دامريکا دګډو ځواکونو دکميتې مشر ايډمرل ماييک مولن په دوه ورځني سفر پاکستان ته
رارسيدلى دى.
دپاکستان په هوايي ډګر لوړپوړو پاکستاني چارواکو ښاغلي مولن ته هرکلى وويلو.
پاکستان کي دخپلې ايسارتيا په وخت به ايډمرل مائيک مولن دجمهوررئيس پرويز مشرف، دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني اؤ دپاکستان دګډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال طارق ميجد سره ليدنې کوي.
دامريکا نوموړى پوځي مشر به پاکستان چارواکيو سره په ليدنو کې ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځه دهمکارۍ په پراخولو ، دترهه ګرۍ اؤسخت دريځۍ په ضد دروان جنګ په هکله هم خبرې اترې کوي.
1