رابرټ ګيټس : القاعده اؤ طالبان پاکستاني دولت لپاره خطره جوړه شوې ده

دامريکا ددفاع وزير رابرټ ګيټس دپاکستان قبائيلي سيمو کې موجود دالقاعده اؤ طالب پلوه قوتونه دولت لپاره خطره ګرځولې ده.
ميونخ کې کليز امنيتي کانفرنس ته دوينا کولو په مهال دامريکا ددفاع وزير رابرټ ګيټس خبردارى ورکړو چې دغه عناصر نيغ په نيغه داسلام اباد دولت لپاره خطره ده.
درابرټ ګيټس وينا وه اوس هاغه وخت رارسيدلى دى چې پاکستان دافغان پولې سره پيوست خپلو سيمو کې ددغو ترهه ګرو دختمولو لپاره عمليات پيل کړي.