریبو هیوادونو زیات لیدل کیږي. رپورټ وايي هر کال نړۍ کې شپیته میلنه نوي موټري تیاریږي چې پنځوس فیصد برخه يي په غریبو هیوادونو کې وي
رپورټ د حادثو ذمه واري په ناقصه موټرو هم اچوي، وايي ځېنې موټرې چې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې خرڅیږي، اتیه فیصد برخه يي ناقصه وي او ددې مثال په غریبو هیوادونو زیات لیدل کیږي. رپورټ وايي هر کال نړۍ کې شپیته میلنه نوي موټري تیاریږي چې پنځوس فیصد برخه يي په غریبو هیوادونو کې وي

د ملگرو ملتونو د صیحت اداره ورلډ هیلت ارگنائریشن ډبلیو ایچ او وايي نړۍ کې هر کال د ټریفک په حادثو کې یو اشاریه ٢٥ میلینه خلک یا د دولس لکه نه زیات کسان ژوند دلاسه ورکوي. اداره وايي دا داسې مرگونه دي چې مخنیوی يي ممکن دی.

رپورټ چې د ١٨٠ ؤ هیوادونو نه راغونډي شوي معلوماتو په بنیاد تیار شوی دی وايي د تیرې څه مودې راهسې په سړک د مرگ ژوبلو شمیره په ځائې ولاړه ده. ماهرین دا ښه شگون گڼي ددې باوجود چې د نړۍ په ابادۍ کې اضافه او په لارو کوڅو کې د لاریو موټرو شمیره زیاته شوي ده.

رپورټ چې کومه خبره زیاته د فکر مندۍ وړ ټاکلي هغه دا چې په سړک په حادثو کې ژوند دلاسه ورکونکو کې د زیاتره خلکو عمرونه پنځلس نه تر د یو کم دیرش کلونو پورې وي.

رپورټ دا خبره هم په ډاگه کړې ده چې د نړۍ د غریبو او د شته منو هیوادونو ترمنځ په سړکونو اخیستل شوو حفاظتي اقداماتو کې ډیر لوې فرق دی. د نړۍ ٩٠ فیصد د ټریفک حادثې د کمې امدنۍ په هیوادونو کې رامینځته کیږي چې د دنیا د ټول ټریفک یوازې ٥۴ فیصد موټرې لارۍ لري.

د ډبلیو ایچ او د نه خوریدونکو ناروغو د څانگې چارواکی ایټین کرووگ وايي د ټریفک ترټولو زیاتې حادثې په افریقا او بیا په منځني ختیز کې رامینځته کیږي.

ښاغلی کرووگ وايي افریقا د نړۍ د لاریو موټرو دوه فیصد برخه لري خو هلته په سړکونو د مرگ ژوبلې شمیره تر ټولو زیاته ده او د سویډن، برطانيي او هالینډ په رنگ ملکونو په تیرو څو لسیزو کې د حفاظتي اقداماتو د لارې په ټریفک حآدثو کې د مرگ ژوبلې په شمیره کې اتیه فیصد کمی کړی دی.

ایټین کرووگ وايي په سړکونو مرگ ژوبله کمولو دپاره ضروري ده چې د قانون عملداري یقیني کړی شي، په نشه کې د گاډې چلولو مخه ونیولی شي، په تیز رفتارۍ قابو وموندلی شي، سیټ بېلټونو او هیلمټو استعمال دې ضروري ټاکلی شي او گاډو کې دې د ماشومانو خصوصي سیټونه استعمال کړی شي.

کرووگ وايي په تیرو دریو کلونو کې ١٧ هیوادونو د ټریفک قوانینو په عملدارۍ کې پرمختگ کړی دی. د حادثي ورسته په بیړنۍ توگه حفاظتي اقدامات کول هم د خلکو ژوندونه بچ کولی شي. کرووگ وايي په وخت طبي امداد د لارې د ټریفک په حادثو کې د مرگونو شمیره نیم په نیمه کمیدی شي.

د ډبلیو ایچ او رپورټ وايي د ټریفک په حادثو کې د ټولو مرگونو ٢٦ فیصد برخه د پیاده خلکو او د سائیکل سورو وي.

رپورټ د حادثو ذمه واري په ناقصه موټرو هم اچوي، وايي ځېنې موټرې چې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې خرڅیږي، اتیه فیصد برخه يي ناقصه وي او ددې مثال په غریبو هیوادونو زیات لیدل کیږي. رپورټ وايي هر کال نړۍ کې شپیته میلنه نوي موټري تیاریږي چې پنځوس فیصد برخه يي په غریبو هیوادونو کې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG