لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

19:48 10.8.2020

په هند او استرالیا کې له کورونا څخه په یوه ورځ کې د مړینو کچه په ریکارډ کچه زیاته شوې ده او په پاریس کې په ځینو سیمو کې له خلکو څخه غوښتل شوي دي چې په پرانیستو او خلاصو ځایونو کې دې هم ماسکونه وتړي.

دغه ډول په امریکا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له پنځو میلیونو او په نړۍ کې له شلو میلیونو څخه زیات شوی دی.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د معلوماتو ترمخه په دنیا کې د کرونا وایرس له امله د خلکو د مړینې شمېر ۷۸۳۱۹۹۳ ته رسېدلی دی. په امریکا کې دغه شمېر ۱۶۲۹۵۰ دی.

هندوستان د ګل یا دوشنبې په ورځ له کورونا څخه د زرو کسانو د مړینې اعلان وکړ، چې دا د کورونا د وبا له پیل راهیسې په دغه هېواد کې په یوه ورځ کې د مړو تر ټولو لوړه شمېره ده.

له دغې نوې شمېرې سره په هند کې له کورونا څخه د مړو شمېر ۴۴۵۰۰ ته ورسېده او د کورونا د مړینو له پلوه، امریکا، برازیل، مکسیکو او برتانیې پسې پنځم هېواد شو.

په هند کې د تېرو شپږو ورځو راهیسې هره ورځ په کورونا تر ټولو د زیاتو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړی چې یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ ۶۲۰۰۰ کسانو ته رسېدل.‌

استرالیا هم د ۱۹ کسانو له مړه کېدو سره خپله تر ټولو د زیاتو مړینو ورځ رپوټ کړي که څه هم په ویکټوریا کې د چارواکو په وینا د کورونا په نویو پېښو کې کموالی راغلی.‌

اخوا د چین روغتیايي چارواکو په شمال لویدیځې سیمې سینکیانګ کې د کورونا د ۱۴ نویو پېښو خبر ورکړی چې په سیمیزه توګه له یو څخه بل ته انتقال شوې دي.‌ چین همدا رنګه ویلي، چې ۳۵ مسافرو له بهر څخه کورونا دغه هېواد ته وړې ده‌

په پاریس کې د کورونا په پېښو کې د زیاتوالي له امله چارواکو په مشهورو د باندې ځایونو لکه د سېن په نام د یو سیند پر غاړه هم خلکو ته تر یوې میاشتې پورې د ماسکونو د تړلو امر کړی.

دې ته ورته غوښتنه د فرانسې په نورو ځایونو لکه ټولوس، لېلې او بېرېتز کې هم له خلکو شوې ده.‌

د پاریس لخوا د ماسکونو د تړلو له حکم څخه سرغړونکي ۱۶۰ ډالره جریمه کېږي او که درې ځله یو څوک بې ماسکه ولیدل شي نو تر شپږو میاشتو پورې زنداني کېږي هم.

د جرمني په پلازمېنه کې د ګل یا دوشنبې په ورځ ښونځي بېرته پرانېستل شوي دي او حکومتي چاروکي هڅه کوي له کورونا څخه د زده کونکو او ښونکو د ساتلو تر ټولو غوره لارې چارې عملي کړي.‌

د جرمني د پوهنې وزیرې سنډرا شېریس وویل، "بېلا بېل لومړیتوبونه لرو، د روغتیا ساتل یو اړخ ته او هر یو ماشوم ته د تعلیم د حق ورکول او برابرول بل لور ته."

هغې وویل،‌ په ښونځیو یا سکلونو کې د زده کونکو ترمنځ د ۱.۵ متر واټن ساتل کله کله امکان نه لري.‌

نوموړې سپارښتنه کوي چې زده کونکي په وړو ډلګیو باندې وویشل شي او بیا له یو او بله سره جلا شي او که په کوم ماشوم کې کورونا مثبت شي نو یواځې ناروغ ماشوم او ورسره وړه ډلګۍ به یې قرنطین کېږي نه ټول زده کونکي.‌

دغه ډول مرکزی حکومت له زده کونکو او ښونځو څخه غوښتي دي چې د ښونځیو په دهلیزونو کې دې ماسکونه و تړي خو په ټولګیو او لوبغالو کې دې نه تړي‌

ګڼ نور هېوادونه هم د دې پرېکړې هڅه کوي چې څه ډول او څه وخت ښونځي بېرته پرانیزي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم په دې خبره زور راوړي چې ټول ښونځي بېرته پرانیستل شي خو زیاتره ایالتونه وايي، چې دوی د تعلیمي کال د پیلېدو لپاره ددې میاشتې په پای کې تیار نه دي.

تېره اونۍ د جیورجا د ښونځي له یو دهلیز یا هالوې څخه په اخیستل شوي انځور کې ښکاري چې یواځې یو څو زده کونکو ماسکونه تړلي وو او هغه وخت ښونځي بیرته وتړل شول او سبقونه انلاین شول کله چې په نهو زده کونکو کې کورونا مثبت شوه.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش تېره اونۍ د ښونځیو د تړلو له امله د نسلي ناورین د امکان یادونه کړې وه. هغه له هېوادونو غوښتي وو چې د ښونځیو بېرته پرانیستل دي خپل لومړیتوب وګرځوي کله چې د کورونا وبا کابو شي.‌

د برتانیې لومړي وزیر بوریس جانسن د برتانیې ډیلي مېل ورځپاڼې ته په یوې مقاله کې لیکلي وو چې د ښونځیو پرانېستل یوه اخلاقي دنده ده.

هغه ویلي، د ښونځیو بیا پرانېستل د هېواد لومړیتوب او یو ټولنیز او اقتصادي ضرورت دی.

جانسن اټکل کړی چې د برتانیې ښونځي به په خوندي توګه کار وکړي او تر دې مخکې یې ویلي وو چې که د کورونا له امله بیا هر څه تړل کېږي نو ښونځي به په دې کتار کې وروستي وي.‌

په برتانیه کې تعلیمي کال د سپټمبر په لومړیو کې پیلېږي.

10:17 6.8.2020

په نړۍ کې د کرونا څخه د مړينو شمېره د اووه لکه نه واوړېده

د نړۍ په 188 هېوادونو کې خوره د کرونا وبا څخه تراوسه پورې اووه لکه، 6761 کسان مړه شوي او دې وايرس يو کروړ، 87 لکه، 52 زره 917 کسان وهلي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس تر ټولو زیاته امريکا اغېزمنه کړې ده.

کرونا وايرس په امریکا کې يو لک 58زره، 250 کسان مړه کړي او په 48لکه، 23زره 797 کسانو کې د دې وایرس پخلی شوی دی.

په امریکا پسې برازيل په دوېم نمبر هېواد دی چې د کرونا زياتې پېښې پکې مخې ته راغلي دي.

په برازيل کې په 28 لکه، 59زره73 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او 97زره 256 يې مړه کړي دي.

د کرونا وهلو په حساب په درېم نمبر زيات خلک په هند کې په کرونا اخته شوي چې شمېره يې 19 لکه، 8254 ده.

خو د کرونا څخه په درېم نمبر زيات مړي په مېکسيکو کې شوي چې شمېره يې 49زره 698 ده.

په پاکستان کې تراوسه پورې په دوه لکه 81 زره 136 کسانو کې د کرونا پخلی شوی او 6014 کسان يې مړه کړي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په افغانستان کې د کرونا وايرس 36زره 829 کسانو ته ورپورې شوي او 1294 تنه يې مړه کړي دي.

14:04 2.8.2020

په نړۍ کې د کرونا څخه د مړينو شمېره د شپږ لکه58زرو نه سېوا شوې

د نړۍ په 188 هېوادونو کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې شپږ لکه 85 زره 179 مړه شوي او يو کروړ 78 لکه59 زره 763 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا وايرس څخه تر ټولو زياتې مړينې په امریکا کې شوي چې شمېره يې يو لک 54 زره 449 ده او په امریکا کې 46لکه20زره او 502 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د کرونا وايرس له امله په امریکا پسې په دوېم نمبر زياتې پېښې او مړينې په برازيل کې مخې ته راغلي دي.

په برازيل کې کرونا وايرس 93 زره563 کسان مړه کړي او دا وايرس 27لکه اووه زره877 کسانو ته ورپورې شوي دي.

په درېم نمبر زياتې پېښې په هند کې مخې ته راغلي چې شمېره يې 17لکه50زره 723 ده خو په درېم نمبر زیات مړي په مېکسيکو کې شوي چې شمېره يې 47زره472 ده.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس دوه لکه78 زره305 کسانو ته ورپورې شوي او 5951 کسان يې مړه کړي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه به افغانستان کې 36زره710 کسان په کرونا اخته شوي او 1283 ترې مړه شوي دي.

06:19 25.7.2020

د امريکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه د کرونا وایرس له امله په نړیواله کچه ۶۳۸۲۳۸ کسان مړه شوي دي او ۱۵۶۶۵۳۵۰ کسان دې وایرس ناروغه کړي‌ دي.

هندوستان د جمعې په ورځ په ۲۴ ګنټو کې کرونا تر ټولو زیات کېسونه رپورټ کړل چې تعداد یې ۴۹۳۱۰ و. په هندوستان کې د کرونا وایرس نه ۷۴۰ مړه شوي دي.

په امریکا کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر د څلور مېلین خلکو نه زیات شوی دی او په کېلیفورنیا، فلوریډا او ټېکسس ریاستونو په مجموعي توګه د کرونا ۵۰۰ نوي مرکونه رپورټ شوي دي. په دغو ریاستونو کې وایرس بیا په چټکیتیا خپریږي.

په امریکا کې د یو نه بل ته خپرېدونکو ناروغو د مخنیوي ماهر ډاکټر اېنتوني فاوچي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره مرکه کې خبرداری وکړو چې هغه ریاستونه چې د کرونا وایرس پکې مخ په خپرېدو باید په چټکتیا په مکمل توګه هرڅه پرانه نځي.

د کرونا وایرس له امله ماهرین وايي‌ د امریکې اقتصاد ته زیان رسېدلی دی او د محنت وزارت وویل تېره هفته د بې روزګارۍ په مهال حکومت نه د مالي امداد دپاره د خلکو په خواستونو کې اضافه ولیدل شوه، چې ښايي بې روزګاري زیاته شوه.

وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل تېره هفته یو اشاریه څلور مېلین کسانو د بې روزګارۍ خواستونه وکړل چې د تېرو ۱۵ هفتو د کمي رجحان یې ختم کړو. په کانګر س د واکمن ريپبلیکن او د حزب اختلاف ډېموکریټک پارټۍ غړي ولس سره د مالي مرستو په اړه په بېلا بېلو منصوبو غور کوي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG