جنوبي وزيرستان  کې ٤٠ جنګيالي اؤ ٨ پوځيان وژل شو يد ي

دافغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبایلي سیمه جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو اؤ طالب پلوه جنګياليو ترمينځه سختې نښتې روانې دي.
اؤ دتيرو ٢٤ ؤ ساعتو په نښتو کې ٤٠ جنګيالي وژل شوي دي.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې دبيان له مخې جنګياليو سره په نښتو کې اتو پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى اؤ ٣٢ عسکر ټپيان شوي دي.
ايي ايس پي ار وايي دغه نښتې په سپينکۍ،رغزۍ ، نواز کوټ اؤ تيارزه نومې سيمو کې شوي دي.
چرته چې امنيتي ځواکونه په عملياتو بوخت دي. دنظامي عملياتو په محال د٤٠ جنګياليو دوژل کيدو پرته ٣٠ تندلاري ژوندي هم نيول شوي دي اؤ يو شمير نور سخت ژوبل دي. بلخوا جنډوله سيمې ته دپوځي کاروانونو دژغورنې دپاره نور پوځيان اؤ ٣ ټانکونه هم ليږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دتيرو دوؤ ورځو راهسې په جنوبي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو دځايې طالبانو په ضد چټک عمليات پيل کړي دي. اؤ په دغو عملياتو کې تر دې محاله دواړو خواؤ ته درانۀ زيانونه اوښتي دي.