لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړۍ د نوي کال هرکلی وکړو


د نوي کال په دستورو کې د شورو، چهارشنبې، په شپه د نیویارک په ټایمز سکویر کې روایتي غونډه وشوه. په دستوره کې د زرگونو په شمېره کې گډون کوونکو د ٢٠١٩ اخېرې څو سکنډه وشمارل او د ٢٠٢٠ هرکلی یې وکړو
د نوي کال په دستورو کې د شورو، چهارشنبې، په شپه د نیویارک په ټایمز سکویر کې روایتي غونډه وشوه. په دستوره کې د زرگونو په شمېره کې گډون کوونکو د ٢٠١٩ اخېرې څو سکنډه وشمارل او د ٢٠٢٠ هرکلی یې وکړو

د اتش بازۍ، موسېقۍ او د محفلونو تر څنگ نړۍ د ٢٠٢٠ کال او د نوي لسېزې هرکلی وکړو.

د نوي کال په دستورو کې د شورو، چهارشنبې، په شپه د نیویارک په ټایمز سکویر کې روایتي غونډه وشوه. په دستوره کې د زرگونو په شمېره کې گډون کوونکو د ٢٠١٩ اخېرې څو سکنډه وشمارل او د ٢٠٢٠ هرکلی یې وکړو.

د برازیل په ریو ډي جنېرو ښار کې په لکونو خلک د سمندر په ساحل جمع شوي وو، موسېقي یې غږوله او اتش بازۍ یې وکړه.

د فرانس سرښار پېرس کې د چېمپس اېلسي کې نوي کال ته په روایتي دستورو هرکلی وویل شو.

په ماسکو کې د کرېملن لوې گړیال د ٢٠٢٠ و غږېدو او ورسره د اتش بازي پټاخي وچلول شوې. د گړیال سره نژدې په ځمکه مصنوعي واوره خپره کړی شوي وه.

په دوبۍ کې هم د نوي کال دستوره او اتش بازي وشوه او په جاپان کې په روایتي دستورو کې د بدمت جرسونه وغږول شو.

د اسټریلیا په سډني ساحل هم د اتش بازۍ روایتي دستوره وشوه.

او په هانگ کانگ کې د نېمې شپې په وخت د جمهوریت په حق کې مظآهرې وشوې او مامورینو وویل د امنیت ساتنې په غرض به د نوي کال روایتي دستورې نشي کولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG