په مطبوعاتو کې د مېرمنو د نمایندګۍ په اړه شوي یوه څېړنه وايي مطبوعاتي ادارو ته پکار ده چې د مېرمنو غږ د پورته کوولو دپاره نور ګامونه پورته کړي .
د څېړنې لیکلوالې لوبا کېسوا وي او ای ته په یوه مرکه کې وویل په مطبوعاتو کې د صنفي عدم مساوات ختموولو دپاره لومړی ګام دا خبره منل دي چې د مطبوعاتي ادارو په نیوز روم یا د خبرونو په مرکز او د خبرونو د تیارولو په مرحلو کې عدم توازن موجود دی.
د څیړنې د رپورټ عنوان دی "دي مسنګ پرسپېکټیو اف وېمن ان نیوز" یعني په خبرونو کې د مېرنو دریځ نه لیدل کېږي. په څیړنه کې په هندوستان، کېنیا، نایجیریا، ساوت افریقا، برطانیه او په امریکا کې
په مطبوعاتو کې د مېرمنو نمایندګۍ ته کتنه شوي وه او د څلورو مدونو جاج اخیستل شوی و چې پکې د مطبوعاتي ادارو د نیوز روم مشري، په مطبوعاتي ادارو کې دننه تنوع او د صنفي مساوات په اړه د خبرونو وړاندې کوولو انداز شامل وو. د څېړنې مرسته بل اېند ملېنډا ګېټس فاونډېشن کړې وه.
د رپورټ ترمخه په تېرو لسو کلونو کې معمولي پرمختګ شوی دی. رپورټ وړاندیز کوي چې په نیوزروم کې دې د مېرمنو نمایندګي دوچنده زیاته کړی شي چې دا ډول په بېلا بېلو موضوعاتو متوازن تناظر وړاندې کېدلی شي.
د کار په ځای کې د تنوع خبره چې راسې نو په دې مد کې د کامیابۍ قېصه نشته، مېرمن کېسوا چې د ای کی ای اېس نومې ادارې مشره ده، د نهې، سه شنبې، په ورځ یې خبري غوڼدې ته وویل.
کېسوا وویل په نیوز روم کې د مشرۍ او د فېصلو اختیار زیارتره د سړو په لاسو کې دی او د مېرمنو او د مېرمنو په اړه د خبرونو فېصلې سړي کوي.
د کینیا دي نېشن نومې ورځپاڼې اېګزېکټیو اېډیترې مکوتسي سېتوني په مطبوعاتو کې د مېرمنو د کموالي په اړه وویل وویل دنیا د خپلې نیمي ابادۍ د غږ اورېدو نه محروه ده.
مکوستي سېتوني وي او ای ته وویل ترڅو صنفي عدم مساوات نه وي ختم مېرمنې به د دې حق نه محرومه وي چې غږ یې واورېدل شي او یا په مطبوعاتو کې د مشرۍ عهدې ولري.
د خبرونو راټوولو په عمل کې هم څیړنې عدم توازن وموندلو او وايي په دغه عمل کې ترجیح د سړو اوازونو ته ورکول کیږي. د کال ۲۰۰۵ نه تر د کال ۲۰۱۵ پورې په خبرونو کې په پنځو کې د یو نه هم کم کارپوهه مېرمن وه.
د څېړنې ترمخه په مطبوعاتو کې مېرمنو ته زیات ښه ځای د روانو چارو او د تګلارې په اړه خبرونو کې نا بلکې د لایف سټایل یا د فېشن او دغه ډول موضوعاتو په خبرونو کې ورکول کیږي.
د څیړنې ترمخه مېرمنو خبریالانو ته زیاتره د تعلیم، ماحول، غربت او ترقۍ په موضوعاتو د خبرونو ورکولو موقع ورکول کیږي. سیاست، اقتصاد او تحقیقاتي رپورټونو په برخه کې مېرمنو خبریالانو شمیره ډیره کمه ده، څېړنه وايي.