د اوکراین په یو ختیځ ښار کې کوڅه په کوڅه جګړه - زېلنسکي د خپلو عسکرو کوشش ستایلی دی

واشنګټن - د اوکراین په ختیځو علاقو کې سخته جګړه روانه ده او صدر زېلنسکي ویلي چې روسانو هلته د داسې یو کلک مزاحمت طمعه نه درلوده. بل اړخ ته ایسوشیټډ پرس خبري ادارې په یو رپوټ کې ویلي چې په سیویروډونېتڅک ښار کې داسې ښکاري چې اوکرایني ځواکونه غواړي له هغه ځایه شا ته ولاړ شي.

د لوهانسک ختیځې علاقې ګورنر نن د شورو/چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې هغوی اوس هم د روسانو سره په سیویروډونېڅک ښار کې په جنګ کې دي او په وینا یې، د هغه ښار د "هر سېنټي مټر" په سر جګړه کوي.

روسان په ډونباس سیمه کې چې لوهانسک یې یوه علاقه ده، پرله پسې حملې جاري ساتلي او په کراره کراره پوځي پرمختګ کوي.

اې پي خبري ادارې رپوټ ورکړی چې داسې ښکاري اوکرایني ځواکونه د سیویروډونېڅک ښار نه شا تګ ته مجبوره کړی شوي. د لوهانسک علاقې ګورنر سېرهي هېدای هم منلې چې اوکرایني ځواکونه ممکن د سیویروډونېڅک ښار نه ووځي، مګر جګړه لا هم جاري ده.

بل پلو د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي په ختیځه سیمه ډونباس کې د خپلو عسکرو کوششونه او جګړه ستایلې، او ویلي یې دي چې روسانو فکر نه کاوه هلته به د دومره کلک مزاحمت سره مخ شي.

د اوکراین صدر ولوډیمیر زلنسکي وایي روسانو فکر نه کاوه چې ډونباس کې به دومره کلک مزاحمت سره مخ شي

د نهې/سې شنبې په ماښام، صدر زېلنسکي په یو تقریر کې چې په ټلوېژن خپور شو، وویل چې "د ډونباس سیمې دفاع په ډېرې بهادرۍ سره جاري ده". هغه زیاته کړه چې تېره ورځ ګني روسانو په سیمه کې کوم د پام وړ پوځي پرمختګ ندی کړی.

په همدې حال کې روسان په ډونباس کې د زیاتو پوځي پرمختګونو دعوه کوي او د روس د دفاع وزیر سرګي شویګو د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې روسي عسکر اوس د لوهانسک ۹۷ فیصدي ځمکې باندې کنټرول لري.

د شورو/چهارشنبې په سهار د برطانیې دفاع وزیر وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو اړخ هم په ډونباس کې کوم اهم پرمختګ ندی کړی.

اوس مهال سیویروډونېټسک د ډونباس یو اهم ښار دی چې روسانو لا ندی نیولی، او د جګړې اور په کې دومره تود دی چې ویل کیږي کوڅه په کوڅه هلته جنګ روان دی.

د روس دفاع وزیر پرون دعوه وکړه چې ځواکونو یې د ښار رهایشي سیمې نیولي دي، مګر اوکراین وایي چې روسانو د ښار په څنډه کې صنعتي ځایونه قبضه کړي.

که چېرته روسان د سیویروډونېڅک ښار پوره قبضه کړي، نو په لوهانسک علاقه باندې یې واک اختیار سل فیصده بشپړه کیږي، نو د دې مخې دا ښار ماسکو دپاره ډېر ارزښت لري.

د یو بل خبر ترمخه، د امریکا د دفاع وزارت ترجمان د نهې په ورځ وویل چې امریکا، اوکرایني پوځیانو ته د هغو نویو راکټي سیسټمونو د استعمال تعلیم پیل کړی چې امریکا یې اوکراین ته د لېږلو فیصله کړې ده. د پنټاګان ترجمان وویل چې دا تعلیم به په جرمني او نورو یورپي ملکونو کې روان وي.