لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رابرټ ګيټس : افغانستان کې داختلافافاتو له امله دناټو راتلونکى ګواښ سره مخ دى


دامريکا ددفاع وزير خبردارى ورکړى دى چې افغانستان کې داختلافاتو له امله دناټو راتلونکى يا مستقبل دګواښ سره مخ شوى دى.
دناټو ددفاع دوزيرانو دغونډې په مهال دامريکا ددفاع وزير رابرټ ګيټس انديښنه څرګنده کړه چې کۀ وضعيت همدغسې خراب پاتې شو نو ناټو څخه ددوؤ ليکو واله ائتلاف جوړيدى شي. ښاغلى ګيټس وويل په جنوبي افغانستان کې کۀ دبغاوت چقولو دپاره دروان جنګ بار خپلو کې ونۀ ويشل شي نو ددې جنګ کوونکيو څخه به دجنګ جذبه اوځي.
بايد په ډاګه وي چې دامريکا ددفاع دوزير رابرټ ګيټس دغه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې جرمني ويلي دي هغوي به خپل ٢٠٠ پوځيان په راتلونکيو څو مياشتو کې دافغانستان مزار شريف ته وليږي.
خو ولې دکوم بيړني حالت له امله به هغوي دافغانستان په هره برخه کې په ځايې کول کيږي. دجرمني ددفاع وزير داهم ويلي وؤ چې کۀ مونږ په افغانستان کې خپل ټول پام دشمال څخه دجنوب لور ته راوګرځوؤ نو دا به يوه ستره غلطي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG