د مودي او پوټین ملاقات: هند او روس دواړو د افغانستان په حالاتو اندېښنه وښوده

(اې پي/رائټرز) - د هند وزیراعظم نریندرا مودي نن د ګل/دوشنبې په ورځ په نوې ډیلي کې د روس د صدر ولاډمیر پوټین سره وکتل چې د دې ملاقات په اجنډا کې د تجارتي او دفاعي موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان روان کړکېچن حالات هم شامل و.

د اګسټ په میاشت کې په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنېدو نه پس، هغه ملک د یو بشري بحران سره مخامخ شوی چې د هند او روس په باور، دا حالت کولی شي ټوله خطه د عدم استحکام له خطرې سره مخ کړي.

پوټین په ډیلي کې مطبوعاتو ته وویل چې د ترهګرۍ خلاف جګړه، د مخدره موادو او منظم جرم خلاف جګړه هم ده، نو له دې مخې مونږ په افغانستان کې د حالاتو د بدلون په اړه فکرمند یو."

په همدې حال کې د هند خارجه وزیر سوبرامنیام جی شنکر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې روان حالات په خطې باندې "پراخ ناوړه اثرات" اچوي.

جی شنکر چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې د روس د خارجه وزیر سرګي لاوروف ترڅنګ په نوې ډیلي کې خبرې کولې، وویل چې د کرونا عالمي وبا، ترهګري، تشددآمیزه سختدریځي او افغانستان اوس مهال خاص چلېنجونه دي. هغه زیاته کړه، "افغانستان کې حالات، [په خطې باندې] پراخ اثرات لري په شمول د مرکزي ایشیا، غربي ایشیا، او منځني ختیځ."

د هند خارجه وزیر دا خبرې د روس صدر ولاډمیر پوټین او د هند وزیراعظم نریندرا مودي د ملاقات نه وړاندې وکړې. هند او روس د تعلقاتو اوږد تاریخ لري. خو په دې وروستیو کې هند خپل تعلقات د امریکا سره هم پیاوړي کړي، چې مشترکه وجه یې د چین د جارحانه تګلارې سره مقابله ده.

د هند خارجه وزیر سوبرامینیام جی شنکر وویل: "روس او هند د نږدې ملګرو او سټراټېجیکو شریکانو په توګه د خپلو شریکو مفاداتو د ساتنې او خپلو خلکو دپاره د امن قایمولو، ترقۍ او خوشحالۍ په خاطر کار کړی دی."

هند او چین دا څو میاشتې د ختیځ لداخ په لانجمن سرحد باندې یو بل ته ګوته په ماشه دي او تېر کال په دې سرحد، ځیني شخړې هم پېښې شوې وې.

د هند دفاع وزیر رجناټ سېنګهـ هم د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې ملک یې داسې دفاعي شریکان غواړي چې د هند د توقعات او ضروریات حس کړي او په اړه یې ګام واخلي.