ميرانشاه : په نښتو کې ١٢ پوځيان او لس عسکر وژل شوي دي

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې وسله والو طالبانو دامنيتي ځواکونو په کاروان بريد کې ١٢ پوځيان وژل شوي او ١٠ نور ژوبل شوي دي.
په بريد کې ژوبل شوي پوځيان روغتون ته رسول شوي دي
چارواکي وايي دوسله والو طالبانو لخوا دغه بريد په شمالي وزيرستان کې نن داتوار په ورځ دميرانشاه لويديز وچه بي بي کلي کې ترسره شوى دى.
په سيمه کې امنيتي چارواکي ډيوه راډيو ته وويل دامنيتي ځواکونو قافله له مداخيل سيمې څخه راروانه وه چې تندلارو پرې له نزدې غرونو څخه په راکټونو اؤ خودکاره وسلو بريد وکړو.
يو بل چارواکي وويل په دغه بريد کې له ١٠٠ؤ څخه ١٥٠ؤ پورې طالبانو برخه درلوده.
هغه زياته کړه پوځي هيلي کاپټرې سيمې ته ليږلى شي ترڅو تندلاري په شا وتمبوي او مړۀ اؤ ژوبل پوځيان راوړي
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس خبريالانو ته ويلي دي له دغه بريد څخه وروسته دتندلارو په ضد ځوابي عملياتو کې هم ١٠ جنگيالي وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان حکومت او پوځ دروانې مياشتې په نيمايي کې دبيت الله محسود دله مينځه وړلو لپاره دپوځي عمليات اعلان کړى دى.
که هر څو پوځ ادعا کوي چې دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو کې يې تر دې مهاله شاوخوا ١٦٠٠ جنگيالي وژلي او يواځې ١٣٩ عسکر وژل شوي دي خو په ازاده توگه دپوځ دغه ادعا تصديقول ممکن نۀ دي.