دسوات طالبانو درايې اچونې په مرکزونو دځانمرگي بريدونو گواښ کړى دى

په سوات کې دځايې طالبانو مشر مولانا فضل الله گواښ ورکړى چې دوي به په ٨ مه جنورۍ کيدونکيو ټولټاکنو په محال درايې اچونې په مرکزونو ځانمرگي بريدونه کوي اؤ هغه کانديدان به په نخښه کوي چې په ټولټاکنو کې برخه اخلي.
بلخوا پاکستاني پوځ اعلان کړى دى چې په سوات کې يې دعملياتو پړاؤ بشپړ کړى او په دوهم پړاؤ کې به دترهه گرو او تندوريانو په ضد ډير زر سخت عمليات پيل کړي.
دسوات دطالب پلوه جنگياليو مشر مولانا فضل الله دگل په شپه په ايف ايم راډيو اعلان کړو چې دوي به ددولت په وړاندې هيڅ کله تسليم نۀ شي.
هغۀ وويل مونږ به دامنيتي ځواکونو په ضد خپلو بريدونو ته دوام ورکوؤ اؤ تر هغې به وجنگيږو ترڅو مو دکفر ملگري نۀ وي ختم کړي يا پخپله له مينځه نۀ يو تللي.
مولانا فضل الله وويل دهغوي سره اوس هم په لويې شمير ځانمرگي بريد کوونکي موجودي دي هغۀ زياته کړه په پاکستان کې کيدونکې ټولټاکنې دکفري نظام تقويه کولو لپاره دي اؤ مونږ به په سوات کې په ټول توان او طاقت سره ددغو ټولټاکنو مخه نيسو.
مولانا فضل الله داولس څخه وغوښتل چې دپوځيانو او نورو دولتي گاډو او ادارو څخه په ډډه اوسي ولې چې طالبان به په دولتي گاډو او ادارو دبريدونو لړۍ زر پيل کړي.
بلخوا نن دگل په ورځ دسوات په مطبوعاتي مرکز کې دپوځ محلي وياند کرنل محمد نديم ژورنالستانو ته وويل پاکستاني پوځ دترهه گرو او تندوريانو په ضد گيره تنگه کړې ده اؤ ډير زر به دهغوي په ضد نوي عمليات پيل کړل شي.
کرنل نديم وويل پوځ ځينې سيمې دترهه گرو او اورپکو څخه ازادې کړي دي ولې په دوهم پړاؤ کې پوځ اراده کړې ده په هغو سختو سيمو کې هم تند عمليات پيل کړې چرته چې دځايې طالب پلوه جنگياليو مشرانو پناه اخستې ده. پوځي مشر زياته کړه دراتلونکي پړاؤ عمليات به دمخکښينيو عملياتو په پرتله زيات سخت وي.