دپاکستان پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ویلي دنړۍ لخوا دپاکستان داتومي
پنګو په هکله انديښنې هيڅ جواز نۀ لري.
نن دجمعې په ورځ دپاکستان لخوا دشاهين ون حتف ٤م بليسټک توغندي دازموئنې کولوپه محال پوځي دستورې ته پخپله وينا کې جنرال کياني وويل کوم خلک چې دپاکستان داتومې وسلو په هکله انديښنې لري هغوي ددې دڅارنې دنظام څخه خبرتيا نۀ لري.
پوځي سرلښکر زياته کړه دځينو خلکو له اړخه دپيدا کيدونکې غير ذمه دارۍ ځوابي اثرات مخې ته راتلى شي.
هغه وويل پوځ ته دقام ملاتړ ترلاسه دى. اؤ دپاکستان پوځ داتومي پنګو دحفاظت او دهغې په ضد دهرې پيمانې دګواښ څڅه دژغورنې بشپړ توان لري.
ددې څخه وړاندې دپاکستان لخوا دځمکې څخه په ځمکه دويشتونکي حتف لړۍ دشاهين بليسټک توغندي کاميابه ازموئنه وکړل شوه دغه توغندى ٧٠٠ؤ کلو ميټرو پورې دخپل هدف دويشتو توان لري.