لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند ته د صدر پوټین سفر: د روس نه د فضائي دفاع د میزائیلو اخیستل به د هند او امریکې تعلقات اغېزمن کړي؟


د روس جوړ شوي اېس-۴۰۰ ډوله فضائي دفاع میزائیلونه

د روس صدر ولاډمیر پوټین به د ګل/دوشنبې په ورځ یوې ناستې کې د ګډون دپاره، هندوستان ته ورسیږي. پوټین په داسې وخت کې د نوې ډېلي دوره کوي چې روس، هند ته د فضائي دفاع د میزائیلو سیسټم ورکوي، کوم چې د امریکا لخوا د لګولو شویو پابندیو ماتېدل ګڼل کیدی شي.

دا بهر ملک ته د پوټین یو ډېر کمیابه سفر دی، ځکه د کرونا عالمي وبا د خورېدو راهیسي، پوټین صرف یو ځل له ملک نه بهر دوره کړې وه چې هغه هم په جون میاشت کې له امریکني صدر جو بایډن سره د ملاقات دپاره وه.

د هند او روس دفاع او خارجه وزیران به هم په نوې ډیلي کې ملاقات وکړي. د روس او هندي چارواکو په ناسته کې به لس (۱۰) تړونونه دستخط کیږي چې د وسلو د اخیستو تړونونه پکې شامل دي.

هند دا امید هم لري چې د روس سره د تعلقاتو په ساتلو کې به وکړی شي چې په افغانستان کې هم یو کردار ادا کړي، چېرته چې اوس د هند رقیب ملکونه – چین او پاکستان – لوی لاس لري.

هند که د یوې خوا روس سره د شاوخوا پنځه نیم بلینه ډالرو په قیمت د اېس-۴۰۰ ډوله فضائي دفاع میزائیلو د اخیستو تړون دستخط کړی، د بلې خوا کوشش کوي چې د امریکې سره هم نږدې سټراټیجيک تعلقات ولري، او د دې دوو تعلقاتو ترمنځ توله ساتل به ورته یو چلېنج وي.

امریکا په کراتو هند ته یادونه کړې ده چې د روس نه د پنځو لېرې واټن وېشتونکو فضائي دفاع میزاییلو اخیستل، د امریکا لخوا د پابندیو د هغه قانون خلاف ورزي ده چې په ۲۰۱۷ کې پاس شوی، خو د هند همیشنی پیغام دا دی چې یاد شوي میزائیلونه د خپل قامي مفاداتو په بنیاد اخلي.

د هند د دفاع وزارت نایب اجی بهټ د جمعې په ورځ خپل د ملک پارلېمان ته په وینا کې وویل: "حکومت د خطرو د انګېرنې، او د عملیاتي او ټېکنالوجیکي اړخونو په بنیاد خودمختاره فیصلې کوي چې وسله وال ځواکونه د هرډول امنیتي چلېنجونو د مقابلې دپاره آماده وساتي."

هند وایي، د اېس-۴۰۰ ډوله فضایي دفاع میزائیلونو ته ځکه ضرورت لري چې د چین د خطرې مقابله وکړی شي، او داسې طمعه کیږي چې دا میزائیلونه به د چین او هند ترمنځ د هیمالیا غرونو په لانجمن سرحد نصب کیږي، چېرته چې د تېر کال راهیسي د دې دواړو ملکونو عسکر یو بل ته د مقابلې دپاره لاس په ماشه ناست دي.

په لداخ سیمه کې لانجمن سرحد باندې د هند او چین ترمنځ څو ځله نښتې هم پېښې شوي دي
په لداخ سیمه کې لانجمن سرحد باندې د هند او چین ترمنځ څو ځله نښتې هم پېښې شوي دي

بل اړخ ته ترکي هم د روس نه اېس-۴۰۰ ډوله میزائیل اخیستي دي، چې په جواب کې یې امریکا په ترکي باندې تېر کال ډسمبر میاشت کې پابندۍ ولګولې، ځکه امریکا کې دا قانون منظور شوی چې هر ملک د روس نه داسې وسلې واخلي، ورباندې به د امریکا له اړخه پابندۍ لګول کیږي.

خو هند خوشبینه دی چې واشنګټن به د دوی سره د ترکي په شان چلند ونکړي، او د صدارتي حکم په بنیاد به هند د دې پابندیو نه معاف وګرځوي، ځکه د چین سره په مقابله کې د هند او امریکا مشترکو هڅو له امله، د واشنګټن او نوې ډیلي ترمنځ سټراټیجېک تعلقات په مضبوطه کېدو دي. امریکا او هند دواړه په انډوپسفیک خطه کې د چین د جارحانه رویې د مهارولو کوششونه کوي او هند په دې برخه کې د کواډ ګروپ غړی دی چې کردار یې اهم ګڼل کیږي.

د امریکا د خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس د نوامبر په ۲۳مه یو پرېس کنفرانس ته وویل چې د صدر بایډن انتظامیې تر اوسه کومه فیصله نده کړې چې هند به د پابندیو نه معاف کوي او که نه، خو واشنګټن کې څېړنکاران وایي چې په صدارتي حکم سره به هرومرو دا معافي هند ته ورکول کیږي.

د وېلسن څېړنیز سنټر نایب مشر مایکل کوګلمېن وایي: "د بایډن انتظامیه نه غواړي هېڅ داسې څه وکړي چې په هغه سره یې د نوې ډیلې سره تعلقات په خطرې کې ولویږي. په انډیا به پابندي لګول، (د امریکا او هند ترمنځ) دوه اړخیز تعلقات دومره راټيټ کړي چې په څو لسیزو کې داسې نه وي شوي."

مګر کوګلمېن دا هم وایي چې امریکا به د روس د میزائیلو په معامله له سره سترګې پټې هم نه کړي، او دا موضوع به د هند او امریکا ترمنځ تعلقاتو کې د یوې وړې کشیدګۍ په توګه پاته وي.

XS
SM
MD
LG