لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځينې مهم خبرونه


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او خارجه وزیر ریکس ټېلرسن
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او خارجه وزیر ریکس ټېلرسن

امریکا او کاناډا به نن د سې شنبې په ورځ د کاناډا په وانکور ښار کې د یوې داسې غونډې کوربانه وي چې په کې به په شمالي کوریا باندې فشار راوړل شي چې خپل د اټومي وسلو پروګرام ودروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې کریسټیا فریلنډ د ۲۰ هېوادونو چارواکي دغې غونډې ته رابللي.

په دې غونډه کې به په دې هم غور وشي چې څه ډول کیدای شي د شمالي کوریا پرضد بندیزونه په سمه توګه ولګول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسۍ او پلان جوړولو مشر براین هوک وايي ګډون کونکي مشران ددغې غونډې له لیارې غواړي دا په ډاګه کړي چې د ستونزې د ډپلوماټیک حل لارې چارې لا پاتې دي.
---------------

د فریډم هاوس په نامه د بیان د ازادۍ د څار یوې خپلواکې ادارې په خپل نوي راپور کې ویلي دي، چې په نړۍ کې ډیموکراټیک ارزښتونه لکه ازادې ټاکنې او د رسنیو ازادي د ۱۲م کال لپاره بیا هم په کمزوي کېدو دي.

د ډیموکراسۍ یا ولسواکۍ په برخه کې د فریډم هاوس یو ځانګړی کارپوه ارک پوډینګټن وايي، د ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې په ډیرو زیاتو هېوادونو کې په یادو برخو کې د پرمختګ پرځآی وروسته پاتې والي راغلی.

د فریډم هاوس د راپور له مخې په ۲۰۱۷ کال کې له ۱۹۵ هېوادونو څخه معلومات راټول شویدي چې په کې ۸۸ هېوادونو ته ازاد ویل شوي، ۵۸ ته نسبي یا نیمه ازاد او ۴۹ نورو هېوادونو ته د غیر ازاد هېوادونو درجه ورکړل شوېده.

----------------

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ یو شمېر مهمو وکیلانو ته وویل چې دی به د سلګونو کډوالو د بیرته لېږلو د مخنیوي په برخه کې هغه قانوني مسوده لاسلیک کړي په کومه چې دوي سره صلاح شي.

په دغې مسوده کې د امریکا په جنوب کې له مکسیکو سره د پولې په اوږدو کې د امنیت د ښه کولو مسله هم راغلې ده.

ولسمشر ټرمپ وویل، د کډوالو د مسلې په برخه کې پراخ اصلاحات به وروسته پلي شي او زیاته یې کړه چې دی اوس هم په دې باور لري چې باید له مکسیکو سره لږ تر لږه په ۳۲۰۰ کیلومټره پوله باندې دیوال جوړ شي.

خو داسې ښکاري چې ددې دیوال د جوړېدو لپاره په بیړه د پیسو د برابرولو له مسلې څخه په شا شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG