د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف مخالف گوندونو ته خبرداری ورکړی دی چې د
راتلونکو ټاکنو پایې دې ومني، او که نتیجې دهغوي په حق کې نه وي نو د احتجاجونو نه دې ډډه وکړي.
نن دزيارت په ورځ په پلازمينه اسلام اباد کې دټولټاکنو لپاره دائتلاف تر عنوان لاندې يوې دستورې ته پخپله وينا کې جمهوررئيس په ټولټاکنو کې دټګۍ په بابله ټولې انديښنې په کلکه سره رد کړې اؤ وې ويل هغه قام اؤ نړيوالې ټولنې ته ضمانت ورکوي چې ټولټاکنې به په سوله ايزه فضاء کې دهر رقم ټګۍ څخه پاکې ترسره کيږي.
ښاغلي مشرف وويل دترهه ګرۍ اؤ سخت دريځۍ پر ضد دروانې جگړی له امله پاکستان دا مهال په يو نازک ډګر ولاړ دى.
هغۀ وويل ميډيا اؤ نړيوال سازمانونه بايد دداسې رول ترسره کولو څخه ډډه وکړي چې له امله يې شکونه او ولولې وده ومومي.
جمهوررئيس پرويز مشرف قام ته په ١٨ مه فرورۍ دټولټاکنو کولو باور په داسې حال کې ورکړى دى چې ټولټاکنو ته يواځې ٤ ورځې پاتې شوي دي اؤ تر دې مهاله په پاکستان کې زيات خلک ددې انديښنې سره مخ دي چې ښاغلی مشرف ټاکنو کې ددرغلۍ پلان لري.
د پاکستان مخالف گوندونه یو شمېر او یو نړیوالې ادارې لکه اروپایي ټولنه او د بشري حقونو ډلې ویره څرگندوي چې پاکستان کې راتلونکې ټاکنې به د ټگۍ نه پاکې نه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رچرډ باوچر هم څه موده وړاندې په ټاکنو کې د درغلۍ امکان ته اشاره کړې وه.