دبرطانيې دبرمنگهم ښار دکوئين الزبتهـ روغتون انتظاميه وائي دملالې يوسفزۍ علاج روان دى او ډاکټران دهغې دحالت په ښه والي کې تر دې مهاله دشوي پرمختگ څخه خوشحاله دي.
دزيارت په ورځ دکوئين الزبتهـ روغتون دانتظاميې له لوري جاري شوي بيان ترمخه دملالې په علاج بوخت ډاکټران دروزانه په اساس دهغې دحالت جاج اخلي او هغوي دهغې دحالت په ښه والي کې په شوي پرمختگ خوشحاله دي.
په دغه تازه جاري شوي بيان کې دا هم وئيل شوي دي چې ملالې په روغتون کې په ارام سره دريمه شپه هم تيره کړې او دهغې خيال ساتلى شي.
دبيان ترمخه دهغې کورنۍ په پاکستان کې ده.
دښځو دوه تنظيمونه دزيارت په ورځ دملالې سره ديو والي دڅرگندونې لپاره دبرمنگهم کونسل هال څخه بهر شمعې بلوي او دهسپتال په ويب سائټ چې دملالې لپاره دپيغامونو کومه پاڼه جوړه کړل شوې په هغې دټولې نړۍ څخه په يوه شپه کې په سلگونو پيغامونه ترلاسه شوي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.